ایکنانیوز د دنیا نیوز له قوله راپور راکړ،اپه داسې حال کې دي چې د مصر لوي مفتي ډاکټر نظیر محمد عیاد چې په پاکستان کې د اسلامی نړۍ دا نجونو د زده کړو په باب د اسلامی هیوادونو په دوه ورځني کنفرانس کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته تللی دی، ددغه هیواد د زده کړو دچارو له وزیر ډاکټر خالد مقبول سره په کتنې کې وئيلي دي ، الازهر پوهنتون په پاکستان کې د خپل یوه کیمپس د جوړولو نیّت لري چې د پاکستان د زده کړو دچارو وزیر ئې تود هرکلی کړی او هغه ته ئې د بشپړحکومتي ملتیا ژمنه ورکړې ده.
د مصر لوي مفتي نظیر محمد عیاد د زده کړې د چارو د وزیر د تاؤد هرکلي مننه وکړه او وې وئيل، دا ضروري ده چې خلک داسلام د حقیقي تعلیماتو باندې دپوهیدا لپاره عربی ژبه زده کړي.
هغه دغه راز ووئیل؛ په الازهر پوهنتون کې له څلویښت فیصدو زیاتې انجونې زده کړې کوي او د میرمنو د ټولنې د زده کړې ډیر زیات ملاتړي دي ، ددې پوهنتون جوړیدا له اسلامی تعلیماتو سره سره د عربي کلتور ته پراختیا ورکول دي څو د دواړو هیوادونو مناسبت لا زیات پیاوړی شي.
د مصر لوي مفتي په د وام کې ووئيل؛ پاکستان دې خپل عالمان مصر ته ولیږدوي څو دوي د دنیا ترټولو پخواني پوهنتون کې د یوه بل له تجروبو او تعلیماتو برخمن شي.
د پاکستان د زده کړې د چارو زویر خالد مقبول هم په دغې کتنې کې ووئيل؛ پاکستان او مصر دواړه د دنیا ترټولو پخواني تمدن او کلتور لرونکي هیوادونه دي. او الازهر پوهنتو د اسلامی نړۍ لپاره ډير اهمیّت لري او دوي هم غواړي، ددغه پوهنتون له وروستیو بریاؤ او تعلیماتو خبر شي چې د اسلامی تعلیماتو یو لوي مرکز دی. هغه ووئيل، په پلازمینې اسلام اباد کې په ټولو رسمي ښونځیو کې د عربی ژبې کلاسونه پیل شوي څو د اسلام له حقیقي تعلیماتو ټول خبر شي او ورڅخه استفاده وکړي.
https://dunya.com.pk/index.php/dunya-headline/TazaRoznama/861726_1