iqna

IQNA

بچوې
ایکنا-(هرات) د افغانستان په هرات ولایت کې په وروستۍ زلزلې کې د وروستیو راپورونو په اساس کابو ۴۵۰۰ کسان وژل شوي او کابو نهه زره نور ټپیان شوي دي چې ممکنه ده دغه شمیر نوره هم زیات شي.
د خبر لمبر: 3488085    خپرونې تاریخ : 2023/10/10

ایکنا-(کابل) دافغانستان د طالبان و د حکومت د سیاسی  چارو مرستیال ملاعبدالغنی برادر هم له خلکو سره دخواخوږۍ  د ښودلو لپاره  نن  هرات ته تللی دی.
د خبر لمبر: 3488080    خپرونې تاریخ : 2023/10/09

ایکنا-(کابل) د افغانستان د طالبان و دحکومت ویندوِ ذبیح الله مجاهد په ایکس (ټویټر) ټولنیز چینل کښې په یو پیغام کښې ولیکل چې د افغانستان خلک د پاکستان په امنیتي ستونزو کښې لاس نه لري.
د خبر لمبر: 3488061    خپرونې تاریخ : 2023/10/05

ایکنا-(تهران) د افغانستان د طالبان و د حکومت د حج ارشاد او اوقافو وزارت معین چې تهران ته په رسمی سفر راغلی ، د ایران له حکومت څخه ئې مننه وکړه چې تېر کال یې په دغه هېواد کې افغان کډوالو حاجیانو ته غوره خدمات برابر کړي وو.
د خبر لمبر: 3488057    خپرونې تاریخ : 2023/10/04

ایکنا-(تهران)  د پاکستان کورنیو چارو وزیر ووئيل که د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې غیر قانوني افغان کډوال خپل هیواد ته ستانۀ نشي، ؛ نو تر هغې وروسته به په زوره وویستل شي.
د خبر لمبر: 3488054    خپرونې تاریخ : 2023/10/04

ایکنا-(تهران) د افغانستان د طالبان ود بهرني سیاست د چارو د وزارت سرپرست امیر خان متقي په سرپرستۍ کې د  افغان طالب حکومت یو لوړپوړی پلاوی د چین په رسمي بلنې سره بیجینګ ته په سفر تللی دی.
د خبر لمبر: 3488052    خپرونې تاریخ : 2023/10/03

ایکنا-(افغانستان) دخوړو نړویوال پروګرام  په یوه  وروستي راپور کې وئيلي دي  په افغانستان کې   څه دپاسه یو میلیون میّندې او ماشومان ئې د بودجې د ډیرې کمیدا په د لیل له خوراکي مرستو بې برخې  پاتې شوي دي .
د خبر لمبر: 3488048    خپرونې تاریخ : 2023/10/02

ایکنا-(تهران) د افغانستان د طالبان و د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست امیرخان متقي د افغانستان په چارو کې د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره په کتنه کښې له پاکستان سره د افغانستان اړیکې دوستانه وبللې او ویې ویل د مشکلاتو د رامینځته کیدا په بڼه کښې باید د رسنیو د بیانیو پرځاې له ډیپلوماټیکو لارو د دغو ستونزو د حل کولو هڅه وکړو.
د خبر لمبر: 3488042    خپرونې تاریخ : 2023/10/01

ایکنا-(تهران) د ملګروملتو د سرمنشي مرستیاله میرمن آمینه محمد وائي،دغه موسیسه په نظر کې لري،د افغانستان د میرمنو په وضعیّت باندې په تمرکز سره په اسلام کې د میرمنو درول په باب یو سمنیار جوړ کړي.
د خبر لمبر: 3488033    خپرونې تاریخ : 2023/09/30

ایکنا-(تهران) د پاکستان په بلوچستان صوبې کې د میلادمصطفی(ص) دولولناک لاریون  په پیلیدا پسې لږ وخت وروسته  له خونړئ پیښې وروسته ددغه هیواد په خیبر پختونخواه صوبې  کې په دوآبې سیمې کې هم دوو نورو ځان مرګو د خداي په کور یرغل وکړ، چې  په ټول کې دمیلاد مصطفی په ورځې د رسول ا... بزرګوار د مینه و الو او لمونځ ګوزارو قربانیانو شمیر څه دپاسه شپیتو کسانو ته ورسید.
د خبر لمبر: 3488031    خپرونې تاریخ : 2023/09/30

