ایکنا - د امام علی(ع) د حرم مطهر اړوند د ښځو دارالقرآن الکریم ځانګړی رمضاني پروګرام، چې پکې د قرآن کریم ورځنۍ جزءخواني ( یا په ورځې کې د یوې سپارې تلاؤت)محفلونه هم په عراق دننه او هم له هېواده بهر ترسره کېږي، د بېلابېلو عمرونو د ګډونوالو له پراخ هرکلي سره مخ شوی دی.
د خبر لمبر: 3492508 خپرونې تاریخ : 2026/02/25
ایکنا - په سلګونو مسلمانان چې په امریکا کې مېشت دي، د نیویارک ښار په ټایمز سکوېر چوک کې، چې د ښار له تر ټولو ګڼېګوڼې ډکو سیمو څخه ګڼل کېږي، د روژهماتي دسترخوان وغوړاوه او د نيون څراغونو تر رڼا لاندې او په باراني هوا کې ئې د ماښام لمونځ ادا کړ.
د خبر لمبر: 3492502 خپرونې تاریخ : 2026/02/24
ایکنا– د ایران د فارس ولایت د اسلامي تبلیغاتو د قرآني چارو د ادارې مشر د ایران په دغه سویلي ولایت کښې د رمضان د مبارکې میاشتې په دوران کښې هره ورځ د قران کریم د سیپارو لوستلو د څه باندې اوو زرو غونډو د جوړیدو خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3492501 خپرونې تاریخ : 2026/02/24
ایکنا- د قرآن کریم د نساء سورې له ۱۴۸آیت څخه د مائدې سورې تر ۸۱ آيت پورې تلاؤت د ایران د اسلامی جمهوریت د نړیوال قاری قاسم مقدمي په غږ سره ترسره شوی دی.
د خبر لمبر: 3492500 خپرونې تاریخ : 2026/02/24
ایکنا - لسګونو زرو فلسطینیانو د رمضان د مبارکې میاشتې د لومړۍ جمعې لمونځ په مسجدالاقصی کې ادا کړ؛ دا په داسې حال کې وه چې نیواکګرو اسرائیلي عسکرو د لارو په تړلو او پراخو محدودیتونو لګولو سره قدس ښار ته د لمونځ کوونکو لاسرسی محدود کړی و.
د خبر لمبر: 3492483 خپرونې تاریخ : 2026/02/21
ایکنا - زرګونو فلسطینیانو د روژې د مبارکې میاشتې په لومړۍ شپه، د صهیونیستي رژیم له سختو امنیتي محدودیتونو سره سره، په مسجدالاقصی کې د جماعت لمونځونه ادا کړل.
د خبر لمبر: 3492482 خپرونې تاریخ : 2026/02/21
ایکنا - اقتصادي کارپوهان باور لري چې د روژې د مبارکې میاشتې رارسېدل په عربي نړۍ او اسلامي هېوادونو کې د مصرف بڼې په څرګند ډول بدلوي.
د خبر لمبر: 3492481 خپرونې تاریخ : 2026/02/21
له آیتونو سره ژوند
ایکنا- د بقرې سورې ۲۵۰ آیت انسان صبر، زغم او زړورتیا ته بولي: «رَبَّنَا أَفْرِغْ عَلَیْنَا صَبْرًا وَثَبِّتْ أَقْدَامَنَا وَانْصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْکَافِرِینَ» ای زمونږ ربه!مونږ ته صبر او زغم راډالۍ کړه، زمونږ قدمونه ټینګ کړه او مونږ د کافرانو پر ډلې بریالي کړه.
د خبر لمبر: 3492480 خپرونې تاریخ : 2026/02/21
ایکنا – د روژې دمبارکې میاشتې په دریمه ورځ ایکنانیوز د قرآن کریم د دریمې سپارې یا جزوې تلاؤت ستاسو خدمت ته وړاندې کوي، چې د بقرې سورې له ۲۵۳ آیت څخه د آل عمران سورې تر ۹۲آیت پورې د ایران د تکړه قاری او استاذ قاری قاسم مقدمي په غږ سره ریکارډ شوی دی.
د خبر لمبر: 3492479 خپرونې تاریخ : 2026/02/21
ایکنا – د روژې دمبارکې میاشتې له رارسیدا سره په یووخت د ایکنانیوز قرانی نړیوال خبری آژانس په ویب پاڼې او پیغام رسونې په څانګې کې د دغه قرآنی خبری آژانس په همت سره د معرفتئ په څو رسنیزو تولیداتو سره د؛ مبارکې او قدرمنې روژې میاشتې؛ په عنوان سره ځانګړې دوسیه خپریږي.
