ایکنا نیوز راپور راکوي، د قدس نړیوال لاریون نن سهار د ایران په نهه سوه ښارونو او نورو زرګونو کلو ا او ښارګیو پشمول په تهاران کې په یووخت د ؛علی العهد یا قدس ؛ په چورلیزي شعار سره ، د فلسطین د مظلوم ولس له آرمانه د ملاتړ او له ماشوم وژونکی وحشي صهیونیسټي رژيم او د هغو له ملاتړو د کرکې او نفرت په موخې سره ترسره شو.
که څه هم لاریون په رسمي توګه سهار لس بجې پیلیدونکی ؤ خو ډير زیات خلک له هماغه سهار وختي راهسې دلاریون په لارو کې حاضر شوي وو.
رآپورونه ښئ چې د ایران د قم، شیراز، اصفهان،مشهد، رشت،کرج، پشمول په په څه دپاسه نهه سوه ښارونو او دغه راز په زرګونو ښارګیو او کلو کې په یووخت د قدس د نړیوالې ورځې لاریونونه ترسره شول چې د ایران ولس په میلیوني لاریون کې ولولناک او پرتمین ګډون وکړ او دنیا ته ئې وښودله چې هیڅکله به دظالم او جنایتکارو له دړکو او وحشیتوبه له ویرې پرته قدس شریف او د فلسطین له مظلوم ولس سره له یوه خوله چغې پورته کولو او ورسره له مرستو لاس په سر نشي او خپلې دغې شرعي او انساني دندې ته به هماغه راز دوام ورکړي.
ایکنانیوز په دې مناسبت یو لنډ شان انځوریز او ویډیوئي راپور برابر کړی چې ستاسو خدمت ته ئې هم و ړاندې کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4273944