وحشیتوب - پاڼه 12

IQNA

بچوې
ایکنا- د ۲۰۱۴کال د دسمبر په شپاړسمه نیټه وحشي جنایتکارو ترهه ګرو د پاکستان د خیبرپختونخواه صوبې په پيښور کې د آرمي پبلک سکول پر بچیانو ناتار جوړ کړ چې پکې کابو دوه نیم سوه  ماشومان په وینو کې لیت  پیت شول، چې نن ئې نهه کلونه پوره شول ،خو زخمونه ئې لاتازه دي او قاتل هم نامعلوم.
د خبر لمبر: 3488429    خپرونې تاریخ : 2023/12/16

ایکنا- د امریکا ؛هیل؛ خپرونې  په یوه تحلیل کې د صهیونیسټي رژيم  په نیواکګر ماهیّت  د لویدیځي ځوانانو په پوهیدا کې د ټولنیزو رسندویو پر رول  ټينګار کړی دی .
د خبر لمبر: 3488424    خپرونې تاریخ : 2023/12/14

ایکنا- د پاکستان د خارجه وزارت ویندوئې میرمن ممتاز زهرابلوچ په یولړ څرګندونو کې ووئيل،  د پاکستان او غیر قانوني تحریک طالبان پاکستان(ټي ټي پي) ترمینځ هیڅ  ډول خبرې نه کیږي،  او په دریم هیواد کې له دغې ړنګې شوي ډلې سره خبرې نه کیږي،پاکستان ددغه شان خبرونو په سختۍ سره غندنه کوي.
د خبر لمبر: 3488423    خپرونې تاریخ : 2023/12/14

ایکنانیوز- د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د فلسطین د خلکو ملاتړو د مظاهرو په ترسره کولو سره د غزې د تړانګې د خلکو پرضد د نیواکګر رژیم جنایتونه وغندل.په غزې تړانګې دصهیونیسټ رژیم وحشیانه حملې خپلې ۶۵مې ورځې ته داخلې شوې دي او تراوسه په غزې تړانګه کښې دښځو او ماشومانو په شمول څه دپاسه اتلس زره فلسطینیان شهیدان شوي دي .
د خبر لمبر: 3488413    خپرونې تاریخ : 2023/12/12

ایکنا-(ایټالیا) د ایټالیا په روم ښار کې په غزې تړانګې د وحشي صهیونیسټي رژيم دتیریو په محکومیت کې  په پراخو اولویو مظاهرو پسې د ایټالیا پوهنتونوالو  هم د یوه لوي طومار په لاسلیک کولو سره  دنیواکګر رژيم د اکاډمیک موسیسو د بایکاټولو غوښتنه  وکړه .
د خبر لمبر: 3488395    خپرونې تاریخ : 2023/12/09

ایکنا-(نجف اشرفّ)  د آیت الله سیستاني  له نماینده سره د واټیکا دیوه پلاوي په کتنې کې  د فلسطین د موضوع او دخلکو  دمظلومیّت په بشپړ ملاتړ ټينګار شوی دی.
د خبر لمبر: 3488388    خپرونې تاریخ : 2023/12/07

  ایکنا-(پیښور) د پاکستان په پیښور کې د ایران د اسلامی جمهوریت د کلتوری خونې په کوربتوب سره د پاکستانیو پوهانو په شتون سره  د غزې د ماشومانو او میرمنو د په ضد د صهیونیسټ رژيم په وسیله د بشری حقوقو دخلاف ورزیو د اړخونو د اروزنې سمینار جوړ شو.
د خبر لمبر: 3488360    خپرونې تاریخ : 2023/12/02

ایکنا-(غزه)د تیرې جمعې په ورځې د جنایتکار صهیونیسټي رژيم او دفلسطین د اسلامی مقاومتی غورځنګ ترمینځ په موقته اوربند سره په زرګونو فلسطینیان دغزې په شمال کې د خپلو کورونو په لور روان شوي او  دخپلو کوڅواو د کورنو د کنډوالو شاهدان وو.په داسې حال کې وحشي جنایتکار صهیونیسټي رژيم ته په بمباریو کې استعمال شوي دغه ټول بمونه او توغندي د لویدیځ ورکړل شوي ډالۍ دي ، چې په غزې کې د لویدیځ انسانیّت ضده تمدن او کلتور نندارې ته وړاندې کړې دی،چې کلیسا،جومات، روغتون،ښونځی ،ماشوم ،ښځې او سړی ژوند ورته هیڅ اهمیّت نه لري ،یوازې خپلې ناروا ګټې ویني،چې البته  په دغو کارونو سره ئې خپله ابرو او د لویدیځي تمدن او کلتور اصلي هویّت او څيره نندارې ته وړاندې کړې ده.
د خبر لمبر: 3488348    خپرونې تاریخ : 2023/11/29

