وحشیتوب - پاڼه 11

IQNA

بچوې
د مقاومت ډیپلماسۍ سمینار او ولسمشر
ایکنا - نن سهار د «مقاومت ډیپلماسۍ،نړیوال سمینارکې، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان پخپلې وینا کې وویل؛شهید رئیسي او د خدمت نورو شهیدانو یو کال وړاندې د خلکو د خدمت او عدالت د ټینګولو په لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. هغه زیاته کړه: که دغو شهیدانو  رشوت  او بډې رشتونه اخیستی وای یا د امریکا د ولسمشر په څېر کارونه ئې کړي وای، نو بیا به  ژوند ساده   نه وای. دا قدرمن کسان  په ساده ژوند، صداقت او خلکو ته په نږدېوالي کې مشهور دي او دا ځانګړنې په آسانۍ د دوي په ژوند کې لیدل کېږي.
د خبر لمبر: 3491138   خپرونې تاریخ : 2025/05/19

ایکنا - د عربي مشرانو څلور دېرشمه غونډه پرون شنبې ورځې  یعني د غواي د میاشتې په  ۲۷ ،په بغداد کې پیل شوې ده   په داسې حال کې چې د غزې بدلونو سپړنه هم  د دغې ناستې  په ایجنډا کې شامله ده.
د خبر لمبر: 3491133   خپرونې تاریخ : 2025/05/18

ایکنا – د اسلامی ملګرتیا موسیسې د غړو هیوادونو د پارلیمانونو د اتحادئې د مشرانو د پنځه ویشتمې غونډې په پایزې اعلامیې کې په غزې کې پر سملاسی اوربند،ددغې سیمې د کلابندۍ پر ختمیدا او د فلسطین  دملت له حقوقو پر ملاتړ ټينګار وکړ.
د خبر لمبر: 3491125   خپرونې تاریخ : 2025/05/17

ایکنا - د ۱۴۴۶قمری کال دحج د ترسره کیدا او د مناسکو د لا ښه ترسره کولو په موخې سره د اسلامی انقلاب معظم لارښود د ایران د حج او زیاراتو دد چارو د ادارې له مشر او نورو مسئولانو او له سلګونو حاجیانو سره کتنه کړې چې په دې اړه ئې بشپړ مطلب ته ستاسو پام راغواړو.
د خبر لمبر: 3491080   خپرونې تاریخ : 2025/05/07

ایکنا - د امریکا او صهیونیسټی رژیم جنګي الوتکو د دوشنبې په شپه د یمن په لویدیځ کې د الحدیده بندر سخت بمباري کړ.
د خبر لمبر: 3491073   خپرونې تاریخ : 2025/05/06

ایکنا – د یمن د انصارالله ولسی غورځنګ  د رسنیو برخې مرستیال ټینګار وکړ چې د یمن وسله وال ځواکونه غواړي د بن ګوریون هوائي ډګر  وتړي او وې ویل: پرون پر دغه هوايي ډګر توغندوي برید د غزې پر وړاندې د نیواکګرو د تیریو  د زیاتیدو سره هم‌مهاله ترسره شو او زموږ عملیات به د غزې د جګړې تر پای پورې دوام وکړي.
د خبر لمبر: 3491069   خپرونې تاریخ : 2025/05/06

ایکنا – د الخلیل صهیونیسټ میشته ښارګوټي اوسیدونکو د الخلیل په شاوخوا کې په «خلة الفرن» سیمې باندې په یرغل سره د قرآن کریم نسخې ټوټې ټوټې کړې او د الهي کلام سپکاوی یې وکړ. 
د خبر لمبر: 3491021   خپرونې تاریخ : 2025/04/27

 د اسلامي کلتور او اړیکو  د اداې مشر:
ایکنا - حجت‌الاسلام والمسلمین محمد‌مهدي ایماني‌پور د ختیځې  نظر په چوکاټ کې د بشري حقونو د لومړي نړیوال کنفرانس په خبري غونډه کې وویل: نن سبا مونږ په غزه کې د نسل‌وژنې شاهدان یو او دا ډول جنایت مونږ د بشري حقونو په برخه کې د نویو ضرورتونو د برابرولو لامل گرځي.
د خبر لمبر: 3491005   خپرونې تاریخ : 2025/04/23

ایکنا - د متحده ایالاتود  زوړپالو لوري حکومت د فلسطینیانو د حقوقو د ملاتړ په وجه  د ۱۵۰۰ بهرنیو محصلینو تحصیلي ویزې لغوه کړې؛ دغه اقدام محصلین له لالهاندئ او د دوي په ورځني ژوند کې له ګډوډۍ سره مخ کړي دي. 
د خبر لمبر: 3490987   خپرونې تاریخ : 2025/04/20

د الازهر جامع په جومات کې غونډه
ایکنا – د الازهر پوهنتون پخواني مشر  د الازهر جامع جومات  په اونیزې ناستې کې پخپلې وینا کې ووئيل؛د الاقصی جومات په ذکر سره د اسراء سورې پيل،ددې ښودنه کوي چې دغه  جومات د اسلامی هویّت یوه نه جلاکیدونکي برخه ده.
د خبر لمبر: 3490980   خپرونې تاریخ : 2025/04/19

