ایکنا-(نیویارک) د ملګروملتو د بشري حقوقو یوه کارپوه پر ملګروملتو غږ وکړ، څو په سسټماټيک شوي توکمپالنې دې ارزونه وکړي.
د خبر لمبر: 3488280 خپرونې تاریخ : 2023/11/16
ایکنا-(تهران) د نړۍ په زیاترو هیوادونو کې هماغه راز د فلسطین د غزې دمظلومو خلکو دحقوقو په دفاع او په دغې سیمې د وحشي صهیونیسټي رژيم د څاروي ډوله جنایتونو د دوام په محکومیّت کې مظاهرې او اعتراضونه هماغه شان دوام لري.
د خبر لمبر: 3488277 خپرونې تاریخ : 2023/11/15
ایکنانیوز دپارس ټوډې له قوله راپور راکړ، یوه نړیوال ارګان له پاکستانه د افغانستان د کډوالو په پراخه سویه ایستلو ته په غبرګون کښې وویل افغانستان د زیاتو کډوالو د دسنبالولو توان نلري.
د خبر لمبر: 3488270 خپرونې تاریخ : 2023/11/14
ایکنا-(اسلام اباد) د پاکستان د خارجه وزارت ویندوئې میرمن ممتاز زهرا بلوچ پرون په یوې اعلامیې خپرولو سره د صهیونیسټي کابینې د یوه وزیر ایټمي ګواښ وحشتناک او لیونتوب وباله او وې و ئيل، مونږ دغه څرګندونې په سخته محکوموو.
د خبر لمبر: 3488236 خپرونې تاریخ : 2023/11/08
ایکنا-(اسلام اباد) د پاکستان موقتي داخله وزیر سرفراز بګټي په خبری ناستې کې ووئیل، چې د ویستنې مسئله یوازې د غیر قانوني کډوالو په اړه ده او د کوم خاص لوري په اړه نه ده ، پر مونږ هیڅ ډول بهرنی دباؤ نشته او په دې اړه نه هم کوم بهرنی دباؤ منو.په نړۍ کې هیڅ یو هیواد له ویزې او اقامت پرته هیچا ته د دیره کیدا اجازت نه ورکوي
د خبر لمبر: 3488198 خپرونې تاریخ : 2023/10/31
ایکنا-(استانبول) د افغانستان د طالبانو د حکومت خارجه وزیر ترکیې ته په سفر کې دافغانستان لپاره د ملګروملتو له ځانګړې غږملونکې او ددغې موسیسې خپلواکه څارونکې فریدون هادي سینیرلي اوغلو سره لیده کاته وکړل .
د خبر لمبر: 3488183 خپرونې تاریخ : 2023/10/29
ایکنا-(کابل) د افغانستان د طالبانو د حکومت د مهاجرینو د چارو وزیر په دغه هیواد کې د اروپائي اتحادئې له مسئولې سره په کتنې کې په دغه هیواد کې د بشری مرستو دویش په څرنګوالي سختې نیوکې وکړې.
د خبر لمبر: 3488174 خپرونې تاریخ : 2023/10/26
ایکنا-(کندهار) د پاکستان حکومت هغو ټولو غیر قانوني پناه غواړو ته چې د پاتیکیدو قانوني مدرکونه نه لري،د نومبر له لومړۍ نیټې تر مخکې پورې مهلت ورکړی چې له هیواده دې ووځي.کني نو له ټاکلي نیټې وروسته به ونیول او په بندونو کې واچول شي.
د خبر لمبر: 3488166 خپرونې تاریخ : 2023/10/25
ایکنا-(تهران)په افغانستان کې د ۲۰۲۱کال له اګست وروسته واک ته د طالبان په رسیدا پسې امریکا د افغانستان په ضد په اقتصادي بندیزونو سره ددغه هیواد د جنګ ځپلو خلکو ترینګلتیاوې او مشکلات لا زیات کړي او او د افغانستان د ولس کابو لس میلیارډ ډالري شتمنۍ ئې هم کنګل او نغرلي دي.
د خبر لمبر: 3488136 خپرونې تاریخ : 2023/10/19
ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د فرانسې د ولسمشرد ټيلیفونی تماس په ځواب کې د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو په مقابل کې د لویدیځي هیوادونو او نړیوالو اورګانونو په مسئولیّت په ټينګار سره ،د غزې د هستوګنو سیمو د بمباریو، کلابندۍ د فوري دریدا او دغې سیمې ته د اوبو ،سونګو،بریښنا او اساسی شیانو رسول او دفلسطین د خلکو درستو حقه حقوقو ته توجه ضروري چاره وبلله.
