ایکنا - په استانبول کې د څلورو ورځو خبرو اترو په بهیرکې، پاکستان او افغان طالبان د ټي ټي پي د کنټرول په اړه یوې موافقې ته ونه رسیدل؛ اسلام آباد د عملي تضمینونو د نشتوالي او د کابل لخوا د وسله والو په اړه د ناکافي کنټرول په اړه شکایت وکړ، پداسې حال کې چې د سرحدي نښتو زیاتوالي او د نړیوال څارنې میکانیزم نشتوالي دا بندون لا پسې ژور کړ او په سیمه کې یې د پراخ پوځي اقدام سیوری وغورځاوه.
د خبر لمبر: 3491945 خپرونې تاریخ : 2025/10/30
ایکنا - د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د پاکستان د کورنیو چارو له وزیر سره په لیدنې کې د دوو هېوادونو ترمینځ د علمي، کلتوري، اقتصادي، سیاسي او امنیتي اړیکو پراختیا د دوو ملتونو د اړیکو د پیاوړتیا سبب وګڼله او په سیمې کې ئې د تاوتریخوالي د کمولو او له هر ډول جګړې څخه د ډډه کولو پر اړتیا په ټينګار سره ووئيل؛ د ایران اسلامي جمهوريت د پاکستان او افغانستان ترمینځ د هر ډول شخړو په حل کولو کې ملګرتیاؤ او مرستو ته تیار دی.
د خبر لمبر: 3491937 خپرونې تاریخ : 2025/10/29
ایکنا - د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې د دغه وزارت د مالیې او ادارې چارو مرستیال ډاکټر محمد نعیم او د افغانستان د چارو لپاره د چین د ځانګړي استازي یو شیاویونګ ترمنځ د لیدنې او خبرو اترو خبر ورکړل شوی دی.
د خبر لمبر: 3491910 خپرونې تاریخ : 2025/10/23
ایکنا - د افغانستان په هرات کې د ایران داسلامي جمهوريت کنسولګرۍ د يوې اعلامیې په خپرولو سره، د نوې ویزې د صادرولو شرطونه او د بهرنيانو لپاره د پنځه کلن خاص اقامت ضابطې او قواعد اعلان کړي دي.
د خبر لمبر: 3491875 خپرونې تاریخ : 2025/10/16
ایکنا - د افغانستان او پاکستان تر مینځ وروستیو بدلونونو په تعقیب، د تاوتریخوالي د زیاتیدو او د سخت دریځو ډلو د فعالیتونو په اړه اندیښنې زیاتې شوې دي.
د خبر لمبر: 3491855 خپرونې تاریخ : 2025/10/13
ایکنا - د پوځي عملیاتو لپاره د د افغانستان د بګرام هوائي ډګر لوړ ظرفیت، د افغانستان کاني سرچینې، له چین سره د دغه هېواد نږدېوالی، او په مرکزي آسیا کې د خپل نفوذ پیاوړتیا، د دې ستراتیژیکي اډې د بیانیولو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لیوالتیا اصلي دلیلونه دي.
د خبر لمبر: 3491808 خپرونې تاریخ : 2025/10/04
ایکنا - د پاکستان د خارجه وزارت ویندوی شفقت علي خان په اسلامآباد کې د خپلې اوونیزې خبري ناستې په ترڅ کې، د ایران او امریکا ترمینځ د تاؤتریخوالو د ختمولو لپاره د پاکستان د رول او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له خپل امریکائي سیال سره د پرلهپسې خبرو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: تاسو ټولو د وروستیو تاؤتریخوالو په اړه(د اسرائیلو د تیریو له امله) د پاکستان دریځ لیدلی دی.
د خبر لمبر: 3491738 خپرونې تاریخ : 2025/09/20
ایکنا - د افغانستان د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون تورونه رد کړل او ټینګار ئې وکړ چې د طالبانو حکومت د دوحې د تړون له مخې خپلو وعدو ته ژمن دی او افغانستان د هیڅ هېواد لپاره ګواښ نه دی.
د خبر لمبر: 3491559 خپرونې تاریخ : 2025/08/17
ایکنا - د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر، مسعود پزشکیان، د شنبې په ورځ، د تهران له مهرآباد هوايي ډګره د پاکستان پر لور له روانېدو مخکې وویل: زمونږ د سفر موخه د پاکستان له لومړي وزیرشهباز شریف سره د اقتصادي، سرحدي او امنیتي ملګرتیاؤ پراخول دي.
