ایکنا - په دې حساسو حالاتو کښې چې نن یې وینو، ټول کفر د ټول اسلام په وړاندې ولاړ دی او د جنګِ احزاب رایادونکی دی، د اسلام حکم، د دغو جنګي کفارو په وړاندې د جهاد جوت واجبوالی دی؛ لکه څنګه چې متعال خدای فرمايي: «وَقَاتِلُوا الْمُشْرِکِینَ کَافَّةً کَمَا یُقَاتِلُونَکُمْ کَافَّةً» نو ځکه دنده دا ده چې ټول پتمن مسلمانان وسله راواخلي او د مسلمانانو د سر او مال او عزت دفاع وکړي، لکه څنګه چې «د مقاومت امت» ژوندی دی او د لازیات تیري اجازه به ورنه کړي او له دې جهاد څخه به د خدای تعالی په درګاه کښې ستر اجر ولري چې فرمایلي یې دي: «لَا یَسْتَوِی الْقَاعِدُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِینَ غَیْرُ أُولِی الضَّرَرِ وَالْمُجَاهِدُونَ فِی سَبِیلِ اللَّهِ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ فَضَّلَ اللَّهُ الْمُجَاهِدِینَ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ عَلَی الْقَاعِدِینَ دَرَجَةً وَکُلًّا وَعَدَ اللَّهُ الْحُسْنَی وَفَضَّلَ اللَّهُ الْمُجَاهِدِینَ عَلَی الْقَاعِدِینَ أَجْرًا عَظِیمًاً».
د خبر لمبر: 3490184 خپرونې تاریخ : 2024/11/19
ایکنا – د جرمنی د برلین د میټه برلین سیمې دالیګذنډرپلاټس په میټرو تمځاي کې دخپل ډرنک او څښونو شیانو په فریج کې د فلسطین په طرحو سره د شربت یا نوشابې خرڅولو ته مخه کړې او د میټرو په U۵ کرښې تمځاي کې هغه کسان چې د میټرو ریل په انتظار کې دي، د یوه کولا په څښلو سره ساعت تیر کړي، البته نه په کوکا کولا څښلو سره ،بلکې په ؛کولا فلسطین یا دغزې د مالټو د شربتو په څښلو سره هغه هم کافیئن پرته :
د خبر لمبر: 3490177 خپرونې تاریخ : 2024/11/18
ایکنا – دعمان ستر مفتي د صهیونیسټي رژیم په وړاندې د فلسطین د مقاومت او د لبنان د حزب الله او د یمن د انصار الله مقاومتي ځواکونو د مقاومت او استقامت په ستایلو سره ټينګار کړی دی چې نړیوال د مقاومتي چورلیز ددغو مبارزانو له خوا د داسې سرښیندنې شاهدان دي چې تر اوسه پورې ساری نه لري.
د خبر لمبر: 3490175 خپرونې تاریخ : 2024/11/18
ایکنا - د صهیونیسټي رژيم د ۱۲ چینل له خوا په ترسره شوي نظر غوښتنې کې ، د دغه رژیم پخوانی وزیر نفتالی بنټ، دنتنیاهو په لسنت د لومړی وزارت د ترلاسه کولو لپاره لازیاته توانمني لري او زیاتره صهیونیسټان د بندیانو د مبادلې غوښته کوي.
د خبر لمبر: 3490164 خپرونې تاریخ : 2024/11/16
ایکنا – د فرانسې او اسرائيلو د فتبال لوبې په وخت د پاریس د پولیسو د امنیتی تدبیرونو په اپوټه پلویان له یوه بل سره ونښتل او صهیونیسټي نندارچیانو دې ځل په ؛استاد دوفرانس ؛لوبغالي کې پر فرانسوي نندارچیانوحمله وکړه.
د خبر لمبر: 3490163 خپرونې تاریخ : 2024/11/16
ایکنا - شیخ الازهر په باکو کې د اروپائي شورا له مشر سره په کتنې کې ووئيل، هغه څه چې په غزې تړانګې کې روان دي ، دهغه څه چخني کول او ورباندې سترګو پټول دي چې د انسان دوستۍ کنونشنونو او ددینونو په وسیله تائيد شوي دي.
د خبر لمبر: 3490153 خپرونې تاریخ : 2024/11/13
ایکنا - اسرائيلي نیواکګرو دقدس په ختیځ کې په جبع سیمې کې یو جومات سره د څو نورو ودانیو په بشپړ ډول په کنډوالې بدل کړ.
د خبر لمبر: 3490152 خپرونې تاریخ : 2024/11/13
ایکنا - د پاکستان په لسګونو زره خلکو په کراچۍ کې دمقاومت د شهیدانو د سالار سید حسن نصر الله د څلویښتۍ په مناسبت په سترې غونډې کې په ګډون سره د قدس د آزادۍ دلارې له شهیدانو سره د میثاق په نوي کولو سره د وحشي صهیونیستي رژيم په مقابل کې د اسلامی مقاومتي جبهې پر هراړخیز ملاتړ ټينګار وکړ.
