IQNA

د فرانسې پارلمان د یوه وژل شوي مسلمان لمونځ‌کوونکي په درناوي یوه دقیقه چُپتیا وکړه

5:41 - May 01, 2025
د خبر لمبر: 3491044
ایکنا - د فرانسې  د پارلمان استازو د غويي ۹ د ابوبکر سیسه په درناوي یوه دقیقه چپتیا وکړه، چې تېره اوونۍ د فرانسې په سویل کې د ګارډ سیمې په یوه جومات کې د چاقو په ګوزارونو  سره ووژل شو.

 ایکنا خبری آژانس رآپور  راکوي، دا مراسم د فرانس د  ملي  پارلیمان مشرې یائل براون-پیوه لخوا اعلان شوي وو، چې دا وژنه ئې یوه  ترهګریزه او بزدلانه  پېښه بللې وه، چې ټول  ملت ئې حیران کړ.

براون-پیوه وویل، د دغو مراسمو پرېکړه د څو پارلماني ډلو له مشرانو سره تر مشورې وروسته وشوه، که څه هم په پیل کې پرې اتفاق نه و.

هغې د عامو خلکو پراخو احساساتو او د  سیسه د مرګ د شرموونکي ناوړه اقدام  په وړاندې د مبارزې پر اړتیا ټینګار وکړ او و ې ویل، د هغه یاد باید په درناوي او وقار سره ولمانځل شي.

دا مراسم د سیاسي کړکېچ په مینځ کې ترسره شول. د  فرانسې نه  تسلیمیدونکي   (LFI) ډلې مشرې ماتیلد پانوت وویل، چې براون-پیوه په پیل کې دا وړاندیز رد کړی و او هغې د ښي پال سرزوري  یا  تندلارې ډلې «ملي غونډې» (RN)  دباؤنو ته یې اشاره وکړه.

پانوت په خپل X پاڼې کې  لیکلي: د ابوبکر سیسه په درناوي یوه دقیقه چُپتیا، د ملي پارلیمان  د مشرې  او د ښي  پال لوري  مشرې مارین لو پن د لومړني مخالفت سره سره ترسره شوه. مونږ تسلیم نه شو. دا زمونږ ویاړ دی، چې استازو دغه ستره اسلام‌ ضده جرم ته ئې‌پام  ونه کړ.

د یوه ګډونوال په وینا، مارین لو پن د کیڼ اړخو ګوندونو له خوا د دغو مراسمو د سیاسي سوءاستفادې په اړه خبرداری ورکړ او ټینګار ئې وکړ،چې چُپتیا معمولاً په هغو موردونو کې پلي کیږي، چې پرې ټولنیز توافق موجود وي.

د فرانس انفو د راپور له مخې، شکمن بریدګر، چې د اولیویه اچ. په نامه، د ۲۰۰۴ کال د بوسنیائي اصل فرانسوي  ښاریز دی، د څو ورځو تېښتې وروسته د یکشنبې په ورځ ناوخته په ایټالیا کې  د پولیسو  یوه سټیشن ته ورغی او ځان یې چارواکو ته وسپاره. هغه نیول شوی او  فرانسې ته د هغه د بېرته ستنولو بهیر روان دی.

چارواکو ویلي، قرباني شوی کس ۲۴ کلن و، د مالي اوسیدونکی و او د جمعې په ورځ سهار د لمانځه پر مهال په جومات کې دننه له ۴۰ تر ۵۰ چاقو ګوزارونه پرې شوي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، قاتل د قرباني  شوي کس د ژوند د وروستیو شیبو ویډیو په جومات کې ثبت کړې وه. د رسنیو د راپورونو له مخې، شکمن بریدګر د اسلام ضده شعارونو د ورکولو پر مهال د خپل عمل ویډیو د موبایل له لارې ثبت کړې او یو بل کس ته یې لېږلې وه. 

https://iqna.ir/fa/news/4279378  

captcha