قرآنی تعلیمات - پاڼه 7

IQNA

بچوې
ایکنا- د سعودي عربستان د قطیف سیمې شیعیان، سره له دې چې د چارواکو له خوا پرې امنیتي او مذهبي محدودیتونه لګول شوي، د محرم میاشتې مراسم ترسره کوي.
د خبر لمبر: 3492934   خپرونې تاریخ : 2026/06/20

ایکنا-  د مکې د قرآن کریم میوزیم د قرآن کریم یوه بې‌سارې نسخه، چې په یوولسمې هجري قمری پېړۍ پورې اړه لري، د لیدونکو لپاره نندارې ته وړاندې کړې ده.
د خبر لمبر: 3492933   خپرونې تاریخ : 2026/06/20

ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د اسرائیلي رژیم د کورني امنیت د وزیر د پاروونکو څرګندونو په غبرګون کې ویلي: «د مرګ فرقه د ټول بشریت لپاره یو ګواښ دی.»
د خبر لمبر: 3492932   خپرونې تاریخ : 2026/06/20

رهبر ته د سپاه پاسدارانو لیک!
ایکنا – د اسلامي انقلاب  سپاه پاسدارانو  د جنګ  پای ته د رسېدو د تفاهم‌لیک او مذاکراتو د بهیر په اړه د اسلامي انقلاب د ستر لارښود  د پیغام په تعقیب سره وویل: د ایران ملت او د اسلام مبارزان  د خپل حکومت د چارواکو تر شا د غر په څېر کلک ولاړ دي.
د خبر لمبر: 3492931   خپرونې تاریخ : 2026/06/20

ایکنا- په وروستیو کلونو کې د هندوستان  د ډېرو مسلمانو ښځو تجروبې ښئي چې افراطي هندوان د مصنوعي ځیرکتیا (AI) په کارولو سره جعلي او  غیر اخلاقي  انځوریزه محتوا تولیدوي.
د خبر لمبر: 3492930   خپرونې تاریخ : 2026/06/18

ایکنا-  د مصر د اوقافو وزارت د دوشنبې په ورځ،د جون ۱۵مه (۲۵ غبرګولی)، د اوسمهاله پړاو د قرآن کریم د تلاوت له مخکښو څېرو څخه د مرحوم شیخ اسماعیل حلمي حجاب د زوکړې کلیزه ونمانځله.
د خبر لمبر: 3492928   خپرونې تاریخ : 2026/06/18

پارس ټوډې – د ایران د مرکچي پلاوي مشر د  ایران په ضد  د وروستي تپلي جنګ پراخو اړخونو ته په اشارې سره دا پېښه د اسلامي انقلاب له بریا وروسته د ایران د اسلامي جمهوریت د مذاکراتو او سیاسي مقابلو له تر ټولو مهمو پړاوونو څخه وبلله او وې ویل: ایران په وروستي تپلي جنګ کې د امریکا او صهیونیستي رژیم پر سپیرو موخو بریالی شو.
د خبر لمبر: 3492927   خپرونې تاریخ : 2026/06/18

ایکنا -  په ؛سکوی پرواز» نومې  کتاب کې د تحریم سورې د ۱۱ او ۱۲ آیتونو په استناد،د حق او باطل په مقابلې کې د ښځو رول یوازې یو فرعي او حاشیه اي شتون  نه، بلکې یو اساسي او اغېزشیندونکی  رول بلل شوی دی. دا رول د فرعون له مېرمنې آسیه  او حضرت مریم (س) څخه پیلېږي او د عاشورا په غورځنګ کې د حضرت زینب (س) په مشرۍ خپل اوج ته رسېږي.
د خبر لمبر: 3492926   خپرونې تاریخ : 2026/06/18

ایکنا- د سعودي عربستان د اسلامي چارو، دعوت او ارشاد وزارت اعلان کړی چې د روان حج په موسم کې ئې حاجيانو ته درې لکه   ۷۴ زره او ۶۶۰ د قرآن کريم نسخې ډالۍ کړې دي.
د خبر لمبر: 3492924   خپرونې تاریخ : 2026/06/17

ایکنا- ډیری تحلیلي او څيړونکو خپرونو او  ارزونو څخه داسې معلومیږي چې زیاتره کارپوهان په دې اند دي چې ایران د وروستیو دوو جګړو په ترڅ کې د امریکا او اسرائیلي رژیم تر ټولو سخت او زیانمن اقدامات وزغمل، خو بیا هم په نتیجې کې له سټراټیژیک پلوه برلاسی پاتې شو او خپل  امریکائي اوا صهیونیسټي دښمنان ئې د اوربند او شاتګ منلو ته اړ کړل.
د خبر لمبر: 3492923   خپرونې تاریخ : 2026/06/17

