
یکنانیوز د کفیل نړیوال چینل دو یب پاڼې له قوله راپور راکړ،دغه کنفرانس ، د سلواغې د میاشتې په ۲۲ و ۲۳ نیټه دعباسي مقدس آستان په همت سره او د عراق له داخل اوبهره دڅيړانو او محققانو په شتون سره د نجف اشرف په ؛الکفیل ؛ پوهنتون کې ترسره شو.
دعباسی مقدس آستاان کې د میراث د احیاء له عالی شورا سره اړونده د شیخ طوسي د مطالعاتو او تحقیقاتو مرکز،الکفیل پوهنتون او د کینیډا د ټورنټو ښار د شیعه تحقیقاتي موسیسې پلاؤي هم ددغه کنفرانس په ترسره کولو کې ګډون درلود.
نوموړی سمینار د ؛ نجف اشرف حوزه: زرکلنه ډالۍ ؛ په شعار سره او؛ په اسلامی تفکر کې د شیخ طوسي د میراث او لویدیځ اوسمهاله کړچار ؛ په عنوان سره ترسره شو او ددغه نړیوالې سمینار د ترسره کیدا موخه ئې د علمیه حوزې د تاسیس د زر کلنۍ درنښت او هم د شیخ طوسي د جامع الاطراف شخصیّت رابرسیره کول وو، چې د فقې د علومو ،اصول او تفسیر بنادونه ئې کیښودلي دي.
د نجف اشرف د علمیه حو زې د زرکلنۍ کلیزې د درنښت د لومړني سمینار دمقدماتي کمیټې یوه مسئول شیخ محمد حسین بحسون عاملی په دې باب ووئيل؛ د نجف اشرف علیمه حوزه د اسلامی نړۍ یو ترټولو ریښه لرونکی او پخواني علمی مرکز په توګه له لوړ اهمیّته برخمنه ده او له بغداده نجف ته د شیخ طوسي دهجرت د زرکلنې کلیزې د رارسیدا او د ددې د یاد اودرنښت د احیاء لپاره فیصله وشوه چې په دې مناسبت یو نړیوال سمینار جوړ شي.
هغه زیاته کړه، د شیخ طوسی مرکز ددغې لوئې پيښې احیاء د یوې جامعې علمي پروژې له لارې په غاړه اخستی دی چې د شیخ طوسی رحمت الله علیه دمیراث احیاء او دهغه څه په باب مطالعه وشي چې په ټولې پيړۍ کې د عالمانو بزرګانو په وسیله دتلخیصاتو ،تقریرونو او تعلیماتو او شرحو څخه دهغه د تالیفاتو په باب لیکل شوي دي.
په دغه سمینار کې د نجف اشرف دعلمیه حوزې د زر کلنو هڅو او زیار او علمي غوړیدا او ډالیوپه اړه د عمومي افکارو د پوهاوي ،ددغې حوزې د اهمیّت او رول ښودلو ، د علمی توانمنیو او د څيړنیزځواک او علمی هڅو په یووالی اوزیاتولو او دغه راز د علمی او څیړنیزو او پوهاوي دمرکزونو په زیاتولو هم ټينګار شوی دی.
https://iqna.ir/fa/news/4334182