عربستان - پاڼه 8

IQNA

بچوې
ایکنا -  د سعودي عربستان اړونده چارواکو وئيلي دي ، د راتلونکي حج موسم  لپاره ئې یو پراخ عملیاتي پلان جوړ کړی چې جزئیات به ئې ډېر ژر اعلان شي. دا پلان د مصنوعي ذکاوت( آرټیفیشل اینټلیجنس)، هوښیارو ټیکنالوژیو او ډیجیټل پلیټفارمونو پر اساس دی چې د  حاجیانو او زیارتوالو  د هوساینې لپاره ډیزاین شوی دی.
د خبر لمبر: 3491081    خپرونې تاریخ : 2025/05/08

ایکنا - د ۱۴۴۶قمری کال دحج د ترسره کیدا او د مناسکو د لا ښه ترسره کولو په موخې سره د اسلامی انقلاب معظم لارښود د ایران د حج او زیاراتو دد چارو د ادارې له مشر او نورو مسئولانو او له سلګونو حاجیانو سره کتنه کړې چې په دې اړه ئې بشپړ مطلب ته ستاسو پام راغواړو.
د خبر لمبر: 3491080    خپرونې تاریخ : 2025/05/07

حجت‌الاسلام نواب  
ایکنا - د ایران د حج او زیارت په چارو کې د ولی فقیه استازي د حاجیانو د کورنۍ خدمت، د حاجیانو لیدو ته تلل، د خلکو خدمت او ستونزو حل کول، د لیالي عشره (د ذی‌الحجې د لومړیو ۱۰ شپو)  لمونځونه او نور ئې د حج د ثواب په شریکولو کې له لارو څخه وبلل او ټینګار ئې وکړ: په حج کې تر ټولو مهم مسئله اخلاص دی.
د خبر لمبر: 3491056    خپرونې تاریخ : 2025/05/04

ایکنا - د سعودي عربستان د اسلامي چارو، دعوت او ارشاد وزارت د تیونس د کتابونو د ۳۹  نړیوال  نندارتون په ترڅ کې د لیدونکو ترمینځ له ۶ زرو   زیات قرآنونه ووېشل.
د خبر لمبر: 3491055    خپرونې تاریخ : 2025/05/04

ایکنا - د خداي بخښلي استاد عبدالرسول عبایي په یاد کې د «استاد یاد» نومې نړیوال ویبینار ، د استاد د مقام د لمانځنې په مناسبت، د ایران  د قرآنی پوهنتونوالو د ادارې  په هڅو، چې د جهاد پوهنتون پورې اړه لري، او د نور قرآنی کلب (د قرآنی زده‌کوونکو چینل) په ملګرتیا سره جوړېږي.
د خبر لمبر: 3491040    خپرونې تاریخ : 2025/04/30

ایکنا – دترکیې د خارجه وزارت د  اعلامیې په اساس،دغه هیواد به په راتلونکی جون میاشت کې  د  اسلامی ملګرتیا موسیسې  د غړو هیوادونو د خارجه وزیرانو د ناستې کوربه وي.
د خبر لمبر: 3491033    خپرونې تاریخ : 2025/04/29

ایکنا - د سعودي عربستان د حج او عمرې وزیر وویل، په تېرو دوو کلونو کې د بهرنیو  حاجیانو او زیارتوالو  شمېر دوه برابره شوی دی او د ۲۰۲۲ کال د ۸.۴ میلیونو څخه په ۲۰۲۴ کال کې ۱۶.۹ میلیونو ته رسیدلی دی. 
د خبر لمبر: 3491022    خپرونې تاریخ : 2025/04/27

ایکنا- د مسجدالحرام او مسجدالنبی(ص) ددیني چارو ریاست  په مدینې منورې کې په مسجد النبی کې د قرآن کریم د حافظانو  د حافظې په باب د بیا کتونکي ځانګړې ژورې پلانونې خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3491016    خپرونې تاریخ : 2025/04/26

ایکنا- د اسلام د ګران پيغمبر حضرت محمد مصطفی(ص)یو پاک لمسی  او د  امامت او ولایت دآسمان شپږم ځلانده ستوری حضرت امام جعفر صادق علیه السلام د  وخت د ملعون واکمن منصور دوانقي په فرمان سره  شهید  کړئ شو چې په دې مناسبت د ولایت او امامت  درست پيروکار په ویر او ماتم  کې ډوب دي.
د خبر لمبر: 3491011    خپرونې تاریخ : 2025/04/24

