ایکنانیوز راپور راکوي، د مصر یو مشهور قاری او د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو قاضي شیخ عبدالفتاح طاروطي ایکنانیوز ته په یوه ځانګړي پیغام کې د ایران په ملت د وحشي صهیونیسټي رژيم له جنایتونو سره په ډغرې کې د ایران له لوي ملت سره خپل پیوستون او خواخوږي اعلان کړه.
شیخ طاروطي په دغه پیغام کې د قرآن کریم په برکت سره د د ایران د اسلامی جمهوریت او شجاع ملت لپاره د الهي تائيد او بریالیتوب دعا وکړه او د ایران لوي ملت ته په خطاب کې ئې ټينګار وکړ،دمصریانو زړونه او د هغو د رهبرانو دریځونه له تاسو سره همپاله دي او دوي د هر هغه څه چې د صهیونیسټي غاصب دښمن په وړاندې ئې ترسره کوئ، ملاتړي دي.
د شیخ عبدالفتاح طاروطي د پيغام بشپړ متن په دې ډول دی!
د تاسو لپاره له متعال خدایه بریالیتوب او د قرآن کریم په برکت د تائيد دعا کوم. د مصریانو او دهغوي درهبرانو زړونه له تاسو سره دي او دوي د هرهغه څه چې د عاصب صهیونیسټي رژيم په وړاندې ئې ترسره کوئ ملاتړي دي . خداوندمتعال تاسو ته غوره بریالیتوب نصیب کړه .مونږ تل پخپلو لمنځونو کې د خداوندمتعال په درګاه کې د تاسو لپاره دعا کوو.
ډاکټر عبدالفتاح طاروقي د نیواکګر صهیونیسټي رژيم سره په مقابلې کې د ایران له ولس سره د پيوستون داعلانولو په دوام کې د نصر مبارکې سورې آیتونه تلاؤت کړل.
«بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ
إِذَا جَاءَ نَصْرُ اللَّهِ وَالْفَتْحُ ﴿۱﴾
اوس د خدای د مرستې او بریالیتوب وخت راورسید(۱)
وَرَأَيْتَ النَّاسَ يَدْخُلُونَ فِي دِينِ اللَّهِ أَفْوَاجًا ﴿۲﴾
او ووینئ چې خلک په ډلو ډلو د خدای له دین سره یو ځای کیږي(۲)
فَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ وَاسْتَغْفِرْهُ إِنَّهُ كَانَ تَوَّابًا ﴿۳﴾
نو د خپل پروردګار په ستاینط سره قدردان ووسئ او له هغه بخښنه وغواړئ چې هغه تل توبه قبولونکی دی(۳)
https://iqna.ir/fa/news/4289281