پاکستان - پاڼه 14

IQNA

بچوې
ایکنا -د پاکستان لومړي وزیر  شهباز شریف  په دې هیلې سره چې  نړۍ په ۲۰۲۵کال کې په  بې انصافه  نظام او نیواکګرو باندې  د فلسطین  او دنوروکړیدلو ملتونود بریالیتوب شاهد ووسو ،ووئيل؛ اسرائیلی رژيم په ۲۰۲۴کال کې د فلسطینیانو په ضد ترټولو بد جنایتونه   وکړل.
د خبر لمبر: 3490397   خپرونې تاریخ : 2025/01/01

ایکنا-  د عربستان د اسلامی چارو، دعوت او ارشاد  وزارت د پاکستان د دینونو ترمینځ  دغږملتیا او مذهی چارو  وزارت د تفاهم نامې په لاسلیک کولو کې د قرآن د چاپ او په نبوي سنت  او دهغو د ترجمې او خپرونې  او د نبوي سنت د قدرونې پّه زمینې کې  پر کډو ملګرتیاؤ ټينګار وکړ.
د خبر لمبر: 3490389   خپرونې تاریخ : 2024/12/31

ایکنا - د اسلام د شهیدانو په نامه په دغه سمینار کې آیت الله محسن اراکي پخپلې وینا کې د مومنانو په مسئولیّتونو او  دندو باندې په ټينګار سره  عالمان اوطلبه ؤ په کردار رڼا واچوله  او وې وئيل،باید عالمان او دینی طلبه خپل کردار داسې جوړ کړی چې د عامو خلکو   اخلاقي او معنوي بیلګه شی  او پخپلو سیمو کې  دنورو لپاره یوه روښانه لاره وړاندې کړي.
د خبر لمبر: 3490385   خپرونې تاریخ : 2024/12/30

ایکنا - د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین ګوند مشرانو او فعالانو د کراچۍ ښار لوې لارې بندې کړي دي چې د خیبر پښتونخوا صوبې په پاره چنار سیمه کښې د لارې د تړل کیدا او هلته د اهل سنتو لخوا د اهل تشیعو د وژل کیدا پرضد اعتراض وکړي.
د خبر لمبر: 3490383   خپرونې تاریخ : 2024/12/29

ایکنا -په پاراچنار کورمې  سیمې کې ترټولو اوږد جنګ په ۲۰۰۷ کال کې  هغه مهال وشو، چې یوشمیر تفکیری ترهه ګرو ډلو ټپلو  د افغانستان د طالبانو په مرستې سره  او د ځینو حکومتی او استخباراتي کړیو  ورڅخه ناوړه استفاده وکړه  او دغه سیمه ئې په بشپړ ډول کلابنده کړه او  دغه کلابندي  او جنګ او شخړو تر ۲۰۱۲ کال بورې  دوام وکړ، خو ددغې سیمې خلکو په سخت مقاومت  او شجاعت سره د خپلو ځانونو او سیمې کلکه دفاع وکړه  او بلاخره هم د د۲۰۱۲ کال په پاي کې  د خیبرپختونخواه صوبې  نورو  قبایلو  مشرانو د جرګو په وسیله  ددواړو لورو ترمینځ روغه جوړه وکړه او د امن تیږه ئې کیښودله
د خبر لمبر: 3490377   خپرونې تاریخ : 2024/12/28

ایکنا -  د پاکستان دپوځ د افغانستان په جنوب ختیځ کې د پکتیکا ولایت په سرحدي سیمو باندې په هوائي حملې کې یو شمیرعاموخلکو ته چې ماشومان او ښځې هم پکې ترسترګو کیږي، مرګ ژوبلې اړولي دي.
د خبر لمبر: 3490369   خپرونې تاریخ : 2024/12/25

ایکنا - په درست پاکستان کې د اهل تشیّع درستو سیاسی او مذهبی ګوندونو او ډلو په ټول پاکستان کې  د پاراچنار د مظلومو خلکو د  حقه حقوقو دپوره کیدا او ددوي پر مخ د یوازنیۍ پاراچنار پیښو ر سترې لارې د پرانیستو په حق کې پرلتۍ وهنو اعلان کړی او ورسره ئې ګواښ کړی  چې که د پاراچنار دمظلومو خلکو چغه وانه وریدل شي، نو په یوهیړ به د پاراچنار په لور امن  پلی مارچ وکړي او د هرډول نتیجو مسئولیّت به ئې د  مرکزي او صوبائي حکومت په غاړه وي.
د خبر لمبر: 3490365   خپرونې تاریخ : 2024/12/25

ایکنا-  د افغانستان د طالبانو د حکومت د خارجه و زارت سیاسی مرستیال  له امریکا او د ناټو  له نورو غړو سره په اقتصادي جنګ کې  دمقابلې لپاره له ایران سره د اړیو دپیاوړتیا غوښتنه وکړه.
د خبر لمبر: 3490364   خپرونې تاریخ : 2024/12/24

