ایکنانیوز د تسنیم له قوله راپور راکوي، دملګروملتو دپر بندیزونو څارونکي ډلې په یوه راپور کې د هغو ۶۱طالب چارواکو نامې اعلان کړې چې په هغو کې ۳۵ د طالبانو د کابینې غړي او لوړپوړي چارواکي دي.
دملګروملتو د راپور په اساس، د افغانستان دطالبانو لومړی وزیر ملاحسن اخوند،اقتصادي مرستیال ،ملاعبدالغني برادر،اداری مرستیال عبدالسلام حنفي ،مرستیال لومړی وزیر مولوی عبدالکبیر او همداراز خارجه وزیر امیر خان متقي ، د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ، او د استخباراتي ادارې مشر عبدالحق وثیق نامې پکې لیدل کیږي.
د افغانستان د طالب حکومت پر لوړپوړو چارواکو سربیره دملګروملتو دبندیزونو په دغه لسټ کې د ځينو خپلواکه ادارو د مشرانو او مرستیالانو نامې هم لیدل کیږي.
د ملګروملتو دب ندیز په ۲۶ پاڼیز لیسټ کې د افغانستان د لویو تاجرانو عبدالحسیب علیزایی او فیص ا... نورزي نامې هم لیدل کیږي. د ملګروملتو د بندیزونو په اساسو دغه کسان له مجوز پرته له افغانستانه بهر ته د سفر حق نه لري او ددوي شتمنۍ هم کنګل شوي دي.
د ملګروملتو دبندیزونو کمیشن وئیلي دي، په دوامدار ډول د طالب چارواکو د سفر دبندیز د ختمولو غوښتې ترلاسه کوي.
د افغانستان د طالبانو حکومت له دې مخکې د ملګروملتو دبندیزونو په غبرګون کې وئیلي وو، افغانستان ددغو بندیزونو ددایمي لیریکیدا هماغه شان چې دقطر په موافقې کې ئې ژمنه شوې ،خپل حق ګڼي.
د طالب حکومت خارجه وزارت هم وئيلي وو، پر طالب حکومت ددغه شان دباؤنو اچول چټي او د ناکامو تجروبو تکرارول دي چې هیڅ نتیجه نه لري.د طالبانو د حکومتی چارواکو د ملګروملتو پر امنیت شورا غږ کړی یو اړخیز قضاؤت دې نه کوي او د افغانسان د ولس حقه حقوق دې تضمین کړي.