پاکستان - پاڼه 11

IQNA

بچوې
ایکنا – سعودي عربستان ۱۴ هیوادونو  لپاره د ویزو صادریدا ځنډولې چې  دغبرګونونو یوه ستره څپه ئې په ځان پسې درلودلې ده .
د خبر لمبر: 3490932   خپرونې تاریخ : 2025/04/09

ایکنا- د افغانستان د طالبانو د کډوالو او د بېرته ستنیدو د چارو وزارت وایي، پاکستان غواړي افغانان د زور له لارې بېرته ستانه کړي او ایران غواړي چېد کډوالو د ستنولو لپاره له افغانستان سره د تفاهم له لارې یو ګډ میکانیزم جوړ کړي.
د خبر لمبر: 3490922   خپرونې تاریخ : 2025/04/07

ایکنا - د بخښنې نړیوالې  ادارې د جنوبي اسیا څانګې له پاکستانه د افغان کډوالو په زوره د ایستلو د پروګرام د لغوه کولو او ورته د لازیات وخت ورکولو لپاره کمپاین پیل کړی دی.
د خبر لمبر: 3490918   خپرونې تاریخ : 2025/04/06

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر ویلي، چې هېوادونه دې افغان کډوالو ته وخت ورکړي، ترڅو په خپله خوښه هېواد ته را ستانه شي.
د خبر لمبر: 3490897   خپرونې تاریخ : 2025/04/01

ایکنا – د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې په مرکز پیښور کې  د ایران له اسلامی جمهوریته د لیږل شوي ممتاز قاري په شتون سره  د قرآن کریم د تلاؤت د هنر  د تخنیکونو  د زده کړې تخصصي ورکشاپ ترسره شو.
د خبر لمبر: 3490856   خپرونې تاریخ : 2025/03/25

ایکنا - کابو میاشت وړاندې په تورخم کې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د  جګړې له امله پاکستان د تورخم دورازه د ۲۷  ورځو لپاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې وه، چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د سوداګرۍ پر مخ خلاصه او ویل کېږي چې مسافرو ته به سبا اجازه ورکړل شي.
د خبر لمبر: 3490841   خپرونې تاریخ : 2025/03/22

ایکنا- د پاکستان دفاع وزیر  په افغانستان کې  دتحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي  د  جګړه مارو  د شتون په ادعا سره  په دغه هیواد  داخل کې پر دوي د حملو ګواښ  وکړ.
د خبر لمبر: 3490830   خپرونې تاریخ : 2025/03/20

د افغان کډوالو د جبري ایستنې په برخه کې پاکستان پر خپلې پرېکړې جدي دی او د مارچ له ۳۱ مې وروسته به په جبري ډول له دغه هېواده ټول ناقانونه افغان کډوال او د اي سي سي کارټ لرونکي اخراج کړي.
د خبر لمبر: 3490826   خپرونې تاریخ : 2025/03/19

ایکنا - د پاکستان پوځ  په بلوچستان صوبې کې د مسافری اورګاډي  باندې  له ترهه ګرۍ حملې ۲۴ ساعته وروسته د زیاتره مسافرانو په آزادولو سره  خپل ژغورونکي عملیات پاي ته رسولي  او په دغو عملیاتو کې ئې  ۳۳ برمته ګر  هلاک کړي او د څلورو امنیتی مامورانو پشمول ۲۵ کسان هم په  دغې شخړې کې  وژل شوي دي.
د خبر لمبر: 3490793   خپرونې تاریخ : 2025/03/13

ایکنا - د پاکستان یوې مشهورې معمارې میرمن یاسمین لاري په فلسطین او غزې تړانګې کې  د  فلسطین د مظلومو خلکو په ضد د وحشي صهیونیسټي رژيم  په جنایتونو او ددغه رژیم په حملو باندې په اعتراض کې د ۲۰۲۵کال ولف اسرائیلي جایزې له اخستلو ډډه وکړه.
د خبر لمبر: 3490792   خپرونې تاریخ : 2025/03/13