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکوي، د پاکستان سیاسي متفکر مشاهد حسین سید ایران ته د عربستان د دفاع وزیر خالد بن سلمان سفر او د اسلامي انقلاب له ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي سره د هغه کتنې ته په غبرګون کښې وویل د تهران او د ریاض اړیکې د سیمې لپاره ښه خبر او له بهرنیو دباونو سره د مقابلې لاره چاره ده.
د خبر لمبر: 3490988    خپرونې تاریخ : 2025/04/20

ایکنا – د عربستان دفاع وزیر پرون ناوخته د  اسلامی انقلاب له معظم لارښود سره په کتنې کې ددغه  هیواد د پاچا پیغام حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي ته وړاندې کړ.
د خبر لمبر: 3490978    خپرونې تاریخ : 2025/04/19

ایکنا – د عربستان د اسلامی چارو، تبلیغ او اسلامی ارشاد وزارت  د مدینې د ملک فهد  قرآن چاپ  کمپلیکس  له تولیداتو څخه د قران کریم یولک پنځوس زره نسخې د انډونیشیا پلازمینې جکارتا ته ولیږدولې.
د خبر لمبر: 3490966    خپرونې تاریخ : 2025/04/16

ایکنا- د عربستان د روغتیائي چارو وزارت د تمتع حج د موسم په درشل کې  د ۱۴۴۶کال د حج د ضروری واکسنونو د برابرولو له څرنګوالي سره  اړونده دستور العمل  اعلان کړ.
د خبر لمبر: 3490958    خپرونې تاریخ : 2025/04/14

ایکنا - د عمان غیر مستقیم مذاکرات د ایران او امریکا ترمینځ د هغو تاؤتریخوالو د کمولو لپاره د دیپلماتیکو هلوځلو یوه برخه ده، چې له ډېرې مودې راهیسې د ایران د ایټمي پروګرام، بندیزونو او سیمه‌ایزو تنشونو له امله زیات شوي دي.
د خبر لمبر: 3490951    خپرونې تاریخ : 2025/04/13

ایکنا – د اردن  غوره قرآنی مخکښ او قاضي شیخ سمیح خالد احمد عثامنه ، د ایران د قرآنی  استاد عبدالرسول عبایی په مړینې پسې تسلیت ووایه.
د خبر لمبر: 3490937    خپرونې تاریخ : 2025/04/10

ایکنا- د اټومي چارو یوه کارپوه او د پاکستان د قائد اعظم پوهنتون د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو د څانګې مشر ډاکټر ظفر نواز جسپال وویل: "د تهران او واشنګټن ترمینځ اوسنی خرابېدونکی وضعیت د ډیپلوماسۍ په لور بدلون ته اړتیا لري ځکه چې ایرانیان به د امریکا پوځي ګواښونو ته تسلیم نشي. له همدې امله، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او حکومت ئې باید له  مطلق العنانیت،دړکو او پوځي توبه  ډډه وکړي.
د خبر لمبر: 3490936    خپرونې تاریخ : 2025/04/09

ایکنا – سعودي عربستان ۱۴ هیوادونو  لپاره د ویزو صادریدا ځنډولې چې  دغبرګونونو یوه ستره څپه ئې په ځان پسې درلودلې ده .
د خبر لمبر: 3490932    خپرونې تاریخ : 2025/04/09

د مدیني دترټولو پخوانۍ هدیرې د ورانیدا کلیزه
ایکنا – د بقیع هدیره په مدینې منورې کې یو اسلامی تاریخي  زیارت ځاي دی چې  داهل تشیّع پر امامیّنو او شخصیّتونو سربیره ، د اهل تسنن  دلویانو مقبرې هم پکې واقع دي.
د خبر لمبر: 3490926    خپرونې تاریخ : 2025/04/08

ایکنا – له الازهر سره  اړونده د اسلامی څیړنیزې ټولنې عمومی منشي محمد الجندي یوځل بیا په مصر کې د رنګي قرآنونو له چاپ سره ددغې تولنې  مخالفت اعلان کړ.
د خبر لمبر: 3490916    خپرونې تاریخ : 2025/04/06

ایکنا - د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر  د عربستان له ولی عهد سره په خبرو کې ووئيل،  د ایران اسلامی جمهوریت د متقابل  احترام او ګټو په اساس تعامل او د ځينو  تاؤتریخوالو د ختمولو په زمینې کې  خبرواترو ته تیار  دی.مونږ له هیڅ یوه هیواد سره کوم جنګ او شخړه نه لرو، البته  له خپل ځانه په دفاع کې  هم هیڅ شک هم  نه لرو او  په دې زمینې کې د مونږ چمتووالی او توانمنئ په ترټولو لوړه سویه دي.
د خبر لمبر: 3490908    خپرونې تاریخ : 2025/04/04