ګاونډیان - پاڼه 3

IQNA

بچوې
ایکنا-  د ایران د اسلامی جمهوریت  خارجه وزیر  په ټولو زمینو کې د دواړو هیوادونو  په پیاوړو او دوامدارو  اړیکو باندې د خوښئ په ښودلو  سره ،له سیمه ایزو بدلونونو او مسئلو سره په ارتباط کې د عمان هیواد  د مسئولانه کړچار قدرونه او ستاینه وکړه او  د ایران امریکا دغیر مستقیمو خبرواترو کوربتوب ئې ددغه کړچار  یوه نښه وبلله.
د خبر لمبر: 3490949   خپرونې تاریخ : 2025/04/13

ایکنا- د افغانستان د طالبانو د کډوالو او د بېرته ستنیدو د چارو وزارت وایي، پاکستان غواړي افغانان د زور له لارې بېرته ستانه کړي او ایران غواړي چېد کډوالو د ستنولو لپاره له افغانستان سره د تفاهم له لارې یو ګډ میکانیزم جوړ کړي.
د خبر لمبر: 3490922   خپرونې تاریخ : 2025/04/07

ایکنا - د بخښنې نړیوالې  ادارې د جنوبي اسیا څانګې له پاکستانه د افغان کډوالو په زوره د ایستلو د پروګرام د لغوه کولو او ورته د لازیات وخت ورکولو لپاره کمپاین پیل کړی دی.
د خبر لمبر: 3490918   خپرونې تاریخ : 2025/04/06

ایکنا - د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر  د عربستان له ولی عهد سره په خبرو کې ووئيل،  د ایران اسلامی جمهوریت د متقابل  احترام او ګټو په اساس تعامل او د ځينو  تاؤتریخوالو د ختمولو په زمینې کې  خبرواترو ته تیار  دی.مونږ له هیڅ یوه هیواد سره کوم جنګ او شخړه نه لرو، البته  له خپل ځانه په دفاع کې  هم هیڅ شک هم  نه لرو او  په دې زمینې کې د مونږ چمتووالی او توانمنئ په ترټولو لوړه سویه دي.
د خبر لمبر: 3490908   خپرونې تاریخ : 2025/04/04

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر ویلي، چې هېوادونه دې افغان کډوالو ته وخت ورکړي، ترڅو په خپله خوښه هېواد ته را ستانه شي.
د خبر لمبر: 3490897   خپرونې تاریخ : 2025/04/01

ایکنا - کابو میاشت وړاندې په تورخم کې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د  جګړې له امله پاکستان د تورخم دورازه د ۲۷  ورځو لپاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې وه، چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د سوداګرۍ پر مخ خلاصه او ویل کېږي چې مسافرو ته به سبا اجازه ورکړل شي.
د خبر لمبر: 3490841   خپرونې تاریخ : 2025/03/22

د افغان کډوالو د جبري ایستنې په برخه کې پاکستان پر خپلې پرېکړې جدي دی او د مارچ له ۳۱ مې وروسته به په جبري ډول له دغه هېواده ټول ناقانونه افغان کډوال او د اي سي سي کارټ لرونکي اخراج کړي.
د خبر لمبر: 3490826   خپرونې تاریخ : 2025/03/19

ایکنا - د افغانستان د اطلاعات او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران د خبریال د ملي ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي چې، په دې هېواد کې د رسنیو وضعیت په ښه لوري روان دی.
د خبر لمبر: 3490819   خپرونې تاریخ : 2025/03/18

ایکنا-  د اسلامی ملګرتیا موسیسې  مسئولانو وئيلی دي،  په هرې رودې سره به د افغانستان ملاتړ  ته دوام ورکړي.
د خبر لمبر: 3490671   خپرونې تاریخ : 2025/02/20

ایکنا - د  اسلامی ایران ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان  پرون  مازدیګر  د قطر له امیر سره په ګډ مطبوعاتی  کنفرانس کې ووئيل،  ددواړو هیوادونو د  چارواکو دوامدارې کتنې  ددواړو هیوادونو  د تاریخي ،کلتوري او اقتصادي  پیاوړو پيوندونو او د هغو نزدو لیدتوګو ښودنه کوي، چې د سیمه ایزو او نړیوالو مسئلو به باب  ددواړو هیوادونو ترمینځ رابرسیره شوي دي.
د خبر لمبر: 3490669   خپرونې تاریخ : 2025/02/20

