iqna

IQNA

بچوې
ایکنا – عبری ژبې سرچینو د نیواکي فلسطین په لور د لبنان له جنوبه د پراخې توغندوي حملې ځیني فیلمونه  چې پرون  سهار ترسره شوي، خپره کړل.
د خبر لمبر: 3489643    خپرونې تاریخ : 2024/08/05

ایکنا -  د ایران د اسلامی شورا مشر روښانه کړې ده،څه شک نشته چې د ایران د اسلامی جمهوریت په هوښیار او کوټلي ځواب سره  د ایران د ولس، د مقاومتي مبارز ځواک او د نړۍ د آزادي غواړو د خولې خوند هماغه شان خوږ شي، چې دغه رژيم په تیره بیا د دوي ملاتړي هیواد امریکابه پخپلو کړو پښمانه اوا مجبوره کړي چې خپل محاسباتي نظام سم اصلاح کړي څو یو ځل بیا د سیمې د سولې او دځان دامنیت لپاره تاوان  رامیځةکونکي تیروتنه  ونه کړي
د خبر لمبر: 3489638    خپرونې تاریخ : 2024/08/04

ایکنا – په الاقصی جومات کې په جمعې ورځې په زرګونو فلسطینیانو د شهید اسماعیل هنیه د روح لپاره  چې په چارشنبې ورخې  په تهران کې د صهیونیسټي وحشی رژيم په وسیله ترور شو، د جنازې غایبانه لمونځ  اقامه کړ.
د خبر لمبر: 3489636    خپرونې تاریخ : 2024/08/04

ایکنا – د یمن میړني او ځير ملت پرون د هیواد په متلفو سیمو کې په میلیوني لاریون ترسره کولو سره د د حماس غورځنګ دسیاسی دفتر د مشر ترور ، په بیروت کې د وحشي صهیونیسټي رژيم حمله او د عراق په الحشد العشبي د جنایتکارې امریکا هوائي حمله په سخته محکومه کړه او له دوي ئې خپله کرکه اونفرت یو ځل بیا نندارې ته وړاندې کړ.
د خبر لمبر: 3489629    خپرونې تاریخ : 2024/08/03

ایکنا - د لبنان د حزب الله ولسی غورځنګ عمومی منشي ددې خبرې په کولو سره چې د مقاومتي چورلیز د قوماندانانو  ترور ته ځواب قطعي دی ، ټينګار وکړ، د ایران اسلامی جمهوریت  اولبنان به د وحشي صهیونیسټانو د جنایتون وپه وړاندې چُپتیا ونه کړي.
د خبر لمبر: 3489626    خپرونې تاریخ : 2024/08/02

 ایکنا - د اسلامي انقلاب معظم رهبر د شهید اسماعیلهنیه له شهادت وروسته په خپل پیغام کښې وفرمایل: جنایتکار او ترهګر صهیونیسټي رژیم په دې کار سره د ځان لپاره د سختې سزا زمینه برابره کړه او د هغه غچ او بدل اخیستل خپله دنده ګڼو ځکه چې د ایران د اسلامي جمهوریت په حریم کښې شهید شوی دی.
د خبر لمبر: 3489624    خپرونې تاریخ : 2024/08/01

ایکنا -د  کراچۍ ،لاهور ، فیصل اباد ، ملتان، سرګودها، ډیره اسماعیل خان ،حیدر آباد ،سکهر ،ساهیوال  او پيښور پشمول په لسګنو ښارونو کې  شیعیانو اوسنیانو په ګډه د تکفیری ترهه ګرو  او  جنایتکارو په ضد مظاهرې کړي او  پر حکومت ئې غړ کړی چې  د پاره چنار د ښاریزو  دامنیت  او حقوقو په تامینولو کې دې له لټۍ کار نه اخلی او  د وروستیو جنایتونو  او تاؤتریخوالو عوامل دې  وپيژني او سزا ئې کړي.
د خبر لمبر: 3489618    خپرونې تاریخ : 2024/07/31

ایکنا - د شیعیانو په ضد د پاکستان د تکفیریانوجنایتونه،د پاراچنار د وژلو ګرم د اسلام اباد حکومت دی ،البته همدغه حکومت بیا د مسلمانانو په ضد دافراطي هندوانو د جنایتونو په دلیل پر هندي حکومت نیوکې کوي.
د خبر لمبر: 3489608    خپرونې تاریخ : 2024/07/29

ایکنا - د فلسطین،لبنان،سورئې، عراق،یمن او ایران هیوادونود تمدني نمایش په چورلیزتوب سره د تمدنونو د تآټوبی ټولګې د تهران په میلاد ټاؤر کې مخ کتنه وشوه.
د خبر لمبر: 3489604    خپرونې تاریخ : 2024/07/29