ایکنا - د عمان پاچائۍ ستر مفتي د ځینو عرب مشرانو لخوا د اسلامی مقاومت ډلو  د بې وسلې کولو د غوښتنې په غبرګون کې پر هغوی سخته نیوکه وکړه او په سخت غبرګون کې ووئيل؛ آیا د عرب مشرانو ، نارینه توب له مینځه تللی او دین او خپلوۍ ته هیڅ ژمنتیا نه ده پاتې؟
د خبر لمبر: 3490972   خپرونې تاریخ : 2025/04/17

ایکنا - د پاکستان په لکونو  خلکو د یکشنبې په مازدیګر  د کراچۍ په واټونو کې په پراخو لاریونونو سره  د فلسطین په غزې تړانګې کې  د وحشي صهیونیسټي رژيم جنایتونه او بې آمانه بمبارئ  په سخته محکومې کړې او د فلسطین له ملت سره ئې خپل پيوستون اعلان کړ.
د خبر لمبر: 3490963   خپرونې تاریخ : 2025/04/15

ایکنا -  مدرک او سندونه ښئ چې مټا شرکت،په فیسبوک او اینسټاګرام ټونلیزو چینلونو کې په صهیونیسټي وحشي رژيم  د نیوکې پُسټونه په پراخه او هدفمن ډول حذفوي.
د خبر لمبر: 3490957   خپرونې تاریخ : 2025/04/14

ایکنا - د پاکستان په کراچۍ او څو نورو ښارونو او دغه راز د بنګله د یش په ډاکې کې په تیرو دوو ورځو کې د غزې تړانګې د مظلومانو په ملاتړ کې په میلیونونو خلکو لاریونونه و کړل او د اسرائیلي محصولاتو د بایکاټولو غوښته ئې وکړه.
د خبر لمبر: 3490956   خپرونې تاریخ : 2025/04/14

ایکنا – په داسې حال کې چې دغزې جنګ هماغه راز  دوام لري، په امریکا کې د ؛پيو؛څیړنیز مرکز یوې نوي نظر غوښتنې  نتیجې،د صهیونیسټ رژيم په باب دامریکا دعمومی افکارو په لیدتوګې کې  د پام وړ بدلون رابرسیره  کوي.
د خبر لمبر: 3490941   خپرونې تاریخ : 2025/04/10

ایکنا – د مصر دارالافتاء  په یوې رسمي اعلامیې کې  د صهیونیسټي رژیم په وړاندې  وسلوال جهاد ته په دعوت مشتملې د مسلمانو عالمانو د نړیوالې اتحادئې  بلنې ته رسمي  غبرګون وښود.
د خبر لمبر: 3490939   خپرونې تاریخ : 2025/04/10

ایکنا – له ملګروملتو سره اړونده د انسان دوستۍ اورګانونو په یوې ګډې اعلامیې کې په غزې تړانګې کې د حالاتو د بشپړ بحران په باب خبرداری ورکړ او ټينګار ئې کړی دی،هغه څه چې  په دغې سیمې کې په رامینځةکیدا دي،د انسانانو ژوند  ته بشپړ بې توجهي ده.
د خبر لمبر: 3490931   خپرونې تاریخ : 2025/04/09

ایکنا -  له سرزورۍ سره دمبارزې په باب د مصر د الازهر اړونده  دفاعي برخې  د یوې اعلامیې په صادرولو سره ، د یوه جنګي جنایتکار په توګه د صهیونیسټي وحشي رژیم  د لومړی وزیر بنیامین نتن یاهو  د نیولو غوښتنه وکړه.
د خبر لمبر: 3490910   خپرونې تاریخ : 2025/04/05

ایکنا -  امام خامنه يي د تېرې دوشنبې یعنی د نیکمرغه کوچني اختر په ورځ د ایران د اسلامی نظام له چارواکو، د اسلامي هېوادونو له سفیرانو او د ایران د خلکو له مختلفو طبقو سره په کتنه کې، د اسلام مخ پر زیاتیدونکي عزت او د سترو قدرتونو له زور ویلو او باج غوښتلو سره مقابله، د اسلامي امت د وحدت او بصیرت په سیوري کې وبلله.
د خبر لمبر: 3490906   خپرونې تاریخ : 2025/04/03

ایکنا - د ایران د اسلامی جمهوریت  ولسمشر د تیونیس پشمول د بحرین،متحده عربی اماراتو ،کویت او څو نورو هیوادونو مشرانو سره په ټیلیفوني تماسونو کې  ووئيل؛  باؤري یوو مسلمانان د یوه بل وروڼه دي او که خپل وحدت او انسجام پیاوړی کړی، نو  دهغه څه په څیر د جنایتونو درامینځةکیدا  چې په غزې  کې روان دي،  مخه نیولی شي،هیله مند یوو  اسلامی ملتونه  په اتحاد او انسجام سره  د فلسطین دمظلوم ملت په ضد د صهیونیسټي رژيم  د جنایتونو ددریدا لپاره ډله ایز او اغیزشیندونکې هڅه   ولرل شي.
د خبر لمبر: 3490903   خپرونې تاریخ : 2025/04/03