ایکنا – د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچی د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سرحدي نښتو د زیاتېدو په غبرګون کې دواړه لوري زغم او خبرو اترو ته راوبلل او اعلان یې وکړ چې تهران چمتو دی د اسلاماباد او کابل ترمنځ د خبرو اسانتیا برابره کړي او د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو په حل کې مرسته وکړي.
د خبر لمبر: 3492521 خپرونې تاریخ : 2026/02/28
ایکنا - نا تایید شوي او غیر رسمي راپورونه وایي چې د افغانستان د طالبانو مشر مولوی هبتالله آخوندزاده د پاکستان په هوايي بریدونو کې وژل شوی دی.
د خبر لمبر: 3492520 خپرونې تاریخ : 2026/02/28
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت د نړیوال قاری قاسم مقدمي په غږ سره د قرآن کریم د نهمې سپارې یا جزوې په زړه پورې تلاؤت ترسره شوی دی.
د خبر لمبر: 3492519 خپرونې تاریخ : 2026/02/27
ایکنا- د پاکستان د مشرانو جرګې داپوزیشن مشر او سناتور او د مجلس وحدت مسلمین ګوند مشر د امريکا ولسمشر ته په يو تُند پيغام کې له هغه وغوښتل چې د ايران د مقاومت اوصبر په اړه د وسواس لرونکي تمرکز پر ځای، دې لومړئ د امريکا د پوځ کورنۍ ستونزې حل کړي.
د خبر لمبر: 3492505 خپرونې تاریخ : 2026/02/25
ایکنا– د ایران د فارس ولایت د اسلامي تبلیغاتو د قرآني چارو د ادارې مشر د ایران په دغه سویلي ولایت کښې د رمضان د مبارکې میاشتې په دوران کښې هره ورځ د قران کریم د سیپارو لوستلو د څه باندې اوو زرو غونډو د جوړیدو خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3492501 خپرونې تاریخ : 2026/02/24
ایکنا - د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې په مرکز پېښور کې د ایران کلتوری چارو خونې د دیني شعایرو د درناوي او د اسلامي اصیل هنر د هڅونې په موخې سره ، د ځوان نسل لپاره په دوهم کال کې د میرمنو د نعتخوانۍ ځانګړې سیالي د سلواغې په ۲۳مه نېټه په خیبرپښتونخواصوبې کې ترسره کړه.
د خبر لمبر: 3492460 خپرونې تاریخ : 2026/02/16
ایکنا - د پاکستان ولسمشر هم د ایران او پاکستان د اړیکو پر اهمیت ټینګار وکړ او وې ویل چې تهران د اسلامآباد مهم شریک دی او دواړه هېوادونه د دوهاړخیزو ملګرو د پراخولو لپاره جدي ژمنتیا لري.
د خبر لمبر: 3492449 خپرونې تاریخ : 2026/02/14
ایکنا- د ایران د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د ۴۷ کلیزې په مناسبت د ایران د ولس له ولولناکو او پرتمینومیلیوني لاریونونو سره همهاله په پاکستان کې هم ورته لاریونونه ترسره شول.
د خبر لمبر: 3492444 خپرونې تاریخ : 2026/02/12
ایکنانیوز – د پاکستان په اسلام اباد کې په یوه جومات کې د جمعې لمانځه د ادا کیدا په وخت د لمونځ ګوزارو په مینځ کې په ځان مرګي حملې کې کابو اویا لمونځ ګوزار شهیدان او کابو یو سل نوی نور ټپیان شوي دي.
د خبر لمبر: 3492414 خپرونې تاریخ : 2026/02/07
ایکنا – د ایکنانیوز قرانی خبری آژانس درست کارکونکي د بشر د ژغورونکي د ولایت د دولسم ځلانده ستوری حضرت امام مهدی عجل الله تعالی فرجه الشرف نیکمرغه زوکړې په مناسبت ټولو ته د زړه له کومې مبارکي وائي.
د خبر لمبر: 3492405 خپرونې تاریخ : 2026/02/04
ایکنا- د افغانستان د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې د پولیو واکسین د کمپاین د پیلېدو خبر ورکړی دی.