د خبر لمبر: 3490150 خپرونې تاریخ : 2024/11/12
ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکوي،د شناندو په وینا، صهیونیسټي رژیم د لبنان د شیعه کډوالو په ضد د لبنان د مسیحیانو او دروزو د ټولنې د لمسوَلو لپاره داختلاف د رامینځةکولو په لړ کې د بیروت په جنوب کې له ضاحیّه سره نزدې عین الدلب او زغرتا دوه کوڅې ټارګټ کړي دی.
د خبر لمبر: 3490149 خپرونې تاریخ : 2024/11/12
ایکنا – د عمان عمومی مفتي شیخ اح مد بن حمد الخلیلي ووئيل، د صهیونیستي رژيم ماهیّت د جنګ غواړي خوي ، فتنه اچونې، برلاسه کیدا او سلطه غواړی خواي په اساس ولاړ دی.
د خبر لمبر: 3490147 خپرونې تاریخ : 2024/11/12
ایکنا – د فلسطین د حماس غورځنګ یوه لوړپوړي مسئول په یولړ څرګندونو کې ووئيل،د قطر په دوحې کې د حماس ددفتر له تړل کیدا او دهغود د مشرانو له ویستلو سره د قطر د حکومت له پخلا کیدا سره اړونده خبرونه دروغ دي او حقیقت نه لری.
د خبر لمبر: 3490136 خپرونې تاریخ : 2024/11/10
ایکنا - د آیرلینډ قانون جوړونکو د دغه پلان په تصویبولو سره د دغه هیواد له حکومته وغوښتل چې په سمدستي توګه له صهیونیسټ رژیم سره د پوځي تجهیزاتو او وسلو په برخه کښې ټولې راکړې ورکړې وځنډوي او دغه رژیم ته د دوه اړخیزو توکو د صادراتو د جواز صادرول غیر قانوني کړي. ، او د هوايي حریم او د آیرلینډ د هوایی ډګرونو کارول باید د هغو الوتکو لپاره هم منع شي چې تل ابیب ته وسلې لیږدوي.
د خبر لمبر: 3490127 خپرونې تاریخ : 2024/11/09
ایکنا - یوې عبری ژبې رسندوئې له نتنیاهو سره د نزدې کړئ له قوله راپور ورکړی، نتنیاهو د جنګ د وزیر له لیرې کولو روسوته د شابک د مشر او د پوځ دلوي درستیز په لیرې کولو پسې هم دی .
د خبر لمبر: 3490117 خپرونې تاریخ : 2024/11/06
ایکنا - د ایران د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو د عمومی قوماندان جنانشین ددې خبرې په کولو سره چې صهیونیسټان د مقاومتي چورلیز له مبارزانو سره د مقابلې توان نلري ، و وئيل؛ خلک دې دصهیونیسټانو جنایت ته دځواب په تمه ووسي.
د خبر لمبر: 3490116 خپرونې تاریخ : 2024/11/06
ایکنا – د عراق په چارو کې دملګروملتو د سرمنشي ځانګړي استازي محمد الحسان له ستر دیني مرجع آیت الله العظمی سید علی سیستاني سره د کتنې لپاره نجف اشرف ته تللی اوورسره ئې کتنه کړې ده.
د خبر لمبر: 3490111 خپرونې تاریخ : 2024/11/05
ایکنا - د اسلامی انقلاب معظم لارښود نن د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ د هوافضا دفاعی ځواک د شهیدانو د کورنیو په ټول کې وفرمائيل؛ددغو قدرمنو بچیانو شهادت له صهیونیستي رژيم سره په مستقیمې مقابلې کې د هیواد او ملت ددفاع په دلیل ډير مهم او غوره شهادت دی.
د خبر لمبر: 3490102 خپرونې تاریخ : 2024/11/03
ایکنا - په تیرو کابو اتو لسیزو کې د صهیونیسټ رژیم یو ترټولو مهم مشکل په ولس کې د ریښو نه شتون دی.د نفوسو یا آبادۍ د مشکل دجبرانولو لپاره صهیونیسټ رژیم ددرستې نړۍ یهودیان نیواکي ټاتوبو ته مهاجرت ته هڅولی دي. امنیت او هوساینه دوې وعدې دی چې صهیونیسټانو نیواکي ټاټوبو تهد مهاجرت لپاره په درستې نړۍ کې یهودیانو ته ورکړي دي .
د خبر لمبر: 3490096 خپرونې تاریخ : 2024/11/02
ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي د صهیونیسټ رژيم وروستي تیریګر اقدام ته په سخت ځواب وئيلو ټينګار وکړ.
د خبر لمبر: 3490076 خپرونې تاریخ : 2024/10/29
ایکنا - مهمه پوښتنه دا ده چې وحشي صهیونیسټي رژيم په کومو موردونو کې د ایران د اسلامی جمهوریت په باب له محاسباتي تیروتنې سره مخ شوی دی؟
د خبر لمبر: 3490075 خپرونې تاریخ : 2024/10/28
ایکنا - د صهیونیسټي بندیانو یو شمیر کورنیو د جنایتکار صهیونیسټي رژیم د لومړي وزیر د وینا دستورې ترینګلي کړې او پر هغه ئې حمله وکړه.
د خبر لمبر: 3490074 خپرونې تاریخ : 2024/10/28