ایکنا-(تهران) د اسلامی انقلاب معظم لارښود د درست هیواد د زرګونو بسجیانو په ټول کې د طوفان الاقصی د پیښې په تاریخ جوړونکي بللو سره وفرمائيل؛ دغه طوفان الاقصی د صهیونیسټي رژيم په ضد دی، البته له امریکا سره مبارزه هم ده.
د خبر لمبر: 3488346    خپرونې تاریخ : 2023/11/29

ایکنا-(غزه)   د صهونیسټي رژيم  دبندونو ادارې  هم  ددغو دیرشو کسانو  خوشی  کیدا چې په هغو کې پنځلس ماشومان او پنځلس هم میرمنې دي ، تائید کړي دي .
د خبر لمبر: 3488344    خپرونې تاریخ : 2023/11/29

ایکنا-(تهران) د امریکا د سپینې ماڼۍ چارواکو له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره په مرکه کښې د غزې د جنګ او د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په هکله ددغه هیواد د ولسمشر جوبایډن د دریځونو پر سر  د امریکا په  حکومت کښې د اختلاف د رامینځته کیدا خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3488335    خپرونې تاریخ : 2023/11/27

ایکنا-(کینیډا) د کینیډا  د چارواکو د اعلان په اساس،  په غزې تړانګې د وحشي صهیونیسټي رژيم د بې آمانه حملو اوبمباریو د پیلیدا له وخت راهسې  دکینیډا د ترټولو لوي ښار په توګه  په ټورنټو کې پر نفرت خورونې مشتمل جرمونه  زیات شوي دي .
د خبر لمبر: 3488331    خپرونې تاریخ : 2023/11/26

ایکنا-(قدس شریف) وحشی صهیونیسټي پوځيانو د اومې اونۍ لپاره  پرله پسې په الاقصی جومات کې د جمعې لمونځ د قایمولو لپاره د فلسطینیانو د ولولناک شتون مخه ونیوله.
د خبر لمبر: 3488324    خپرونې تاریخ : 2023/11/25

ایکنا-(تهران) د اسلامي انقلاب معظم رهبروویل وحشي صهیونیسټي رژیم د طوفان الاقصی په عملیات کې د حماس د غورځنګ له خوا ناک اوټ شوی او خپله ماته نه شي جبرانولای.
د خبر لمبر: 3488314    خپرونې تاریخ : 2023/11/22

ایکنا-(غزه) وروستی راپورونه ښئ د ځينو هیوادونو په مینځګړیتوب سره د اور بند او د غه راز د بندیانو د مبادلې لپاره  موافقه هم تر ډيره  حده بشپړیدونکي ده او  اسرائیل اور بند ته راضي شوي  او د  حماس غورځنګ شرطونه ئې تر  ډ یره حده منلي هم دي
د خبر لمبر: 3488310    خپرونې تاریخ : 2023/11/22

ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د غزې د بدلونونو په باب د بریکس ډلې مشرانو په وبینار سرمشریزې کې ټينګار وکړ، غزه د لویدیځ د اخلاقي ځوړتیا  یوه څرګنده بیلګه ده.
د خبر لمبر: 3488309    خپرونې تاریخ : 2023/11/22

ایکنا-(بیروت) د لبنان د حزب الله ولسی غورځنګ د عمومي منشي مرستیال روښانه کړه،هغه څه چې یمن والو  ترسره کړل، یو میړنی او شجاع اقدام ؤ چې وې ښودله  اسلامی امت له ډيرو لوړو ظرفیّتونو برخمن دی.هغه کشتۍ چې  انصار الله غورځنګ مبارزان پرې مسلط شول،د هغه ډير لوي ګوزار پیلامه ده چې  د اسرائيلو اقتصاد به په شیشت کې راولي.
د خبر لمبر: 3488308    خپرونې تاریخ : 2023/11/21

ایکنا-(لاهور) د پاکستان په لسګونو زره مسلمانانو په لاهور کې په ستر لاریون سره  داسرائيلو په ضد د جهاد غوښتنه وکړه.
د خبر لمبر: 3488301    خپرونې تاریخ : 2023/11/20

ایکنا-(غزه) د فلسطین په غزه کښې د فلسطین د حکومت رسندوي دفتر په خپلو وروستیو احصائیو کښې وویل چې د شهید شویو خبریالانو شمیر شپیتو تنو ته رسیدلی دی.
د خبر لمبر: 3488300    خپرونې تاریخ : 2023/11/20

ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت ولس نن یو ځل بیا په درست هیواد کې  په غزې تړانګې کې د انساني غمیزې،جنګي جنایتونو ،ترور ،قتل  عام، نسل وژنې ، جنایتونو، ماشوم وژنې د  محکومولو لپاره ئې په ولولناک او پرتمین میلیوني لاریون ترسره کولو سره  د  فلسطین دمظلومو ماشومانو ملاتړ وکړ.
د خبر لمبر: 3488287    خپرونې تاریخ : 2023/11/18