حفظ کول

IQNA

بچوې
ایکنا- د مصر په «قنا» ولایت کې د « محفل یا حکومت تلاوت» د استعداد موندنې د پروګرام د غوراوي سیالیو د دویمې ورځې په بهیر کې د ګډونوالو ترمنځ سخته سیالي وشوه. په دغو سیالیو کې «احمد وهبي» په نوم یو کم‌عمره قاري هم وځلېد او د سیالۍ په ترڅ کې ئې د قرآن کریم په زړه‌راښکونکي او خوږ غږ تلاوت وکړ.
د خبر لمبر: 3493180   خپرونې تاریخ : 2026/08/13

ایکنا- د حضرت امام علي(ع) د سپېڅلي حرم اړوند د قرآن کریم دارالقرآن، د ګډونوالو د مهارتونو د لوړولو او د قرآني مقاماتو په اړه د هغوي د پوهې د زیاتولو په موخه، د ۱۲۰   تنکیو زلمیانو په ګډون یوه تخصصي سیالي ترسره کړه.
د خبر لمبر: 3493174   خپرونې تاریخ : 2026/08/12

ایکنا- د ترکیې په ختیځ اناتولیه کې د «ګوندوزبي» نومې د اوبو رسولو تأسیسات په داسې ځای بدل شوي چې هېڅکله پکې د قرآن کریم غږ نه خاموشېږي؛ دا یو داسې دود دی چې له څه باندې درې لسیزو راهیسې شپه او ورځ، پرته له وقفې، په کې دوام لري.
د خبر لمبر: 3493157   خپرونې تاریخ : 2026/08/09

ایکنا- د امام حسین(ع) د سپېڅلي حرم دارالقرآن، چې د نجف له علمي حوزې سره په همکارۍ ئې د امام حسین(ع) د اربعین په مناسبت د قرآني تمځایونو طرحه جوړه کړې وه، له ۸۰ زرو څخه زیاتو زائرینو ته د خدمت له وړاندې کولو وروسته دغه طرحه پای ته ورسوله.
د خبر لمبر: 3493156   خپرونې تاریخ : 2026/08/09

ایکنا- د سعودي عربستان د قرآن کریم د حفظ، تلاوت او تفسیر  په باب د ملک عبدالعزیز  د نړیوالوقرآنی  سیالیو د ۴۶  پړاؤ  مقدماتي مرحله له  جمعې  ورځې  ، یعني د زمري دمیاشتې له ۱۶،په مکې مکرمې کې د دغو سیالیو په ځاي کې د ۱۳۳ هېوادونو د ۳۳۴ نارینه او ښځینه ګډونوالو په شتون  سره پیل شوه.
د خبر لمبر: 3493155   خپرونې تاریخ : 2026/08/09

ایکنا- زینب، یوه عراقي ماشومې نجلۍ چې په لیسې کې زده‌کړې کوي، په یوه د ستاینې وړ اقدام کې وتوانېدله چې د قرآن کریم ټول حفظ یوازې په ۴۳ شپو ورځو کې بشپړ کړي.
د خبر لمبر: 3493145   خپرونې تاریخ : 2026/08/06

ایکنا – د دوبئ د ۲۰۲۷  کال  د قرآن  د نړیوالې جایزې د ۲۹  نړیوالې سیالۍ لپاره د نوم‌لیکنې بهیر د نړۍ د ۱۲۰ هېوادونو له بې‌ساري هرکلي سره مخ شوی دی.
د خبر لمبر: 3493132   خپرونې تاریخ : 2026/08/04

ایکا- په ټولنیزو  چینلونو کې فعالانو د غزې د یوې ۱۲ کلنې نجلۍ اغېزشیندونکي ویډیو خپره کړې، چې د مور له شهادت او د یوازیتوب له سختو شېبو وروسته، قرآن کریم د هغې د مات زړه پناه ګرځېدلی دی.
د خبر لمبر: 3493110   خپرونې تاریخ : 2026/08/01

ایکنا-  د ایران د اسلامی جمهوریت  نړیوال قاری  او تکړه قرانی فعال محمد جواد پناهي  د حضرت امام رضا علیه السلام په مقدس حرم کې  د توبې مبارکې سورې  له ۱۱۱ آیت څخه تر ۱۱۲ پورې د آیتونو په زړه پورې تلاؤت وکړ.
د خبر لمبر: 3493106   خپرونې تاریخ : 2026/07/30

ایکنا- د مصر د البحیره ولایت د اوقافو ادارې په ځانګړو مراسمو کې د قرآني ټيلوېژني سیالۍ «دولت  یا محفل تلاوت» د  قضاوت  د کمېټې له یو شمېر غړو څخه ستاینه او درناوی وکړ.
د خبر لمبر: 3493100   خپرونې تاریخ : 2026/07/29