په پاکستان کې امنیتي چارواکو پرون وویل چې د خیبر پښتونخوا په اکوړه خټک کې د طالبانو پلوې "دارالعلوم حقانیه" مدرسې کې د ځانمرګي برید له امله د دغې مدرسې مشر مولانا حامد الحق له څلورو نورو کسانو سره وژل شوی او په لسګونه کسان ژوبل شوي دي.
د خبر لمبر: 3490716   خپرونې تاریخ : 2025/03/01

ایکنا – د روژې د مبارکې میاشتې په شپو ورځو کې د عباسی مقدس آستان د نمایندګۍ په همت سره د دیني بحثونو او د قرآن کریم د تفسیر آنلاین پړاؤ  په دغه هیواد کې ترسره کیږي.
د خبر لمبر: 3490711   خپرونې تاریخ : 2025/02/27

ایکنا - په داسې حال کې چې د لبنان په بیروت کې د شهیدانو سید حسن نصرالله او سید هاشم صفی‌الدین د جنازې  دستورې ترسره کیدې، په بېلابېلو هېوادونو کې د دغو دواړو شهیدانو غایبانه یا سمبولیک جنازې هم وشوې.
د خبر لمبر: 3490698   خپرونې تاریخ : 2025/02/25

ایکنا -  د پاکستان د حکومتي استازو او د افغان  لوری ترمینځ د تورخم د لارې د پرانیستو په اړه  ناسته پرون  مازیګر مهال په ننګرهار کې د طالبانو د مرستیال والي عزیزا... مصطفی او پاکستاني لوري ترمینځ شوې ده.
د خبر لمبر: 3490697   خپرونې تاریخ : 2025/02/25

ایکنا – د پاکستان په بلوچستان صوبې کې  په یوه بس باندې په ترهه ګرې حملې کې اوه کسان چې وئيل کیږي، قربانیان د پنچاب صوبې اوسیدونکي پنجابیان دي، ووژل شول.
د خبر لمبر: 3490673   خپرونې تاریخ : 2025/02/20

ایکنا - د افغانستان د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې د دې وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر په یوه غونډه کې د سوداګرو او د خیریه موسسو استازو څخه مننه وکړه چې له اړمنو افغان کډوالو سره یې مرسته کړې ده.
د خبر لمبر: 3490668   خپرونې تاریخ : 2025/02/20

ایکنا – د  پاکستان د خارجه وزارت ویندوي ووئيل،ترڅو  دافغانستان طالبان د ټي ټي پي (تحریک طالبان پاکستان) مسئله حل نه کړي،  د پاکستان او افغانستان  د هوساینې لپاره به د دوي دوه اړخیزې ملګرتیاوې او  امکانات هیڅ معنا ونه لري.
د خبر لمبر: 3490648   خپرونې تاریخ : 2025/02/16

ایکنا - د پاکستان د جماعت اسلامی ګوند پخوانی امیر سراج الحق ووئيل؛ایران په ترټولو سختو شرایطو کې د فلسطیني مقاومت تر څنګ ولاړ دی/ ځینو عربو هېوادونو په خیانت سره اسراییل پیاوړی کړ
د خبر لمبر: 3490642   خپرونې تاریخ : 2025/02/15

ایکنا - د پاکستان د سند صوبې په حیدرآباد ښار کې  د یوه ایراني استاد علی پيران د شکسته یا مات نستعلیق  خوشخطئ  د آثارو  د نمایش  پراخ هرکلی شوی دی.
د خبر لمبر: 3490636   خپرونې تاریخ : 2025/02/13

ایکنا - د پاکستان په سینټ کښې د ایران او پاکستان د پارلماني دوستۍ ډلې مشرې او یوې سیاستوالې په مختلفو برخو کې د ایرانيو ښځو د پراخ رول ستاینه وکړه او د ښځو د حقونو په پلمه یې د لویدیځ دروغ هم وغندل او ویې ویل: "په ایران کې اسلامي انقلاب د ټولنې د نورو برخو تر څنګ د ښځو نفوذ تضمین کړ."
د خبر لمبر: 3490620   خپرونې تاریخ : 2025/02/10