IQNA

په سنګال کې د افریقائي هیوادونو د قرآن او سنت دځانګړو سیالیو ترسره کیدا

14:15 - April 23, 2026
د خبر لمبر: 3492695
ایکنا- د افریقائي هیوادونو  د قرآن او نبوی سنت د قرآن ځانګړي حفظ کلنئ سیالیو دوهم پړاؤ د غوائ د میاشتې  له څلورمې تر نهمې نیټې پورې  په سنګال کې ترسره کیږي.

ایکنانیوز  د عربستان د الیوم خپرونې له قوله راپور راکوي،  د افریقائي هیوادونو د قرآن او نبوی سنت د حفظ ځانګړي کلنئ سیالیو دوهم پړاؤ  د ۱۴۴۷قمری کال د ذی القعدې د میاشتې له شپږمې تر یولسمې نیټې پورې  په سنګال جمهوریت کې ترسره کیږي.دغه سیالۍ په سنګال کې  دعربستان  د سفارت  له دینی برخې سره اړونده څانګې په همت سره او د دغه  هیواد د اوقافو د عمومی ادارې په ملګرتیا سره او د  افریقا په مسلمانانو کې  د قرآن او سنت د حفظ ددودولو ، د خداي د کتاب په معناؤ کې ددرک او تامل، داسلامی ارزښتونو د القاء کولو ، او مینځ لارو اسلامی اصولو ته د ژمن نسل  په روزنې او  دهوساینې او خیر پّ کارونو کې د سالمې سیالۍ د روحې د هڅولو په موخې سره ترسره کیږي.

دغه سیالۍ  چې  د افریقا  له ۵۳ هیوادونو څخه   کابو  د سلو ګډون کونکو په شتون سره  به ترسره شي،له قرآن او سنت سره د نسلونو د ارتباط د پیاوړي کولو ،  له الهي کتاب سره د  اړونده  علومو او د قرآن کریم په حفظ کې  د وړتیا لرونکو کسانو د پيژندګلوئ او  د اعتدال او انډول د ارزښتونو  د پیاوړتیا  لپاره د مخکښې بیلګې په توګه  عمل کوي.

 دغه سیالۍ د قرآن او د نبوي سنت د حفظ  په  دوو برخو کې ترسره کیږی، چې  د قرآن د حفظ په برخې کې  په څلورو څانګو کې یعني ، د ټول قرآن حفظ ، د وروستیو لسو سپارو یا جزؤ   حفظ د شاطبیه و الدُرّه په روایت سره   او دغه راز د  عنکبوت سورې د حفظ   او  د  درو  سپارو او  د وروستئ سپارې  د  دقرائت او تجوید  د سمووالي  په  ښه انداز سره د زده کولو په موخې سره  ترسره کیږي.

دوهمه برخه هم  په درو  ډلو کې  د نبوي سنت سره  اړونده ده.

https://iqna.ir/fa/news/4347960

captcha