رهبر معظم - پاڼه 2

IQNA

بچوې
ایکنا - هغه قرآني محفلونه چې د اسلامی انقلاب د شهید رهبر د سپېڅلي جسد له ښخولو وروسته د مقدس رضوي حرم په آستان کې پیل شوي وو، د جمعې ورځې یعني د چنګاښ یا لړم دمیاشتې  تر ۲۶مې پورې به دوام وکړي.
د خبر لمبر: 3493025   خپرونې تاریخ : 2026/07/14

ایکنا- د قرآنی محفل په زرګونو فعالانو  په تهران کې  له قرآن سره د  انس محفل چې  د شهید رهبرامام خامنه اي  په درنښت کې ئې  د  هیوغاد قرآنی مرکز ترسره کوي، د چنګاښ  د میاشتې په ۲۴ نیټه د تهران په میدان ولی عصر کې ترسره کیږي.
د خبر لمبر: 3493021   خپرونې تاریخ : 2026/07/13

ایکنا- د بحرین ځوانانو د دغه هېواد په سړکونو کې د ایران د شهید رهبر امام خامنه اي په یاد او غم کې د عزادارۍ او ماتم مراسم ترسره کړل.
د خبر لمبر: 3493020   خپرونې تاریخ : 2026/07/13

ایکنا – امریکايي رسنیو د جمهوري غوښتونکي مشهور سناتور او د صهیونیسټ رژیم  ترټولوزیات ملاتړ کوونکي لېنډسي ګراهم د  مرګ خبر ورکړی. نوموړی د ایران د اسلامي جمهوریت  پر ضد د خپلو سختو دریځونو په خاطر پېژندل کېد.
د خبر لمبر: 3493019   خپرونې تاریخ : 2026/07/13

د خبر لمبر: 3493016   خپرونې تاریخ : 2026/07/12

ایکنا - د اسلامي انقلاب د ستر رهبر، ایت الله سید مجتبی حسیني خامنه ای د اطلاع رسونې او معلوماتو ویب پاڼه پرانیستل شوه.
د خبر لمبر: 3493015   خپرونې تاریخ : 2026/07/12

ایکنا- د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت  ایت الله سید مجبتی حسینی خامنه ای د شهید رهبر د جنازې په مراسمو کې په ایران او عراق کې د لسګونو میلیونو کسانو د ګډون د قدرونې په پیغام کې ، شهید رهبر ته په خطاب کې ټینګار کړی دی: وعده درسره کوو چي ستاسو او د دواړو جنګونو د شهیدانو د پاکې وینې بدله له جنایتکارو او بې حیثیتو قاتلینو څخه واخلو. دا بدله زمونږ د ولس غوښتنه ده او هرو مرو به واخیستل شي، دا جنایتکاران چي له لوړ پوړو چارواکو رانیولې تر ټيټې سوئې پورې د ټولو لیسټ موجود دی، د پر امن مرګ هیله به قبر ته یوسي.
د خبر لمبر: 3493014   خپرونې تاریخ : 2026/07/12

ایکنا-د اسلامی انقلاب د مجاهد شهید رهبر امام خامنه اي د جنازې  دستورې چې له نجف اشرف او کربلا سفر وروسته مشهد مقدس ښار ته منتقله شوې، په میلیوني  ولسی  او عزادارو په ولولناکو او پرتمینو او معنوي دستورو کې بدرګه شوې.
د خبر لمبر: 3493012   خپرونې تاریخ : 2026/07/11

ایکنا-  د اسلامی انقلاب د شهید  مجاهد رهبر حضرت امام خامنه اي(قدس الله نفسه الزکیّه) د پاکې جنازې دستورې د چنګاښ د میاشتې په اتلسمه نیټه په  نجف اشرف مقدس ښار کط د عراق د میلیوني عزادارو او مینه والو په ولولناک شتون  سره ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3493011   خپرونې تاریخ : 2026/07/11

ایکنا- محمد باقر قالیباف د امریکا د کرغیړن ولسمشر ټرمپ له دړکو ډکو څرګندونو په  ځواب کې  پخپل دغه وروستي ټویټ کې لیکلي دي،که کومه تیرتونه وکړئ او یرغل وکړئ ،نو پوهه شئ چې ډیر دروند ګوزار به وخورئ او تیر ګوزارونه به مو هیر شي. چټي پښې لاسونه مه خوځوئ  چې لا به په دغو خټو کې ګیر شئ
د خبر لمبر: 3493009   خپرونې تاریخ : 2026/07/09

ایکنا- پارس ټوډې- د عراق د ستر دیني مرجع استازي، د اسلامي امت د شهید امام خامنه اي پر مبارک جسد د حضرت امام حسین (ع) په سپېڅلي حرم کې د جنازې لمونځ ادا کړ.
د خبر لمبر: 3493008   خپرونې تاریخ : 2026/07/09