ایکنا- د قطر د اوقافو او اسلامي چارو وزارت د یکشنبې په ورځ، د زمري په ۴مه، د «تر ټولو  غوره» په نوم د  قرآن کریم  د نړیوالو سیالیو  د دریمې مرحلې مقدماتي پړاو پیل کړ.
د خبر لمبر: 3493090   خپرونې تاریخ : 2026/07/28

ایکنا- شیخ عوض عبدالله الفردي نه یوازې د مصر د  دولت یا محفل تلاوت  نومې ټيلیویژني قرآني سیالۍ تر ټولو مشر ګډونوال ؤ ، بلکې د دې پروګرام تر ټولو الهام‌بخښونکی شخصیت هم ګڼل کېږي.
د خبر لمبر: 3493085   خپرونې تاریخ : 2026/07/27

ایکنا-  د ایران د اسلامی جمهوریت نړیوال قاری قاسم مقدمي د ایران د شهید رهبر د درنښت په دستورو کې چې په سه شنبې مازدیګر  د تهران په امام خمینی عیدګاه یا مصلی شبستان کې ترسره شوې ، د فجر مبارکې سورې  وروستي آیتونه تلاؤت کړل.
د خبر لمبر: 3493037   خپرونې تاریخ : 2026/07/16

د حسینی اربعین د قرآني پروګرامونو پیل؛
ایکنا-  «له قرآن سره د جنت پر لور» په عنوان سره د قرآن کریم د انس غونډه، د شهیدانو د لوړ مقام د درناوي، د قرآن کریم او اهل‌بیتو (ع) د فرهنګ د ودې او د حسینی اربعین د قرآني پروګرامونو د رسمي پیل په موخه، د قرآن کریم د قاریانو، حافظانو، قرآني فعالانو او مینه‌والو په ګډون د حضرت امام رضا (ع) په سپېڅلي حرم کې ترسره شو.
د خبر لمبر: 3492985   خپرونې تاریخ : 2026/07/02

کینیا - د کینیا په شمال ختیځ کې یوې ډلې مسلمانو ښځو په یوه بریالي نوښت کې  د خپلې خوښې کار پر داسې پرمختیائي پروژې بدل کړی چې د ښځو اقتصادي پیاوړتیا، د قرآن کریم خدمت او د ټولنیز یووالي پیاوړتیا په ګډه پر مخ وړي.
د خبر لمبر: 3492983   خپرونې تاریخ : 2026/07/02

ایکنا- ډېری خلک باور لري چې د  یوسف (ع)سورې ضبط ریکارډ کول د شیخ سید سعید په ژوند کې اصلي او مهم بدلون و. همدغه ستر بریالیتوب هغه شهرت ته ورساوه او د «د قاریانو سلطان» لقب یې ورته په برخه کړ؛ داسې لقب چې تر نن ورځې پورې ئې د مصري قاریانو په مینځ کې  ساتلی دی.
د خبر لمبر: 3492847   خپرونې تاریخ : 2026/05/31

ایکنا- د مصر د اوقافو وزارت د قرآن کریم د تلاوت د ډګر له سترو شخصیتونو څخه د «شیخ سید عبدالشافي هلال» د زوکړې کلیزه ونمانځله. نوموړی په مصر او اسلامي نړۍ کې د «د تلاوت د محفل سفیر» په لقب مشهور و.
د خبر لمبر: 3492845   خپرونې تاریخ : 2026/05/31

ایکنا-  شیخ سید عامر عثمان، د مصر پخوانی شیخ‌القراء ؤ، چې د مصر د پنځو سترو قاریانو د تلاوت شوي قرآن د ثبت څارنه ئې کړې وه. نوموړی د پیغمبراکرم(ص) په ښار مدینه منوره کې وفات شو.
د خبر لمبر: 3492808   خپرونې تاریخ : 2026/05/23

ایکنا - د مصر د قرآن راډیو وتلې ویانده، فاطمه طاهر،لومړۍ ښځینه غږ و چې د قرآن راډیو دودیز خنډونه ئې مات کړل او د دیني رسنیو په ډګر کې ئې روښانه نښې پرېښودې.
د خبر لمبر: 3492440   خپرونې تاریخ : 2026/02/12

ایکنا د « ستورو محفل » نومې پروګرام خپرونه، چې د ماشومانو او زلمیانو  د قرآني څېرو د ځلاند کېدو کیسه بیانوي، د حضرت امام علي (علیه السلام) د میلاد له ورځې سره هممهاله پیلېږي.
د خبر لمبر: 3492252   خپرونې تاریخ : 2026/01/01