ایکنا- د الازهر شيخ احمد الطيب د نوي هجري قمري کال په مناسبت په خپل پيغام کې له ټول اسلامي امت څخه وغوښتل چې د اعتدال او مینځ لاریتوب  تګلاره دې خپله کړي او د استقامت، هوډ، ارادې، د حق پر لار د ټينګ پاتې کېدو او د اسلامي خاورو او وطنونو د حرمت ساتنې له ارزښتونو دې الهام واخلي.
د خبر لمبر: 3492922   خپرونې تاریخ : 2026/06/17

ایکنا - د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ عمومي قوماندان،  جنرال امیر حاتمي، د وسله‌والو ځواکونو د لوی درستیز والئ د  وخت د  مشر شهید جنرال  محمد باقري  په کورنۍ سره په لیدنې کې وویل چې د ایران د ملت بریا به پر خپلو دښمنانو ثابته او ټینګه شي.
د خبر لمبر: 3492920   خپرونې تاریخ : 2026/06/16

ایکنا- د افغانستان د شیعه علماوو شورا د محرم  الحرام  د غمجنو شپو ورځو  د رارسېدو په مناسبت په خپرې کړئ اعلامیې کې له امنیتي مسئولینو غوښتي چې د محرم او عاشورا د مراسمو د پرتمین او خوندي ترسره کېدو زمینه برابره کړي او د ټولو ښاریزو دیني او مذهبي حقوقو ته پاملرنه وکړي.
د خبر لمبر: 3492919   خپرونې تاریخ : 2026/06/16

ایکنا- د محرم میاشتې د رارسېدو په درشل کې، د حضرت امام حسین (ع)د  سپېڅلې آستان  د حرم د ګنبد د بیرغ د بدلولو د مراسمو نېټه اعلان کړه.
د خبر لمبر: 3492918   خپرونې تاریخ : 2026/06/16

ایکنا-  د پاکستان لومړي وزیر د ایران او امریکا ترمینځ د جنګ پای ته د رسېدو هوکړه  یوه تاریخي پېښه وبلله او د ایران د ستر رهبر حضرت آیت‌الله سید مجتبی خامنه‌اي او د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان څخه د مننې ترڅنګ ئې ووئیل؛د هوکړې د لاسلیک مراسم به د پاکستان په کوربه‌توب سره د سویس په جنیوا ښار کې ترسره شي.
د خبر لمبر: 3492915   خپرونې تاریخ : 2026/06/15

ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت  بهرنیو چارو وزارت مرستیال له  امریکا سره د شوي تفاهم په اړه وویل چې د دوشنبې د ورځې له سهار څخه دوه سمدستي بدلونونه رامینځته کېږي؛ لومړی  د لبنان پشمول په ټولو جبهوکې  د جګړې پای ته رسېدل او دویم د سمندري کلابندئ ختمېدل دي.
د خبر لمبر: 3492914   خپرونې تاریخ : 2026/06/15

ایکنا - د قطر د قرآن کریم ۹۹۴ نسخې چې د « بصیرت مصحف» په نوم یادېږي، د نایجریا د نابیناؤ او کم‌بینا نجونو او هلکانو ترمینځ ووېشل شوې.
د خبر لمبر: 3492907   خپرونې تاریخ : 2026/06/14

ایکنا - په کربلا معلی کې د امام حسین(ع) او حضرت ابوالفضل العباس(ع) د سپېڅلو حرمینو دېوالونه، انګڼونه او د بین‌الحرمین سیمه د محرم میاشتې د رارسېدو په مناسبت په تورو بیرغونو او د ماتم په نښو سینګار او تورپوشه شوې ده.
د خبر لمبر: 3492906   خپرونې تاریخ : 2026/06/14

ایکنا-  د اسلامی  انقلاب د مجاهد او شهید لارښود حضرت آیت‌الله العظمی  امام خامنه‌ای د خونین عروج  د درنښت د لمانځنې کمیټې » د شهید   رهبر د (وداع)، جنازې او تدفین د دستورو جزئیات اعلان کړل.
د خبر لمبر: 3492904   خپرونې تاریخ : 2026/06/13

ایکنا- د شارجه د اسلامي چارو ادارې د مصر د فاطمي پړاؤ  له اسلامي معمارۍ څخه په الهام اخیستنې سره د «سلسبیل» جومات پلان او جوړ کړی دی. دغه جومات په   اوسمهاله اسانتیاوو سمبال دی او د ۴۰۰ لمونځ کوونکو د ځایَولو وړتیا لري.
د خبر لمبر: 3492903   خپرونې تاریخ : 2026/06/13