ایکنا - د ملګروملتو سرمنشي پخپل دغه پیغام کې د پاکستان حکومت ته ګواښ کړی دی ،که  دغه ستره لاره فوري خلاصه نشي ، نوممکنه ده  په دغې سیمې کې ستر انساني ناورین رامینځةشي، چې بیا به ئې مسئولیّت د چاپه غاړه وي؟
د خبر لمبر: 3490362   خپرونې تاریخ : 2024/12/24

ایکنا - د پاکستان د کورمې ضلعې د پاراچنار ښار ځوانانو د لارې د بندیدا او د خوړو او درملیزو توکو په نه شتون بانډې په اعتراض کې د پرس کلب په وړاندې له څو ورځو راهسې پرلتۍ وهلی دي.
د خبر لمبر: 3490345   خپرونې تاریخ : 2024/12/22

ایکنا - د کډوالۍ نړيوال سازمان څو مياشتې مخکې ویلي وو چې له ۲۰۲۰ م کال راهیسې شاوخوا اته ميليونه افغانان له هېواده وتلي دي.
د خبر لمبر: 3490335   خپرونې تاریخ : 2024/12/19

ایکنا – د مسلمانانو نړیوالې اتحادئې  په یوې اعلامیې کې ویل شوي دی چې  نیت لري،په اسلامی هیوادونو کې د انجونو زده کونکو د  تفکر د لوړتیا لپاره  د نړیوالو اورګانونو په مشارکت سره  یو پروګرام وړاندې کړي.
د خبر لمبر: 3490328   خپرونې تاریخ : 2024/12/18

ایکنا - داپه داسې حال کې دي چې د تیرې جمعې په ورځې  د افغانستان دطالبانو یو پياوړی مشر او د دغه هیواد  کډوالو د چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني هم د  داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې په یوه ځان مرګی برید کې سره د څو کسانو په ټکه ووژل شو.
د خبر لمبر: 3490312   خپرونې تاریخ : 2024/12/15

ایکنا - د پاکستان د کویټه د ملي کتابتون مشر «عبدالغفار» د پاکستان د بلوچستان صوبې د یوه تر ټولو ستر او د مشهور کتاب پلورنځي په توګه ددغه کتابتون د معرفي کولو په ترڅ کښې وویل:د کویټه د ملي کتابتون اکثره مراجعین او عام خلک د ایران په هکله د کافي او د سمو اطلاعاتو د نه لرلو په خاطر له ناوړه تفاهم او کنجکاوې سره مخ دي.
د خبر لمبر: 3490301   خپرونې تاریخ : 2024/12/12

ایکنا - په پاکستان کښې د صهیونیسټ ضد ترټولو سترې غونډې په لړ کښې ددغه هیواد په زرګونو خلکو په پیښور کښې د( مرګ په اسرائیلو) تر عنوان لاندې مظاهره وکړه او په غزه او سیمه کښې یې دصهیونیسټ رژیم جنایتونه وغندل او فلسطین له زړورو او مظلوم ملت سره یې پیوستون څرګند کړ .
د خبر لمبر: 3490284   خپرونې تاریخ : 2024/12/09

ایکنا = د حضرت فاطمةالزهرا سلام الله علیها د شهادت د کلیزې په ماسبت د پاکستان په اسلام اباد کې په ؛ ا لکوثرپوهنتون ؛ کې د حضرت عباس علمدارعلیه السلام د سپیڅلي حرم د بیرغ د رپولو دستورې  ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3490269   خپرونې تاریخ : 2024/12/07

د اهل سنت یو مذهبی غورځنګ وائي
ایکنا – دعراق د اهل سنت دعالمانو شورا په یوې اعلامیې کې په سورئې کې د تکفیریانو په ضد پر شرافتمندانه مبارزې ټينګار وکړ.
د خبر لمبر: 3490263   خپرونې تاریخ : 2024/12/05

ایکنا – د عراق د کربلا ولایت  د حضرت فاطمة الزهرا  سلام الله  علیها د شهادت د کلیزې په مناسبت  په درست ولایت کې رسمي چټي اعلان کړه.
د خبر لمبر: 3490258   خپرونې تاریخ : 2024/12/04

ایکنا – د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې  کې د مجلس وحدت مسلمین غورځنګ سکرټري جنرال  شبیر حسین ساجدي په یوې خصوصي مرکې کې وئيلي دي، د پاکستان په پاراچنار کورمې ضلعې کې د شیعه او سني مسلمانانو ترمینځ په حقیقت کې هیڅ شخړه نشته ،خو ځیني حکومتي او پوځي کړئ شته چې د خپلو سپیرو موخو په  خاطر ځاي  اوسیدونکو په ضد دسیسې جوړوي.
د خبر لمبر: 3490242   خپرونې تاریخ : 2024/12/01

د اسلامی ویښتیا نړیوالې ټولګې  د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پاکستان په کورمې ضلعې کې د ترهه ګرو سپیر او ورانکار فعالیتونه په سخته  محکوم کړي دي .
د خبر لمبر: 3490218   خپرونې تاریخ : 2024/11/27