ایکنا - د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي پرون ناوخته د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد بن خلیفه آل ثاني او ورسره پلاوي سره په کتنې کې ووئيل؛ دایران د حکومت یو اعلان شوی سیاست له ګاونډیانو سره د اړیکو پراختیا ده او د خداي په مهربانۍ سره په دې زمینې کې ښه کارونه شوي او پرمختګونه هم ترلاسه شوي دي.
د خبر لمبر: 3490667   خپرونې تاریخ : 2025/02/20

ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د ترکمنستان  له ملی رهبر سره په ټیلیفوني خبرو کې ووئيل، دایران  اسلامی جمهوریت په سیمې او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د سولې اودوستۍ ټينګیدل غواړي او  له ترکمنستان او نورو هیوادونو سره  په دې زمینې کې د ملګرتیا هرکلی کوي.
د خبر لمبر: 3490623   خپرونې تاریخ : 2025/02/11

ایکنا- په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر احمد خان ویلي، درې نیم کاله وروسته له دې چې طالبان واک ته رسېدلي، د اسلام‌ اباد هغه تمې پوره نه شوې چې دغه حکومت به د ټي ټي پي، داعش او بلوڅ بېلتون پالو په ګډون ترهګریزې ډلې وځپي.
د خبر لمبر: 3490470   خپرونې تاریخ : 2025/01/14

ایکنا - د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې په مرکز پېښور کې ددغه ښار په مرکزي موزیم کې د ایران پېژندنې کوټه رسماٌ پرانیستل شوه.
د خبر لمبر: 3490405   خپرونې تاریخ : 2025/01/02

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي په یوه مرکه کې ویلي وو، چې چین د افغانستان د سرپرست حکومت په رسمیت پېژندلو په اړه د سیمې له هېوادونو سره د خبرو په حال کې دی.
د خبر لمبر: 3490235   خپرونې تاریخ : 2024/11/30

ایکنا - د افغانستان د طالبانو د حکومت د فواید عامه  وزارت د ریل پټلۍ معین او دټرانسپورټي وزیر مرستیال په مشهد مقدس کې په شتون سره د حضرت امام رضا علیه السلام د سپیڅلی حرم له زیارته مشرف شو.
د خبر لمبر: 3490214   خپرونې تاریخ : 2024/11/26

ایکنا - په افغانستان کې د ایران سفیر ووئيل،د ایران د جنوب ختیځ چابهار بندر په پراختیا سره به هم د سمندر نړیوالو اوبو ته د افغانستان لاس رسي لا زیات آسان شي.
د خبر لمبر: 3490191   خپرونې تاریخ : 2024/11/20

ایکنا - د افغان طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي،په تېرو څلورو لسيزو کې له ميليونونو افغان کډوالو څخه د ايران د اسلامي جمهوريت د مېلمه پالنې له امله د قدردانۍ ترڅنګ، ټينګار کړی چې کابل د بنديانو د لېږدونې په برخه کې له ايران سره همکارۍ ته ژمن دی.
د خبر لمبر: 3490178   خپرونې تاریخ : 2024/11/18

ایکنا - د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر همداراز پاکستان ته پخپل لومړني رسمي سفر کې ددغه هیواد پوځ لوی قوماندان جنرال عاصم منیر ، خارجه وزیر اسحاق ډار او همداراز نورو لوړپوړو چارواکو سره کته او ددواړو هیوادونو د ملګرتیاؤ دپراختیا او د سیمه ایزو او نړیوالو موضوعګانو په باب خبرې او مشورې وکړې.
د خبر لمبر: 3490119   خپرونې تاریخ : 2024/11/06

ایکنا- د افغانستان د ریس الوزار سیاسی مرستیال  مولوی عبدالکبیر   د کابل دپوهنتون له استاذانو او محصیلینو سره په کتنې کې  له نړۍ سره د  افغانستان  د اړیکو  او ددغه هیواد  داوسنی وضعیّت په باب بحث او د نظر تبادله وکړه.
د خبر لمبر: 3489986   خپرونې تاریخ : 2024/10/12