ایکنانیوز د اسلامي راډیو او ټيلیویژنونو د اتحادیې له قولهراپور راکړی، د گرجستان مسلمانانو په تیره بیا اهل تشیّع د تاسوعا او عاشورا د حسيني پاڅون د شپوورځو په مناسبت په ولولناک لاریون کې د ایران د اسلامی انقلاب له ستر لارښود سره د ارادت او یووالي بېساري صحنهې نندارې ته وړاندې کړې او د لومړي ځل لپاره د ایران د اسلامي انقلاب د ستر رهبر، د حضرت آیتالله خامنهاي، انځورونه د دغه هېواد حسيني عزادارانو اوچت کړل.دغه لاریون د گرجستان د شیعیانو له خوا د ولایت فقیه له مقام سره د همغږۍ او پیروۍ روښانه پیغام وړاندې کړ. په همدې تړاو،د مارنئولي ښار د امام علي (ع) جومات د جماعت امام، حجتالاسلام حاجي حاجياف، د لاریونوالو په غونډې کې په خپلو خبرو کې پر دې یووالي ټینګار وکړ.حاجياف په خپلو خبرو کې وویل: «مونږ هیڅ شک نه لرو چې مونږ د حق پلو او د تاریخ په سمې خوا کې یو، مونږ د ولي فقیه په خوا کې یو.» دا خبرې د دغې سیمې د شیعیانو چورلټ او روښانه دریځ ښيئي چې د ولایت فقیه او د ستر رهبر د مقام ملاتړ کوي.
انتهای پیام
https://iqna.ir/fa/news/4293041