د خبر لمبر: 3488117 خپرونې تاریخ : 2023/10/16
ایکنا-(تهران) د بشری حقوقو نړیوالې ادارې په یوې اعلامیې خپرولو سره پر پاکستان غږ کړی چې په زوره دې دافغان پناه غواړو ویستل ودروي،ځکه دا د درې ا ړخیزې موافقې په خلاف اقدام دی.
د خبر لمبر: 3488097 خپرونې تاریخ : 2023/10/13
ایکنا-(اسلام اباد) د پاکستان د حکومت له خوا په دغه هیواد کې دغیر قانونی اوسیدونکو کډوالو د ویستلو له ویرې په ډيرو ښارونو کې اوسیدونکو افغانانو خپل جائيدادونه خرڅول پیل کړي چې له امله ئې په دغه هیواد کې د شیانو بیّې او د کورونو کرائې په کیمدا دي.
د خبر لمبر: 3488063 خپرونې تاریخ : 2023/10/07
ایکنا-(تهران) د افغانستان د طالبانو ویندوي ذبیح الله مجاهد په یولړ څرګندونو کې ووئیل،دملګروملتو په عمومی اسمبلۍ کې د افغانستان په باب هرډول بحث ، دافغانستان د استازي شتون ته اړتیا لري او له دغه استازي پرته دغه شان غونډې بې نتیجې وي.
د خبر لمبر: 3487983 خپرونې تاریخ : 2023/09/20
ایکنا-(نیویارک) د اسلامی ایران ولسمشر دملګرو ملتو په عمومی اسمبلۍکې ووئیل،په الهی او آسماني کتاب قرآن کریم کې موجود د انساني ټولنو لپاره تمدن جوړونکي او د انسان او ټولنې دغه الهام بخښونکي لوړتعلیمات او وحدت بخښونکي مفهمونه ،هیڅکله هم نه سوځي .
د خبر لمبر: 3487979 خپرونې تاریخ : 2023/09/20
ایکنا-(نیویارک) د امریکا نیویارک ته د صهیونیسټي لومړی وزیر بینیامین نتنیاهو دس فر او دملګروملتو په عمومی اسمبلۍ :د وینا په درشل کې دهغه مخالفانو د ملګروملتو د مرکز پر دیوال د هغه په ضد یوشمیر شعارونه نقش کړي دي.
د خبر لمبر: 3487977 خپرونې تاریخ : 2023/09/19
ایکنا-(کابل) د افغانستان د طالبانود مشرانو د فیصلې په اساس انجونې،له شپږم صنفه پورته د زده کړې حق نه لري.دغه فیصله له ډيرو داخلی او بهرنیو نیوکو او مخالفتونو سره مخامخ شوې ده او په افغانستان کې د ښځو او انجونو دحقوقو پوره کیدا د طالبانو د حکومت د په رسمیّت پيژندنې لپاره دنړیوالې ټولنې یوه اساسی غوښته هم ده .
د خبر لمبر: 3487952 خپرونې تاریخ : 2023/09/13
ایکنا – (تهران) د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت پر جوړولو او د دغه هېواد د وګړو د ستونزو پر حل کولو ټینګار وکړ.
د خبر لمبر: 3487793 خپرونې تاریخ : 2023/08/16
ایکنا – ( امریکا) په ملګرو ملتو کې د امریکا دايمي استازې وویل چې واشنګټن د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه پېژني.
د خبر لمبر: 3487729 خپرونې تاریخ : 2023/08/02
ایکنا-(قاهره) د الازهر دینی مشرانو د سویډي شیانو د بایکاټولو لپاره له اسلامی هیوادونوغوښتنه کړې،له مسلمانانو سره د ملګروملتو سرمنشي پيوستون،په سویډ کې د قرآن کریم دنسخې په بیا سوځولو د عربستان غبرګون و په سویډ کې د قرآن کریم له سپکاویو د درو صهیونیسټي تنظیمونو دملاتړ په باب د عراق په دیاله ولایت کې د مسلمانو عالمانو د ټولنې دمشر ټينګار،په اراوپائي هیوادونو کې د وحي د الهي کلام د سوڅیدا په باب ترټولو وروستي غبرګونونه دي.
د خبر لمبر: 3487663 خپرونې تاریخ : 2023/07/22
ایکنا(اسلام اباد) د پاکستان د خارجه وزارت ویندوئې میرمن ممتاز زهرا د بشری حقوقو په شورا کې د صهیونیسټي رژيم د استازي د د تورونو په غبرګون کې د یوې بیانیې په خپرولو سره وویل: د اسرائیلو له سیاسي څرګندونو سره سره، د بشري حقونو شورا په متفقه توګه د پاکستان نړیوال پړاویز راپور تصویب کړی دی، او د دوي سپارښتنو او وصیّتونو ته هیڅ ضرورت نشته.
د خبر لمبر: 3487615 خپرونې تاریخ : 2023/07/12