ایکنا – د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین غورځنګ مشر  او سناتور علامه راجه ناصر عباس جعفري په یولړ څرګندونو کې ووئيل،د کورمې ضلعې پاراچنار خلک دې د هیواد ددښمنانو ناپاکې ارادې ناکامې کړي او پخپل وحدت او یووالي سره دې دغو سپيرو دسیسو ته کلک ځواب ورکړي.
د خبر لمبر: 3489590    خپرونې تاریخ : 2024/07/25

ایکنا - د یمن دانصار الله غورځنګ درهبر  څرګندونې  ښئ چې  د  اسرائيلو  په ضد د مقابلې پنځمه مرحله به د صهیونیسټي دښمن لپاره له ډيرو سختو ټکونو سره یوځای وي ، څو په دې توګه  تل ابیب  دغزې تړانګې د کلابندۍ او د بې آمانه حملو د درولو لپاره اړشي.
د خبر لمبر: 3489584    خپرونې تاریخ : 2024/07/24

ایکنا - د فلسطین د المپیک کمیټې  د المپیک نړیوالې کمیټې مشر ته په یوه پیغام کې د پاریس له المپیک  څخه د صهیونیسټي رژيم د لوبغاړو د ویستلو غوښته وکړه .
د خبر لمبر: 3489583    خپرونې تاریخ : 2024/07/24

ایکنا -  د اسلامي انقلاب معظم رهبر د اسلامي شورا له مشر او استازو سره په کتنه کې، د یوه موثر، پرهیزګاره او انقلابي حکومت جوړول، د منتخب ولسمشر او پارلمان ګډ مسئولیت وباله.
د خبر لمبر: 3489569    خپرونې تاریخ : 2024/07/21

ایکنا – د یمن د انصار الله ولسی غورځنګ د پوځي څانګې ویندوي په یوې اعلامیې کې  د تل ابیب ښار په یوې ودانۍ د پرون سهار د ډرون حملې  جزئیات  اعلان کړل.
د خبر لمبر: 3489561    خپرونې تاریخ : 2024/07/20

ایکنا – د عمان سلطنت لوي مفتي  په دغه هیواد کې په یوه جومات کې په حسینی عزادارو ترهه ګرې حملې ته په اشارې سره  ټينګار کړی دی ،  په عمان هیواد کې دعقیدې د اختلاف په پلمه  فرقه پال تاؤتریخولی هیڅ ځاي نه لري.
د خبر لمبر: 3489559    خپرونې تاریخ : 2024/07/20

ایکنا -د یمن د انصار الله غورځنګ عمومی منشي سیدعبدالملک بدرالدین الحوثی دې ته په اشارې سره چې د امام حسین عیه السلام غورځنګ د اسلامی امت د نسلونو په وړاندې یوه روښانه قرآنی لاره پرانیستې ده ووئیل؛د امریکا او دهغود عواملو دسیسې او ګواښونه هغه که هرڅه وي،د مونږ قدرمن ولس چې د ظلم اوبې عدالتۍ په ضد راپورته شوی اوله قرآني کلتوره پیروي کوي،نشي تسلیمولی.
د خبر لمبر: 3489549    خپرونې تاریخ : 2024/07/17

ایکنا - د لبنان د حزب الله ولسی غورځنګ عمومی منشي د بیروت په جنوب کې په ضاحیه کې د حسینی عاشورا د درنښت په دستورو :ې و،ئیل، هغه لومړنی شی چې د حسینی عاشورا په ورځ ئې زمونږ زړونه او سترګې ورته اوړي ، غزې تړانګه ده.
د خبر لمبر: 3489547    خپرونې تاریخ : 2024/07/17

ایکنا – ځينو خبري سرچینو د عمان په سلطان نشین هیواد کې د یوه جومات په شاوخوا کې د حسینی عزادارو په یوه موکب ترهه ګرو حمله کؤې چې یو شمیر عزادار پکې شهیدان او ټپیان شوي دي دغه راز په دغې حملې کې د پولیسو په ډزو کې درې ترهه ګر هم هلاک شوي دي.
د خبر لمبر: 3489546    خپرونې تاریخ : 2024/07/17

ایکنا - د فلسطین له مظلوم ولس څخه د یمن د خلکو د ملاتړونو په دوام کې  پرون جمعې ورځې د یمن  په میلیونونو خلکو د صعدې پشمول د هیواد په ځينو ښارونو کې  په شتون سره په غزې کې د فلسطین دمظلومو خلکو په ضد د وحشي صهیونیسټي رژيم  جنایتونه یو ځل بیا په سخته محکوم کړل.
د خبر لمبر: 3489524    خپرونې تاریخ : 2024/07/13

ایکنا - دنیواکي قدس او لویدیځي غاړې  په لسګونو زره فلسطنییانو پرون جمعې ورځې  د جنایتکار صهیونیستي رژيم   له سختو امنیتی  تدبیرونو سره سره ځانونه  دجمعې لمانځه داقامې لپاره الاقصی جومات ته ورسول.
د خبر لمبر: 3489523    خپرونې تاریخ : 2024/07/13