IQNA

د رهبرس ستر مقام وفرمائيل؛

د ایران اسلامي حمهوریت ، د ښځې په اړه د لوېديځ منطق باطل کړ

16:09 - December 03, 2025
د خبر لمبر: 3492107
ایکنا - حضرت آیت‌الله العظمی سیدعلی خامنه‌ای  نړۍ ته د  خپل غلط کلتور  د صادراتو لپاره د لوېديځ ټينګار ته په یادولو سره زیاته کړه: دوي ادعا کوي چې د ښځې لپاره ځینې ټاکل شوې محدودیتونه، لکه حجاب، د هغې د پرمختګ خنډ ګرځي، خو اسلامي جمهوریت دا غلط منطق رد کړ او وې ښودله چې مسلمانه ښځه چې اسلامي حجاب ته پابنده وي،  په ټولو ډګرونو کې له نورو هم زیات حرکت او  رول لوبولی شي.

یکنانیوز د رهبرۍ د ستر مقام د دفتر د معلوماتو له قوله  راپور راکړی، د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آیت‌الله العظمی سید علی خامنه‌ای، پرون  سهار، چهارشنبې ورځې  په ایران  کې له بېلابېلو سیمو څخه د  زرګونو ښځو او نجونو  په ټول کې  پخپلې وینا کې حضرت فاطمة الزهرا (س) د ټولو ډګرونو یوه عرشي انسان  وباله چې په لوړو ځانګړتیاوو سمبال ده، او د کور او ټولنې په  ډګرونو کې ئې د ښځو د مقام او حقوقو په  په  احترام کې  د اسلام لیدلوری، په بیانولو سره  په مختلفو زمینو کې ئې  له همسرانو سره د خاوندانو   د وکړه او مه کړه  چلند ،تشریح کړ.

 د اسلامی انقلاب معظم لارښود  د «عبادت او خشوع، ایثار او د خلکو لپاره په  تېرېدنې، په سختیو کې  د صبر او استقامت، د مظلوم د حق شجاعانه دفاع، روشنگرئ او د حقایقو  په بیان، سیاسي درک او عمل،د  کورنۍ مدیریت، میړه‌ساتنه او د اولاد روزنه، د اسلام د لومړنیو پېښو په مهمو صحنو کې شتون » او نورو بې‌شمېره فضیلتونو په یادولو سره  ددواړو عالمیّنو د  بانو حضرت فاطمةالزهراسلام الله علیها  بې حده فضایلو  ته په اشارې سره   وویل: د ایران ښځه، الحمدلله، له   دغه شان  لمره چې د پیغمبر اکرم (ص) په وینا د ټولو زمانو د ټولو ښځو سرداره ده ،   الهام او درس اخلي او د هغې د اهدافو په لور حرکت کوي.

 د اسلامی انقلاب ستر لارښود په اسلام کې  د ښځې مقام خورا لوړ وباله او زیاته ئې کړه: د ښځې د هویت او شخصیت په اړه د قرآن تعبیرونه تر ټولو لوړ او مترقي تعبیرونه دي.

 دوي   د قرآن کریم هغو آیتونو ته په اشاره کې چې «په انساني تاریخ کې د ښځې او سړي برابر رول او د معنوي او لوړو کمالاتو ته د دواړو د رسېدو برابر امکان» بیانوي، وویل: دا ټول مطالب د هغو کسانو له غلط فهمۍ سره په ټکر کې دي چې دین لري خو دین نه پېژني، او همدارنګه د هغو له فکر سره هم په تضاد کې  دي چې ددین اساس  نه مني.

 هغه  د ښځو د حقوقو په اړه د قرآن د منطق په تشریح کولو سره ټینګار وکړ: په اسلام کې په ټولنیزو فعالیتونو، کسب و کار، سیاسي فعالیت، لا زیاتو  حکومتي منصبونو ته په  رسېدو او نورو ډګرونو کې، ښځه د سړي په څېر برابر حقوق لري، او په شخصي  او ټولنیز حرکت او معنوي سلوک کې د هغې د پرمختګ لارې ئې  پرانستې دي.

حضرت آیت‌الله خامنه‌ای د دې خبرې په کولو  سره چې د لوېديځ ککړ  او پانګوال فرهنګ د اسلام له لیدلوري په بشپړ ډول باطل  او رد شوی  دی، زیاته کړه: په اسلام کې د ښځې د مقام د ساتنې او د ډېر پیاوړي او خطرناک جنسي خواهشاتو د کنټرولو لپاره، د «ښځې او سړي په  اړیکو، د دواړو په پوښښ، د ښځې د حجاب او د واده د  هڅونې او د غه راز د میرمن د حجاب او ستر  » په اړه احکام او محدودیتونه شته، چې په بشپړ  ډول د ښځې د  طبیعت  او د ټولنې له واقعي اړتیاوو سره  سمون لري؛ په داسې حال کې چې په لوېديځي فرهنگ کې  د جنسي  ګروهنو  په ورانونکي او نه ختمیدونکو کششونو  کنټرولولو ته  توجه  هیڅ توجه  نه  ده شوې.

 د اسلامی انقلاب ستر لارښود  ښځه او سړی په اسلام کې دوه متعادل عناصر وبلل چې ډېرې ګډې ځانګړتیاوې او ځینې طبیعي او جسماني توپیرونه لري، او و ې ویل: د انسانیت په اداره کولو کې ، دا «دوه بشپړوونکي عناصر» د بشر د نسل په دوام، د تمدن په پرمختګ، د ټولنې د اړتیاوو په پوره کولو او د ژوند په سمون کې مهم رول لري.