ایکنا- د ایران د اسلامي انقلاب د شهید رهبر امام خامنه اي  د جنازې مراسم د عراق او د نورو هېوادونو د میلیونونو خلکو په ګډون د حضرت امام حسین (ع) په سپېڅلي حرم کې ترسره شول ؛ دا یوه بې‌سارې تاریخي صحنه ده چې د کربلا د عاشورا یاد تازه کوي.
د خبر لمبر: 3493007   خپرونې تاریخ : 2026/07/09

ایکنا- د یمن د انصارا... ولسی غورځنګ  د سیاسي دفتر غړي د معظم رهبر امام خامنه اي د شهادت د عاشورا له پېښې سره په پرتله کولو سره وویل؛ لکه څنګه چې امام حسین(ع) د خپل  شهادت له لارې هغو لاسته راوړنو ته ورسېد چې د ژوند په مهال ئې د تحقق امکان نه ؤ، د اسلامی انقلاب د معظم رهبر شهادت هم د مقاومت جبهه لا پیاوړې کړه او د ایران د ملت یووالی ئې نور هم ټینګ کړ.
د خبر لمبر: 3493006   خپرونې تاریخ : 2026/07/08

ایکنا- د میلیونونو خلکو د  ګډون یو  مهم  پیغام دا دی، چې د ایران  وا سیمې خلک باور لري، د اسلامي انقلاب شهید رهبر خپل ټول عمر د اسلام، وحدت او یووالي، اسلامي انقلاب او د اسلامي ایران د عزت  او اتحاد  او پت د ساتنې په لاره کې تېر کړ. د خلکو میلیوني شتون، د اسلام او ایران لپاره د شهید رهبر د نه ستړې کېدونکو هلو ځلو د قدردانۍ څرګندونه وه؛ یوه داسې مبارزه چې تر خپلې وروستۍ سلګۍ او د خپلې کورنۍ تر قرباني کولو پورې ئې ورته دوام ورکړ.
د خبر لمبر: 3493003   خپرونې تاریخ : 2026/07/08

ایکنا-  د ایران د اسلامی انقلاب د شهید رهبر امام خامنه اي د کورنئ د شهیدانو   دجنازو دستورې  د حضرت عباس علمدار علیه السلام په سپيڅلي حرم او بین الحرمیّن کې د لکونو  غمجنو او ویرجنو  مینه والو په شتون کې  په یوې ولولناکې او ویرجنې فضا کې ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3493002   خپرونې تاریخ : 2026/07/08

ایکنا-  په  نجف اشرف په ښار کې د اسلامي انقلاب د شهید رهبر امام خامنه اي د جنازې د لمانځه په مراسمو کې د عراق د خلکو پراخ شتون، یو ځل بیا د ایران او عراق د ولسونو ژوَرې اړیکې او یووالی نندارې ته وړاندې کړ. دغه مراسم د میلیونونو ویرجنو خلکو، سیاسي او مذهبي شخصیتونو په ګډون او د پراخو امنیتي او خدماتي تدابیرو په ړنا کې ترسره شول.
د خبر لمبر: 3493001   خپرونې تاریخ : 2026/07/08

ایکنا- د ستر دینی مرجع آيت الله العظمی سید علی سیستاني مشر زوي آیت الله سید محمد رضا سیستاني  داسلامی انقلاب د معظم لارښود دفتر ته د خطاب په یوه پيغام کې د شهید رهبر پر جسد د  جنازې دلمانځه  د ترسره کولو  اهمیّت ته په اشارې سره ، د آیت الله سیستاني د سلامتیا او د بدني وضعیّت او محدودیَتونه ددغه لمانځه د نه ترسره کیدا علت وباله.
د خبر لمبر: 3493000   خپرونې تاریخ : 2026/07/07

ایکنا- د تهران د امام خمیني مصلی یا عیدګاه، د  هغو زړونو زیږنځای شو چې د ایران له شهید رهبر سره  د الوداع لپاره سره غو نډ شوي وو،  بوډاګان، ځوانان، ښځې او ماشومان د هیواد له ګوټ ګوټه مصلی ته رارسیدلي څو  په اوښکو تویونکو سترګ او له غمجنو زړونو  سره  له هغه پلار  سره چې  ترکلونو پورې  ددغه ملت تکیه ګاه ؤ ، خداي په آماني او ورسره  د زړه خوله وکړي.
د خبر لمبر: 3492999   خپرونې تاریخ : 2026/07/07

د آیت الله جوادآملی په امامت!
ایکنا- د اسلامی انقلاب د شهید رهبر امام خمیني او دهغه د کورنئ د شهیدانو د جنازې لمونځ نن سهار په جمکران جومات کې د آیت الله العظمی جوادي آملي په امامت او  میلیونونو ویرجنو مینه والو په شتون سره  ادا شو.
د خبر لمبر: 3492998   خپرونې تاریخ : 2026/07/07

ایکنا- یوې امریکایي رسنۍ راپور ورکړی چې تهران د اسلامي امت د شهید لارښود له وروستي وداع وروسته د تاریخ د تر ټولو سترې جنازې د مراسمو لپاره چمتووالی نیسي.
د خبر لمبر: 3492997   خپرونې تاریخ : 2026/07/06