ایکنانیوز د تسنیم له قوله راپور راکړی،د افغانستان د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په خپلې رسمي ایکس پاڼې کې اعلان وکړ چې دوی په کابل کې د پاکستان د ډیپلوماټیک استازیتوب له کاردار څخه سفیر ته د لوړېدو هرکلی کوي.
د افغانستان د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه روښانه کړې چې د طالبانو حکومت به هم په متقابل ډول په اسلامآباد کې د خپل سفارت کاردار له کچې سفیر ته لوړ کړي.
دا اقدام وروسته له دې ترسره کیږي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر «محمد اسحاق دار» کابل ته سفر وکړ او د دواړو هېوادونو ترمینځ د اړیکو په پرمختګ ئې خبرې وکړې.
اسحاق دار مخکې ټینګار کړی وو؛د پاکستان د حکومت د مثبتو اړیکو د دوام په موخه فیصله کړئې چې په کابل کې خپل دیپلوماتیک استازیتوب له کاردار څخه سفیر ته لوړ کړي. دا لوړېدل د دواړو وروڼو هېوادونو ترمنځ د تعاملاتو ژورولو او د ملګرتیاؤ د پراخولو معنی لري.»
ځینې کارپوهان په دې باور دي چې د دغو دوو ګاونډیو هېوادونو ترمینځ د دیپلوماتیکو اړیکو د کچې لوړول به د امنیت، ترهګرۍ سره د مبارزې، اقتصاد او سوداګرۍ په برخو کې د ملګرتیاؤ د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام وي.
https://www.tasnimnews.com/fa/news/1404/03/10/3324548/