ایکنانیوز دتسنیم له قوله راپور راکړ،د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپانې په یوه مطلب کې لیکلی دي،د کابل او اسلام اباد داړیکو د تاؤتریخوالي له زیاتیدا وروسته نور پاکستان د طالبانو به وړاندې خپل سیاست بدل کړی دی.دغې خپرونې زیاته کړې ده،د پاکستان چارواکو فیصله کړې ده ، په نړیواله سویه نور د افغانستان د طالبانو له دوسیې لاس اخلی او ورڅخه ملاتړ نه کوي.په دغه راپور کې وئيل شوي دي ، پاکستان به نور د اسلام اباد او ددغې ډلې ترمینځ د اړیکو په خړپړیدا او ترینګلتیا په وجه دطالبانو لباره هیڅ ځانګړی امتیاز په نظر کې ونه نیسي.
په دغه راپور کې دغه راز ادعا شوې ده دطالبانو په وړاندې د پاکستان د سیاست بدلیدا په نړیواله سویه د افغانستان د طالبانو د حکومت د رسمیّت پيژندنې چانس لاډير پیکه شوی دی.د راپورونوپه اساس ، په افغانستان کې د طالبانو واک ته له رسیدا وروسته ،پاکستان دکابل د حکومت د یوه ملاتړي او مدافع په توګه ظاهر شو او له نړیوالې ټولنې او په تیره بیا له لویدیځي هیوادونو ئې وغوښتل څو له طالبانو سره ارتباط ټينګ کړي.
په عین حال کې ځینو رسمي سرچینو دغې خپرونې ته وئيلي دي، چې اسلام اباد به نوره د طالبانو له رژيم سره هیڅ مهرباني اونرمښت ونه لري،ځکه دغې ډلې د پاکستان دښمنانو ته پناه ورکړې ده.