د خبر لمبر: 3492404 خپرونې تاریخ : 2026/02/03
ایکنا - د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې، د اروپائي اتحادئې د بهرنیو چارو وزیرانو هغه پرېکړه په سختو ټکو وغندله چې د ایران د اسلامي جمهوریت د وسلهوالو ځواکونو پر ضد ئې صادره کړې، او د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو پر باعزته او سرلوړي ځواک د نوم په تور لیسټ کې زیاتول ،د ټول ایرانی ملت پر ضد اقدام وباله.
د خبر لمبر: 3492384 خپرونې تاریخ : 2026/01/31
د قطر او پاکستان له مشرانو سره ټیلیفوني بنډار
ایکنا - د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشرمسعود پزشکیان د قطر له امیر او د پاکستان له لوری وزیر سره په جلا ـ جلا ټیلیفوني خبرو کې، د سیمې وروستي بدلونونه وڅېړل او د اسلامي هېوادونو ترمنځ ئې د یووالي د پیاوړتیا او د کړکېچ د کمولو لپاره د دیپلماسۍ پر دوام ټینګار وکړ.
د خبر لمبر: 3492382 خپرونې تاریخ : 2026/01/31
ایکنا – دهند ترکتنټرول لاندې په کشمیر کې د افراطي هندوانو له خوا د یوه کشیش پر کور برید، د بشري حقوقو د بنسټونو اندېښنې راپارولي دي.
د خبر لمبر: 3492366 خپرونې تاریخ : 2026/01/27
ایکنا - د ترکیې په استانبول کې د «اسلامي حقوقو او او سمهاله واکوالۍ ؛په عنوان سره نړیوال کنفرانس((International Conference on Islamic Law and Contemporary Governance – ICILCG-26) به د روان میلادي کال د جولائي په ۱۴ او ۱۵ نیټه ترسره شي.
د خبر لمبر: 3492345 خپرونې تاریخ : 2026/01/22
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد مرستیال لومړی وزیر او د بهرنیو چارو وزیر، سناتور محمد اسحاق ډار، په یوه ټیلیفوني تماس کې د ایران د اسلامی جمهوریت دبهرنیو چاروله وزیر سید عباس عراقچي سره د ایران او سیمې پر وروستیو بدلونونو خبرې وکړې.
د خبر لمبر: 3492322 خپرونې تاریخ : 2026/01/18
ایکنا - د پاکستان يو هنرمندانو د خطاطۍ او نقاشئخط نندارتون، چې د قرآن کریم آیتونه او د نبوي احادیثو موضوعګانې پکې نندارې ته وړاندې شوي، د پنجاب صوبې د هنري شورا په پنډۍ څانګې کې پرانیستل شو.
د خبر لمبر: 3492313 خپرونې تاریخ : 2026/01/14
ایکنا- د وروستیو اقداماتو په محکومیّت کې په درست ایران کې په ولسی میلیوني شتون سره د سولې او دوستۍ تکریم او د ملی پيوستون ننداره یعني میلیوني لاریون ترسره شو.
د خبر لمبر: 3492308 خپرونې تاریخ : 2026/01/13
ایکنا– د پاکستان دفاع وزیر د ایران په چارو کې د امریکا پر لاسوهنې نیوکه وکړه او له ډونلډ ټرمپ څخه ئې وغوښتل چې پر ځای ئې په غزه کې د اسرائیلو د جنایتونو د بندولو لپاره اقدام وکړي.
د خبر لمبر: 3492304 خپرونې تاریخ : 2026/01/12
ایکنا- په پاکستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او د پاکستان د رسمي خبري اژانس مدیر، د خپلو دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره د ملګرتیا او خبري تعاملاتو پر اهمیت ټینګار وکړ او وې ویل چې د ایران او پاکستان د رسمي خبري اژانسونو د تعامل پراختیا له جعلي خبرونو سره د مقابلې په برخې کې ډېر مهم رول لري
د خبر لمبر: 3492269 خپرونې تاریخ : 2026/01/05