ایکنانیوز د الکفیل له قوله راپور راکړ، د عباسی مقدس آستان د روژې په مبارکې میاشتې کې دځينو کتلوري او دیني فعالینونو دترسره کولو د پلان په دوام کې په پاکستان کې هم آنلاین پړاؤ ترسره کوي.
په پاکستان کې د عباسی مقدس آستان نماینده شیخ ناصر عباس نجفي په یولړ څرګندونو کې ووئيل،په پاکستان کې ددغه مقدس آستان نمایندګۍ د روژې دمبارکې میاشتې ځانګړی دینی او کلتوري پروګرام برابر کړی چې په هغه کې ډول ډول فعالیتونه شامل دي چې په هغو کې د نجف ښار د علمي او فکري میراث د ارزونې په خاطر د ؛میراث نجف؛ په عنوان سره د عملي سمینار ترسره کیدا هم پکې شامله ده.
هغه ووئيل؛په دغه پروګرام کې د دیني احکامو، د شرعي احکامو د زده کړې ، فقهي او عقیدتي پوښتنو ته ځواب ورکول ، د رمضان دمیاشتې د اعتکاف پروژې اجرا په خاطر د پاکستان مختلفو سیمو ته د نجف اشرف دعلمیه حوزې د ۲۵ مبلغانو یوې ډلې لیږدول پکې شامل دي چې ددینی ناستو ،د قرآن کریم د تفسیر ناستې او اعتکاف کونکو ته د فقهي درسونو وړاندې کول پکې شامل دي.
شیخ ناصر عباس نجفي پخپلو څرګندونو کې و،ئيل، همداراز د رمضان المبارک له فضیلته په ډکې میاشتې کې به د زوم پلیټ فارم له لارې د ؛ضیف الرحمن ؛ په نامې سره انټرنیټي پړاؤ ترسره شی چې تر دیرشو ورځو پورې به دوام ولري او ددغو دیني درسونو د وړاندې کولو موخه ، د قرآن کریم د تفسیر، د فقې ،اخلاقو او د نبوي سیرت پشمول د متخصصو استاذانو په ګډون سره بشپړ دیني درستونو وړاندې کول دي.
دغه پروګرام د نړۍ په مختلفو سیمو کې د اهل بیت علیهم السلام د تعلیماتو په خپراوي او انساني ټولنو ته د دینی او کلتوري خدماتو په وړاندې کولو کې دعباسی مقدس آستان د هلوځلو یوه برخه ده.
https://iqna.ir/fa/news/4268648