IQNA

د ملګرو ملتو د یوه مقام له لورې د اسرائیلو پر ضد د نړیوالو بندیزونو غوښتنه شوې

14:32 - January 25, 2026
د خبر لمبر: 3492355
ایکنا - د فلسطین په چارو کې د ملګرو ملتو ځانګړې راپور ورکوونکې د اسرائیلي رژیم د غړیتوب د ځنډولو او پر هغو  د نړیوالو بندیزونو غوښتنه وکړه.

ایکنانیوز د العالم له قوله راپور راکړ، د فلسطین په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې، د صهیونیستي رژیم له‌خوا د فلسطینيو خلکو، په ځانګړي ډول د غزې پر وړاندې، د دوامدارو  بشري ضده جنایتونو په یادولو سره، د ملګرو ملتو له عمومي اسمبلې وغوښتل چې د دې نامشروع رژیم غړیتوب دې وځنډوي.

«فرانچسکا آلبانیز» د نړیوالو قوانینو د سرغړونو پر وړاندې د تش په نوم نړیوالې ټولنې پر چوپتیا نیوکه وکړه او له عمومي اسمبلې ئې وغوښتل چې د دې تیریګر او وحشي رژیم د کنټرولولو لپاره له خپلو قانوني وسایلو کار واخلي.

آلبانیز د نړیوال نظم د ړنګېدو په اړه خبرداری ورکړ او ټینګار ئې وکړ: د دې وخت رارسېدلی چې په پریکنده نړیوال اقدام سره په عمومي اسمبلئ کې د صهیونیستي رژیم غړیتوب وځنډول شي او پر هغه هر اړخیز بندیزونه ولګول شي.

د ملګرو ملتونو ځانګړې راپورټرې د نړیوالو پراخو بندیزونو پر اړتیا ټینګار وکړ، په ځانګړي ډول له دغه رژیم سره د وسلو د سوداګرۍ بندیز، څو د نړیوالو قوانینو د سرغړونو پر وړاندې غبرګون وښودل شي.

https://iqna.ir/fa/news/4329984

captcha