د خبر لمبر: 3491493 خپرونې تاریخ : 2025/08/03
ایکنا -د اسلامی انقلاب د معظم لارښود د نړیوالو چارو سلاکار ووئیل؛ د ایران او پاکستان د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا او پراختیا اړینه ده
د خبر لمبر: 3491403 خپرونې تاریخ : 2025/07/15
ایکنا – د ایران د اسلامی حمهوریت د پوځ لوي درستیز د پاکستان د پوځ له ستر قوماندان سره په کتنې کې ووئيل؛ ددواړو هیوادونو پوځونه د پولو په هردواړو خواؤ کې د ترهه ګرۍ د له مینځه وړلولپاره کلک او پریکنده هوډ لري.
د خبر لمبر: 3491187 خپرونې تاریخ : 2025/05/28
ایکنا - د پاکستان لومړي وزیر د اسلامي انقلاب له معظم رهبر او د ایران له ولسمشر سره له کتنې وروسته وویل: پاکستان په اسلامي امت کښې د ایران د مهم مقام لپاره د ډیر اهمیت قائل دی او د سیمه ایزې سولې او امنیت لپاره له ایران سره د سټراټیجکو ملګرتیاو پياوړتیا ته خپله ژمنه اعلانوي.
د خبر لمبر: 3491179 خپرونې تاریخ : 2025/05/27
ایکنا – په داسې حال کې چې له زیاتره اروپائي هیوادونو پشمول د نړۍ له هیوادونو افغان کډوال بیرته ګرځول کیږي، د ایران په اسلامی جمهوریت کې تردې دمه د افغان کډوالو بچیان زده کړې کوي او د ایران د اسلامی جمهوریت رسمي راپورونه ښئ چې تر دې د مه په ایران کې په ښونځیو کې څه دپاسه اوه لکه کډوال زده کونکي زده کړې کوي.
د خبر لمبر: 3491177 خپرونې تاریخ : 2025/05/27
ایکنا ـ د پاکستان د آئي ایس پي آر مشر او ویندوي ،نن په یولړ څرګندونو کې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د نږدې اړیکو پر اهمیت ټینګار وکړ او وې ویل چې دا اړیکې د سیمې د سولې او ثبات لپاره مهمې دي.
د خبر لمبر: 3491128 خپرونې تاریخ : 2025/05/17
ایکنا - په هند براعظمګي کې اوسني وضعیت او د تاوتریخوالي په کمولو کې د مرستې لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت د چمتووالي اعلان ته په پام سره، پاکستان ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر اوسنی سفر ځانګړی اهمیت لري. دا د ایران د څوارلسم حکومت د بهرنیو چارو وزیر لخوا پاکستان ته دویم سفر دی. عراقچي تېر کال هم له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره د لیدنې په موخه اسلام اباد ته سفر وکړ.
د خبر لمبر: 3491066 خپرونې تاریخ : 2025/05/05
ایکنا – په افغانستان کې د اسلامي ملګرتیا موسیسې سفیر په کابل کې د طالبانو د کډوالو چارو له وزیر سره په لیدنې کې ټینګار وکړ چې داموسیسه به د افغان کډوالو لپاره د بشري مرستو د جلبولو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د خبر لمبر: 3491064 خپرونې تاریخ : 2025/05/05
ایکنا – د عربستان دفاع وزیر پرون ناوخته د اسلامی انقلاب له معظم لارښود سره په کتنې کې ددغه هیواد د پاچا پیغام حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي ته وړاندې کړ.
د خبر لمبر: 3490978 خپرونې تاریخ : 2025/04/19
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر په ټولو زمینو کې د دواړو هیوادونو په پیاوړو او دوامدارو اړیکو باندې د خوښئ په ښودلو سره ،له سیمه ایزو بدلونونو او مسئلو سره په ارتباط کې د عمان هیواد د مسئولانه کړچار قدرونه او ستاینه وکړه او د ایران امریکا دغیر مستقیمو خبرواترو کوربتوب ئې ددغه کړچار یوه نښه وبلله.
د خبر لمبر: 3490949 خپرونې تاریخ : 2025/04/13
ایکنا- د افغانستان د طالبانو د کډوالو او د بېرته ستنیدو د چارو وزارت وایي، پاکستان غواړي افغانان د زور له لارې بېرته ستانه کړي او ایران غواړي چېد کډوالو د ستنولو لپاره له افغانستان سره د تفاهم له لارې یو ګډ میکانیزم جوړ کړي.
د خبر لمبر: 3490922 خپرونې تاریخ : 2025/04/07
ایکنا - د بخښنې نړیوالې ادارې د جنوبي اسیا څانګې له پاکستانه د افغان کډوالو په زوره د ایستلو د پروګرام د لغوه کولو او ورته د لازیات وخت ورکولو لپاره کمپاین پیل کړی دی.
د خبر لمبر: 3490918 خپرونې تاریخ : 2025/04/06