IQNA

الجزیره چینل تحریفات؛ له ایرانه د فلسطین د مقاومت د ونیدوي مننه او ستاینه ئې سنسر کړه

11:33 - January 21, 2025
د خبر لمبر: 3490506
ایکنا - الجزیره خبری چینل په یوه فوري خبر  کې په ټولنیزو چینلونو کې په یوه عجیبه  اقدام کې له ایران او یمن څخه د حماس د اسلامی مقاومتي غورځنګ د پوځي څانګې؛ عزالدین قسام کنډکونو  د ویندوي ابو عبیده د ژورې قدرونې اوستاینې  خبره سنسر کړه.

د الجزیره چینل  بیړنۍ برخې په ټولنیزو چینلونو کې د ایران او یمن څخه د  اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس د پوځي څانګې  عزالدین قسام  د کنډکونو  د ویندوي او ابوعبیده د ستاینې او قدرونې په سنسر کولو سره  یوازې  له قطر او اردن څخه  د مننې د مکتوب په مخابره کولو بسنه وکړه.

پارس ټوډې راپور ورکړی،ابو عبیده بیګا د یکشنبې په شپه  په یولړ څرګندونو کې د فلسطین  له مظلوم ملت او مقاومتي  چورلیز څخه  د ایران د اسلامی  جمهوریت او یمن  دملاتړونو په دلیل له دوي څخه  قدرونه او مننه وکړه.

ابوعبیده په دې زمینې کې ووئيل؛  د یمن ورور ملت  یادوو، هغه کسان چې  په کرامت او عزت کې د مون. په شان دي ، د دوي کارونو نړۍ حیرانه کړې او یوه  بې سارې او تاریخي بېلګه ئې وړاندې کړې ده.

د ایران اسلامی جمهوریت  په ملت او حکومت درود استوو،  په دغه تاریخي  جنګ په تیره بیا د وعده صادق په عملیاتو او  له مقاومته  په  هراړخیز ملاتړو کې  د دوي ګډون او مقاومت او ملت څخه  ددایمی  ملاتړ په خاطر  ئې مننه او قدرونه کوي او پر دوي درود استوو.:

درسندویو د راپور په اساس،د الجزیره په څير په یوې رسانئ کئ د  ابوعبیده  د مهمو څرګندونو  ددغې برخې نه لیکل ، د ناقصې  اطلاع رسونې  یو عجیبه مصداق  دی . د قطر الجزیره ټیلیویژني چینل  د غزې تړانګې د  خبرونو د پراخ  پوښښ په دلیل ډیر داحترام وړ ګرځیدلی ؤ؛ په عین حال کې  په اطلاع رسونې کې ئې  دغه عجیبه  سنسر او دغه نیمګړتیا او هم په سورئې کې  دتحریرالشام  په څير له ترهه ګرو ډلو ټپلو څخه ددغې رسانۍ ملاتړ  چې  د مقاومتي جبهې سره په تضاد کې  او د صهیونیسټانو  په ګټه عمول کويو  د سیمې د ملتونو په نزد  ددغې رسانۍ اعتبار او اعتماد ته  جدي تاوان رسولی شي.

https://parstoday.ir/fa/west_of_asia-i4526

captcha