دوي د دې حیاتي  رول لوبونې په بهیر کې د کورنۍ جوړېدل یو له مهمو کارونو څخه وباله  او زیاته ئې کړه: د لوېديځ په غلط فرهنگ کې د کورنۍ دنیالګي  له هېرېدو په اپوټه ،  په اسلام کې د «ښځې، سړي او اولادونو» لپاره چې د کورنۍ جوړوونکي دي، مشخص او متقابل حقوق ټاکل شوي دي.

د اسلامی انقلاب تسر رهبر د خپلو خبرو په هغې برخې کې چې د ښځو حقوقو ته ځانګړې شوې وه، «په ټولنیز او کورني چلند کې عدالت» د ښځو لومړنی حق وباله، او د دولت او ټولنې د هر وګړي په دنده ئې ټینګار وکړ چې دا حق تأمین کړي. هغه زیاته کړه: «امنیت، حرمت او کرامت» هم د ښځو له اساسي حقوقو څخه دي، او د لوېديځ پانګوال سیستم  بالعکس چې د ښځې کرامت تر پښو لاندې کوي، اسلام د ښځې په بشپړ احترام ټینګار کوي.

حضرت آیت‌الله  العظمی   سید علی خامنه‌ای، د قرآن د دوو مؤمنو مېرمنو — حضرت مریم او حضرت آسیه (د فرعون د ښځې) — یادونه د ټولو مؤمنو سړیو او ښځو لپاره یو معیار وباله او د ښځې د فکر او عمل د اهمیت نښه ئې وښودله. هغه وویل: د ښځو ټولنیز حقوق، لکه په یوه کار کې د ښځو او سړیو د معاش برابري، د کارکوونکو ښځو یا د کور د سرپرستو ښځو بیمه، د ښځو ځانګړې رخصتۍ او لسګونه نور مسائل باید پرته له کوم توپیره وساتل  او عملي شي.

 هغه د ښځې تر ټولو مهم حق او اړتیا په کور کې «د میړه محبت او عشق » وباله  ، او د یوه روایت په یادولو سره چې نارینه د خپلو ښځو د مینې څرګندولو ته هڅوي، زیاته  کړه: د ښځې بل ستر او مهم حق په کور کې دا دی چې «پر هغې هېڅ ډول زورزیاتی ونه شي» او له هغو منحرفو کارونو څخه چې په لوېدیځ کې ډېر دي — لکه د میړونو له لوري د ښځو له وژلو یا وهلو  ټَکوَلو ، په بشپړ ډول ډډه وشي.

 حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي «پر ښځې د کور کار نه  تپل »، «د میړه مرسته د اولاد زېږونې د ستونزو په دوران کې»، او «د علمي او کارکسب  د  پرمختګ لپاره د ښځې د لارې پرانیستل» د ښځو له نورو حقونو وبلل، او په  دې په ټینګار سره چې ښځه د کور مدیره او مسؤوله ده، وویل: باید له هغو ښځو مننه وشي چې د مېړونو د ناکافي او ثابتو عایداتو او د اجناسو له  ګرانۍ سره سره، په هنرمندانه ډول کور اداره کوي.

دوي  د ښځې په اړه د پانګوالي او اسلام د لیدلورو د تقابل په بیانولو کې وویل: په اسلام کې ښځه خپلواکي ، وړتیا، هویت او د پرمختګ امکان لري، خو د پانګوال  لیدلوری د ښځې د تابعیت، د هغې د هویت د له منځه تلو او د ښځې د شرافت او حرمت د نه رعایتولو  لامل کېږي. هغوی ښځه یوه مادي وسیله او د نفساني خواهشاتو  او خوش‌ګذرۍ یو آوزار  ګڼي، او هغه جنايي چینلونه  چې په دا وروستیو کې په امریکا کې ئې ډېر غږ پورته کړی، د همدې لیدلوري پایله ده.

 د اسلامی  انقلاب ستر لارښود  د لوېدیځ  دې ټینګار ته په اشاره کې چې غواړي خپل غلط فرهنګ نړۍ ته صادر کړي، زیاته کړه: هغوی ادعا کوي چې د ښځې لپاره ځینې محدودیتونه لکه حجاب، د هغې د پرمختګ خنډ ګرځي؛ خو  د ایران اسلامي جمهوريت  دا غلط منطق رد کړ او وې ښودله چې مسلمانه او د اسلامي حجاب پابنده ښځه کولای شي په ټولو ډګرونو کې له نورو زیات حرکت او رول  ولوبوي.

 د اسلامی انقلاب معظم لارښود  په یوې مهمې سپارښتنې کې، رسانۍ له دې منع کړې  چې د ښځې په اړه د لوېدیځ پانګوال  فکر دود  کړي. هغه زیاته کړه: کله چې د حجاب، د ښځو د پوشش او د ښځې او سړي د همکارۍ په اړه خبرې کېږي، نو د هېواد رسانۍ باید د لوېدیځ خبرې تکرار او سترې ونه بریښوي، بلکې باید د اسلام ژور او اغېزمن لیدلوری په داخل او نړیوالو ټولنو  کې مطرح او وځلول شي، ځکه دا د اسلام د خپرولو تر ټولو غوره لاره ده او د نړۍ ډېری خلک، په ځانګړي ډول ښځې، اسلام ته متوجه کوي.

 د اسلامی  انقلاب د معظم لارښود له وینا  مخکې، «د سردار شهید غلامعلي رشید مېرمن او د شهید امین‌عباس رشید مور»، او همدارنګه د سردار شهید حسین سلامي لور، د ښځو په اړه، د هغوی په مسؤولیتونو او اړتیاوو خبرې وکړې. 

captcha