ایکنا-(اسلام اباد)   افغانستان ته ددغو غیر قانوني اوسیدونکوپناه غواړو بیرته ستنول به په درو پړاوونو کې ترسره شي او په لومړي پړاو کې به هغه افغانان چې له اسنادو پرته په پاکستان کې اوسېږي او هغه افغانان چې خپل اسناد او ویزې یې نه دي تمدید کړې وې ایستل شي.
د خبر لمبر: 3488022    خپرونې تاریخ : 2023/09/28

ایکنا-(تهران) په افغانستان کې د طالبان و حکومت د پوهنې وزارت سرپرست  په جوزجان ولایت کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي چې د هلکانو په پرتله د نجونو «جهل» او ناپوهي ډېره ده.
د خبر لمبر: 3488007    خپرونې تاریخ : 2023/09/25

ایکناـ(افغانستان) په افغانستان کې د علم د پرمختګ په لاره کې د خنډونو د نشتوالي په باب د طالبان و دحکومت ددغو لوړپوړي غړي ټینګار په داسې حال کې دی چې  ددغه حکومت د فیصلې په اساس په افغانستان کې انجونې له شپږصنفه پورته او  همداراز  په پوهنتونونو کې  دزړه کړې حق او اجازت نه لري.
د خبر لمبر: 3488002    خپرونې تاریخ : 2023/09/24

ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت د اطلاعاتو وزارت په وروستۍ خبرتیا کې راغلي دي ، دامام الزمان عجل الله تعالی فرجه الشرف ګمنامو سربازانو په تهران او شاوخوا سیمو کې په یوه وخت د دیرشو بمونو اوماینونو د چاودولو دسیسه شنډه کړې او ۲۸ ترهه ګر جنایتکار ئې نیولي دي .
د خبر لمبر: 3488000    خپرونې تاریخ : 2023/09/24

ایکنا-(اسلام اباد) د پاکستان پوځ ته نږدې یوې ورځپاڼې ایکسپریس ټریبون له اسلام اباد سره د افغانستان د طالبان و دښمني د زیاتیدا په حال کښې وبلله.
د خبر لمبر: 3487989    خپرونې تاریخ : 2023/09/21

ایکنا-(تهران) د افغانستان د طالبان و ویندوي ذبیح الله مجاهد په یولړ څرګندونو کې ووئیل،دملګروملتو په عمومی اسمبلۍ کې   د افغانستان په باب هرډول بحث ، دافغانستان د  استازي شتون ته  اړتیا لري  او له دغه استازي پرته دغه  شان غونډې بې نتیجې وي.
د خبر لمبر: 3487983    خپرونې تاریخ : 2023/09/20

ایکنا-(اسلام اباد) د پاکستان لومړی وزیر  په داسې حال کې  له افغانستان سره د ورورولۍ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره ددغه هیواد دحکومت ژمنتیا  عنوان کړې چې ددواړو هیوادونو  ترمینځ پوله ایزې سترې لارې د څو ترهه ګرو پیښو او دامنیتی ناندریو  په دلیل  تړل شوې دې .
د خبر لمبر: 3487973    خپرونې تاریخ : 2023/09/18

ایکنا-(اسلام اباد) د افغانستان د طالبان و د بهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان مقتي په کابل کې موجود د پاکستان له ډيپلوماټيک پلاوي سره خبرې وکړې.
د خبر لمبر: 3487967    خپرونې تاریخ : 2023/09/17

ایکنا – (افغانستان) د 'آی اې ایم' یا نړیوال مرستندویه ماموریت په نوم یو سازمان تایید کړې چې په غور ولایت کې یې د یوه بهرني کارکوونکي په ګډون اتلس کارمندان نیول شوي دي.
د خبر لمبر: 3487960    خپرونې تاریخ : 2023/09/16

ایکنا – (کابل) د طالبان و د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست وایي چې ښځې دې د تعلیم برخه کې بېړه نه کوي او طالبان ژمن دي چې د شریعت په چوکاټ کې يې حقونه ورکړي.
د خبر لمبر: 3487954    خپرونې تاریخ : 2023/09/15