IQNA

د سپاه پاسدارانو دعمومی قوماندان او د زرګونو بسیجیانو په شتون سره د بسیج ورځ ولمانځل شوه

10:19 - November 27, 2025
د خبر لمبر: 3492072
ایکنا – د مستضعفینو  د بسییجي رضاکار ځواک د جوړیدا په کلیزې  کې د درست هیواد د زرګونو بسیجیانو په شتون سره دامام خمینی په امامباړې کې ستره غونډه جوړه شوه.  

یکنانیوز د رهبرۍ د ستر مقام د ویب پاڼې له قوله راپور راکړ، په دغو دستورو کې د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو عمومي قوماندان هم شتون رلود. د بسیجي ځواک  مشر سردار سلیماني ،د بسیجیانو اصلی ماموریت د دفاعي امنیتی ،کلتوري ،اجتماعي ،علمي اوټيکنالوجيکي برخو کې  او دغه راز د رسندوئي او مجازی فضا ، دمحرومیّت دختمولو او د پرمتګ او دهیواد دآبادونې پشمول  په مختلفو ډګرونو کې د هیواد لپاره د قدرت جوړول وبلل او وې وئيل؛ دبسیج کلتور ،  د مقاومت کلتور دی او بسیجیان  د پياوړي ایران د تحقق لپاره په هرمیدان کې سرښیندنې ته اړتیا لري.

د حضرت امام خمیني  په حسینیې کې د بسیجي  ځواک د پنځیدا د کلیزې په ورځ په ولولناکو او پرتمینو دستورو کې د ۱۲ ورځني مقدسې دفاع کې د بسیجي ځواک د څو فعالو  کسانو دخاطرو وئيل او د سرود او نقالي او حماسي سروزدونو  وړاندې کول  نور پروګرامونه وو.     

https://iqna.ir/fa/news/4319310

captcha