IQNA

د سوریې پیښې د امریکا او د اسرائیلو د کنټرول په کوټه کښې پلان شوي دي

15:09 - December 11, 2024
د خبر لمبر: 3490297
ایکنا - د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي ټینګار وکړ: په دې خبرې کښې باید شک ونکړو  هغه څه چې په سوریې کښې رامینځته شول د امریکا او اسرائیلو د کنټرول په کوټه کښې پلان شوي او دد پيښې اصلي عاملان همالته دي.

ایکنانیوز - د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي نن په تهران کښې د خلکو د بیلابیلو پرګنو د زرګونو کسانو په ټول کښې وویل: په دې خبره کښې باید شک ونکړو هغه څه په چې په سوریې کښې رامینځته شوي دي د امریکا او صهیونیسټ رژیم د ګډ پلان نتیجه ده.

هغه حضرت زیاته کړه:  هو د سوریې یو ګاونډی هیواد په دې زمینه کښې ښکاره رول لوبوي او رول یې لوبولی دی او اوس هم دغه رول لوبوي.

ټول خلک دغه رول ویني خو د اصلي کنټرول کوټه، اصلي پلانونکي او اصلي دسیسه جوړونکي عاملان په امریکا او صهیونیسټ رژيم کښې دي.

مونږ ثبوتونه لرو. دغه ثبوتونه د انسان لپاره د شک ځاې نه پریږدي.

هغه حضرت وویل : زه تاسو ته وایم د خدای پاک په مرستې سره به مقاومت له تیر وخت څخه زیات ټولې سیمې ته وغزیږي.

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي ټینګار وکړ: مقاومت داسې دی ، هر څومره چې دباو راوړئ نو مقاومت پیاوړی کیږي ، هر څومره چې جنایت وکړئ، نو مقاومت نور له انګیزې ډک کیږي. هرڅومره چې له هغوې سره وجنګیږئ نو مقاومت پراخ کیږي او زه تاسو ته وایم د خدای پاک په مرستې سره به مقاومت له تیر وخت څخه زیات ټولې سیمې ته وغځیږي.

هغه حضرت ډاګینه کړه هغه بې خبره ناپوهه شناند د مقاومت د معنا په هکله خیال کوي چې مقاومت کمزوری شو ، اسلامي ایران به هم کمزوری شي او زه وایم د خدای پاک په مرستې ، د خدای پاک په حکم سره ایران قوي او قدرتمن دی او لا به پسې قدرتمن شي.

د اسلامی انقلاب سترلارښود  دهغو یرغلونو موخې چې له شمال او جنوبه د سورئې د ټاټوبو په نیولو پسې دي،مختلفې وبللې او وې فرمائيل؛په دې مینځومیان کې امریکا دخپلو پښود ځاي په مضبوطولو پسې ده، خو وخت به وښئ چې خپلې یوې موخې ته به هم و نه رسیږي   اوبې شکه د سورئې نیول شوي سیمې  به د سوریاوالو ځوانانو په لاس بیرته آزادې شي.

دوي همداراز  د سیمې د راتلونکو بدلونونو  د بهیر په انځورولو کې  په دې خبرې په ټينګار سره چې  امریکا به په الهی توفیق او مرستې سره د  مقاومتي جبهې په لاس له سیمې وشړل شي ،ووئيل؛ استکباري عوامل  کوي ، دمقاومت جبهه د سورئې د حکومت له نسکوریدا وروسته  چې د مقاومت پلوی ؤ ، کمزورې شوې ده ، خو ډیر تیروځي ، ځکه چې اصولا  د مقاومت او مقاومتي جبهې په باب سم درک نه لري.

حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي  مقاومت له مینځه نه تلونکی او   نه هادرډ وئير،بلکې  یو ایمان ،یو تفکر ، یو اعتقادي مکتب  او  یوه د زړه فیصله وبلله  او زیاته ئې کړه ، د سید حسن نصر الله  شهادت او د مصیبتونو دباؤ ډير دروند ؤ خو  د حزب الله  قدرت او وسپنیز سوک  لا پیاوړی شو او دښمن هم ددغه واقعیّت په لیدو سره په اور بند پسې شو.

 د اسلامی انقلاب معظم لارښود دغه راز  له صهونیسټي رژيم سره پیوستون او همپاله کیدل  د ملتونو سره کرښه وبلله او وې فرمائيل؛ صهیونیسټان او د هغوي ملګري دې پوهه شي ، د الهي سنت په اساس جنایت هیڅکله هم بریالیتوب نه ډالۍ کوي  او  اوس دا دی  الهي سنت او پهغزې  او اردن سین په لویدیځي غاړې او لبنان کې   تاریخي تجربوه په تکراریدا ده.

حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي  وفرمائيل؛ باید له دښمن څخه غافل نه شو،اودا سپک ونه ګڼل شي یا  دهغو په مُسکا  هم باؤر ونشي ،ځکه چې کله کله  په مُسکا سره او په ښې لهجې سره خبرې کوي خو تر شا په  خنجر سره ، د یوه سخت ګوزار کولو لپاره  دیوه فرصت په تمه وي. دوي کامیابي او ناکامي  او لوړې هسکې د ژوند واقعیّتونه وبلل او وې وئيل، مهمه دا ده چې  په بریالیتوب کې انسان مغرور نشي ، ځکه غرور جهالت رامینځةکوي  او په ناکامیو کې منفعل او مایوسه باید نه شي، هماغه شان چې مقاومتي جبهې په بریالیتوبونو نه مغروره کیږي او په ناکامیو ناامیده نه کیږي. دوي د خپلې وینا په پاي کې ټينګار وکړ، په الهي توفیق او مرستې سره به  په سیمې  کې د صهیونزم او دلویدیځي خبیثو عواملو ریښه  وویستل شي.

captcha