د خبر لمبر: 3492478 خپرونې تاریخ : 2026/02/21
ایکنا –د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن نړیوال قاری او تکړه استادقاری قاسم مقدمی په زړه پورې غږ سره د قرآن کریم د دوهمې سپارې یا جزوې په زړه پورې تلاؤت کړی دی.
د خبر لمبر: 3492477 خپرونې تاریخ : 2026/02/20
ایکنا -د مصر د اوقافو وزارت د رمضان المبارک د شپو د احیا لپاره ۲۲ هېوادونو ته د قاریانو او امامانو د استولو ۹۰ حکمونه صادر کړي دي.
د خبر لمبر: 3492475 خپرونې تاریخ : 2026/02/19
ایکنا -د قرآن کریم نړیوال نندارتون د ۲۰ هېوادونو په ګډون او له علمي، هنري پروګرامونو او د قرآني خادمانو د ستاینې په مراسمو سره ترسره کېږي.
د خبر لمبر: 3492474 خپرونې تاریخ : 2026/02/19
ایکنا - د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې مېشت مسلمانان د خپل هستوګن هېواد د جغرافیائي موقعیت او عرض البلد له مخې د مختلفو ګنټو پورې روژه نیسي.
د خبر لمبر: 3492473 خپرونې تاریخ : 2026/02/19
له آيتونو سره ژوند!
ایکنا - د رمضان له مبارکې میاشتې سره سم، «له آیتونو سره ژوند» نومې قرآني خوځښت پیل شوی، چې هره ورځ یو چورلیزي آیت معرفي کوي څو د قرآن ښوونې د خلکو له ورځني ژوند سره وتړي.
د خبر لمبر: 3492472 خپرونې تاریخ : 2026/02/19
د رمضان المبارک په لومړئ ورځ!
ایکنا – د قرآن کریم د حمد سورې تلاؤت د ایران داسلامی جمهوریت د نړیوال قاری قاسم مقدمي په زړه پورې غږ سره ستاسو په خدمت کې وړاندې کیږي.
د خبر لمبر: 3492471 خپرونې تاریخ : 2026/02/19
د قرآن د نندارتون مشر!
ایکنا – د قرآن د نندارتون مشر حجتالاسلام والمسلمین حمیدرضا اربابسلیماني د سلواغې په ۲۷ په یوې خبري غونډې کې د قرآن د ۳۳ نړیوال نندارتون د جوړېدو خبر ورکړ او وې ویل چې دا نندارتون به په ۱۶ زره مربع میتره فضا کې ترسره شي. هغه د وخت او ځای د اعلان ترڅنګ وویل: ولسي کول، نوښت، د غوره کسانو له ظرفیت څخه ګټه اخیستل او نوې ټیکنالوژۍ، په ځانګړي ډول مصنوعي ځیرکتیا(آرټيفیشل انټلیجنس)، د نندارتون له مهمو محورونو دي.
د خبر لمبر: 3492469 خپرونې تاریخ : 2026/02/18
د یمن د انصارالله مشر:
ایکنا - د یمن د انصارا....ولسی غورځنګ مشر د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت په خپل پیغام کې وویل؛ د اسلامي نړۍ د ستونزو یوازینۍ حل لاره الهي لارښوونو ته بېرته ستنېدل دي.
د خبر لمبر: 3492467 خپرونې تاریخ : 2026/02/18
ایکنا – په مدینې منورې کې ملک فهد قرآن چاپ کمپلیکس اعلان کړی چې د روژې مبارکې میاشتې په ترڅ کې به په ډیجیټلي فعالیتونو کې پراخ شتون ولري او په دې برخې کې به ځانګړي پروګرامونه پلي کړي.
د خبر لمبر: 3492465 خپرونې تاریخ : 2026/02/17
ایکنا -په نیواکي قدس کې، چیرته چې د روژې مبارکه میاشت هر کال د صهیونیسټانو د مذهبي تاوتریخوالي له زیاتوالي سره مل وي، نفیسه خویص ـ چې یوه وفاداره او جلاوطن شوې خادمه ده ـ هر ماښام خپله روژه د مسجدالاقصی په انګړ کې نه ، بلکې دغه سپېڅلي ځای ته څېرمه پر سړک افطار کوي. هغه خپلو تشو لاسونو ته ګوري او نارې وهي: «دا جومات زمونږ هویت دی؛نیواکګرو ته ئې مه پرېږدئ.» جلاوطنئ د هغې روح له دې مقدس ځایه نه دی جلا کړی؛ هغه اوس هم په لوړ غږ زرګونه مسلمانان د ایمان د وروستي سنګر ساتنې ته رابولي.
د خبر لمبر: 3492462 خپرونې تاریخ : 2026/02/17