IQNA

په عربستان،قطر او ترکیې کې نیکمرغه اختر د جمعې په ورځ

14:28 - March 19, 2026
د خبر لمبر: 3492583
ایکنا – سعودی عربستان، قطر او ترکیې  او ورسره یو شمیر نور عربو هیوادونو  اعلان کړی چې نن پنجشنبې ورځ د رمضان المبارک وروستۍ ورځ ده او د نیکمرغه کوچني اختر به د جمعې په ورځ وي.

ایکنانیوز راپور راکړ، سعودي عربستان، قطر او ترکیې د شوال د میاشتې  د نه لیدو  په اعلان سره پنجنشبې ورځ د روژې دمبارکې میاشتې ترټولووروستۍ ورځ اعلان کړه او  دغه راز په دغوهیوادونو اوځينو نورو اړونده عربو هیوادونو کې د روژې دنیکمرغه کوچنی اختر  د جمعې په ورځ وي.

 داپه داسې حال کې دي چې د ایران د اسلامی جمهوریت پشمول ځینو اسلامی هیوادونو د کارپيژاندو د اټکل په اساس اعلان کړی چې په زیات احتمال سره به د رمضان المبارک وروستۍ ورځ د جمعې ورځ وي او په همدې اساس به د شوال لومړۍ ورځ یعني نیکمرغه کوچنی اختر هم په راتلونکی شنبې ورځې وي.

د نړئ درستو مسلمانانو ته دې د نیکمرغه کوچنی اختربختور وي او له خداي پاکه غواړو چې د ټولو مسلمانانو عبادتونه پخپل دربار کې قبول او مقبول وګرځوي او د اسلامی امت د یوواولی او بریالیتوب ځيری شي.

https://iqna.ir/fa/news/4341726  

captcha