استعمار - پاڼه 7

IQNA

بچوې
ایکنا-(تهران)،د یمن د انصار الله  ولسي غورځنګ رهبر عبدالمالک الحوثي  په یوې وینا کې د دښمنانو له دسیسو سره د مقابلې په خاطر  د اسلام نړۍد عالمانو دهوښیارتیا او ځیرتیا په ضرورت ټينګار وکړ.
د خبر لمبر: 3487035   خپرونې تاریخ : 2023/03/14

ایکنا-(تهران)حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي د بیلاروس د ولسمشر الیګذینډر لوکاشنکو او ورسره پلاوي په کتنه کښې د ایران او بیلاروس یوه ګډوله د امریکې او ځینو لویدیځو هیوادونو بدماش ډوله بندیزونه وبلل او زیاته یې کړه: کوم هیوادونه چې د امریکې له بندیزونو سره مخامخ شوي دي، باید د یو بل په ملګرتیا سره او د یوې ګډې ټولګې په جوړولو سره، د بایکاټ او بندیزونو حربه له مینځه یوسي او مونږ باوري یو چې دا کار شونی او ممکن دی.
د خبر لمبر: 3487034   خپرونې تاریخ : 2023/03/14

ایکنا-(تهران)ددینو او مذهبونو د پوهنتون مشرححةالاسلامابوالحسن نواب او ورسره پلاوي په واتیکان کې د نړۍ د کاتولیکانوله رهبرپاپ فرانیسس سره دهغه په اقامت ګاه کې کتنه او خبرې اترې وکړې.
د خبر لمبر: 3487031   خپرونې تاریخ : 2023/03/14

ایکنا-(تهران)د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف  د روسیې او اسلامی نړۍ د لرلید د ډلې په غونډې کې  ټينګار وکؤ، د روسیې  یو لومړیتوب ، د اسلامی نړۍ له هیوادونو سره  داړیکو پراختیا ده .
د خبر لمبر: 3486999   خپرونې تاریخ : 2023/03/07

ایکنا-(تهران) د لبنان د حزب الله ولسی غورځنګ عمومی منشي ووئيل، درست شواهد ددې ښودنه کوي چې  صهیونیسټي وحشي رژيم  خپل انجام تر ګړنګه رسیدلی دی.
د خبر لمبر: 3486998   خپرونې تاریخ : 2023/03/07

ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر هیله وښودله چي د ایټمي انرژۍ نړیوال اژانس د مسلکي چلند په غوره کولو او د بې پلویتوب د اصل په رعایتولو سره، په قانون باندې د ایران د ژمنتیا او د ایران د سوله ایز ایټمي فعالیتونو په هکله حقیقت بیان کړي.
د خبر لمبر: 3486991   خپرونې تاریخ : 2023/03/05

ایکنا-(تهران)د اسلامی مذهبونو د نزدیکت دنړیوالې ټولنې عمومی  منشي حمید شهریاري ددې خبرې په کولو سره چې دینی عالمان د وحدت د رامینځةکولو لپاره شرعي دنده لری ووئيل،د ارواښاد امام خمیني نظریه داسلامی هیوادونو ترمینخ او په داخل کې د اتحاد رامینځةکول وو.
د خبر لمبر: 3486990   خپرونې تاریخ : 2023/03/05

ایکنا-(تهران ) د پاکستان څلور خبریالان او رسندوئي فعالان چې ا یران ته په سفر راغلي دي،د ایران د اسلامی جمهوریت واققَیتونه ئې د بهرنيو رسندویو  دمنفی تبلیغاتو او پروپیګنډو  په بشپړ اپوټه  وبلل.
د خبر لمبر: 3486972   خپرونې تاریخ : 2023/03/01

ایکنا-(تهران)حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي د خبرګانو د شورا ځائيګی،اهمیّت او حساسیت په اسلامی نظام کې له بل هرمرکز او ټولګې څخه لالوړ وبالۀ او وې وئيل،دغه شورا هم د رهبرۍ ټاکونکې او هم پخپلو خیال ساتنو سره د رهبرۍ د شرائطو د شتون او دوام تضمینونکي ده چې دغه شان لوي ځائيګی،د خبرګانو شورا غړو ته درندې دندې متوجه کوي.
د خبر لمبر: 3486943   خپرونې تاریخ : 2023/02/23

ایکنا-(تهران) د ګرګان ولایت د آزاد اسلامی پوهنتون دغونډو په هال کې په دوه ورځني سمینار کې د اسلامی وحدت په مناسبت درې ټوکه کتابونه او نرم آوزارونو په لسګونو مقالې هم نندارې ته وړاندې شوی.
د خبر لمبر: 3486909   خپرونې تاریخ : 2023/02/16

ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامی  جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي دتهران په آزادۍ چوک کې د اسلامی انقلاب د بریالیتوب دکلیزې په میلیوني غونډې کې ددې خبرې په کولو سره چېځیني  د پهلوی لاس پوڅي رژيم د څيرې په پاکولو پسې دي ،ووئيل، د اسلامی انقلاب د معظم لارښود په فرمان سره ، دمجاهدینو لپاره د علمي او تحقیقاتي او رونټیا ډګر یو داسې فرصت دی چې،د ټولنې لپاره په تیره بیا دځوانانو لپاره روښانه کړي، چې دغه تالي څټي(پهلوي رژيم) ددغه میړني ملت لپاره څوره ذلتونه ،وروسته پاتیوالي او نیمګرتیاوې درلودې.
د خبر لمبر: 3486881   خپرونې تاریخ : 2023/02/11

ایکنا-(تهران)د تهران د جمعې د لمانځه خطیب وویل؛ امریکا په ایران کې د دسیسو لپاره تحقیقاتي موسسې جوړې کړې، خو د خدای په فضل سره دغه ټولې دسیسې د اسلامي انقلاب له بریا وروسته شنډې شوې.
د خبر لمبر: 3486879   خپرونې تاریخ : 2023/02/10

ایکنا-(تهران) داسلامی انقلاب معظم لارښود او د دستو قواؤ لوي قوماندان د ایران د پوځ دهوائي ځواک له قومانانانو او پرسنلو سره په کتنې ې: د سلواغې د ۲۲حماسه د ملی اتحاد بیلګه وبلله او وې وئيل په الهی توفیق سره سږکال دغه حماسه به د ملی اتحاد او له په یوه بل د خلکو د اعتماد ،عزت او په ډ لو ډګرونو کې د دوي په موقعې دشتون سمبول دی.
د خبر لمبر: 3486873   خپرونې تاریخ : 2023/02/08

ایکنا-(تهران)د آسټریا ترټولو ستر جومات او اسلامی مرکز په یوې ۳۲میټرۍ لوړې مینارې  او په ۱۶میټره لوړ ګنبسۍ سره  په ویانا ښار کې جوړ شوی دی.
د خبر لمبر: 3486854   خپرونې تاریخ : 2023/02/05

ایکنا-(تهران)د په لویدیځي آسیا او شمالی افریقا کې د اروپائي اتحادئې ویندوي لویئس بوئنو په ځينو اروپائي هیوادونو کې د آسماني کتاب قرآن کریم نسخوسپکاوی یو شرمونکی اقدام وبالۀ.
د خبر لمبر: 3486820   خپرونې تاریخ : 2023/01/29

ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: هغه کسان چي د قرآن شریف او د مبارک پیغمبر سپکاوی کوي، باید پوه شي چي په دې کار سره د ټوله بشریت او د ټولو ابراهیمي مذاهبو د سپکاوی معنا ورکوي.
د خبر لمبر: 3486807   خپرونې تاریخ : 2023/01/26

ایکنا-(تهران)د مصر الازهر اسلامی مرکز د سویډ او هالینډ د ټولومحصولاتو او شیانو د بایکاټ لپاره له مسلمانانو څخه په غوښتې سره د اسلامی امت له خوا د قرآن کریم په ملاتړ کې یو واحد او پیاوړی دریځ غوره کړي.
د خبر لمبر: 3486805   خپرونې تاریخ : 2023/01/26

ایکنا-(تهران)د ایران داسلامی شورا مشر په سویډ کې د قرآن کریم  له سپين سترګیتوبه ډکه بې احترامي په کلکه محکومه کړه او  وې وئيل، د سویډ سیاستوالان دغه پلان او ښکار اسلام ضده پروسه  د بیان د آزادۍ ددروغجنې ډنډورې ترشا نشي پټولی.
د خبر لمبر: 3486795   خپرونې تاریخ : 2023/01/24

ایکنا-(تهران)په مسکو کې د ارتودوکس عیسویانو د ټولنې د اړیکو مشر په سوېډن کې د ترکیې د سفارت مخې ته د قران سوځېدا یوه وحشي چاره او نه منونکی اقدام وباله او په کلکه ئې محکوم کړ.
د خبر لمبر: 3486791   خپرونې تاریخ : 2023/01/23

ایکنا-(تهران)د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو عمومی قوماندان د سپاه په ضد د اروپائي پارلیمان د وروستي اقدام په غبرګون کې  ووئيل،اروپایان له سپاه سره سیالي نشي کولی.
د خبر لمبر: 3486787   خپرونې تاریخ : 2023/01/23