iqna

IQNA

بچوې
حسینی اربعین
د ایران د اسلامي جمهوریت د ریل ګاډي شرکت مرستیال، په دوامداره توګه د تهران – کربلا د ګډو اورګاډو د خدمتونو د پیل خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3488417    خپرونې تاریخ : 2023/12/13

ایکنا-( کربلا) د حسینی اربعیّن د پلی لاریون د لارې په ترټولو لوئې قرآني خیمې کې  د قرآن کریم د سپکاویو د محکومیّت  د یوزر یو سل څوارلس میټره اوږد طومار  کابو اتیا فیصده لاسلیکونو ته په پام سره  د باقي پاتې ۲۵۰ میټره ټوکر په مشهد مقدس او قم المقدس  په حرمیّنو کې داهل بیت علیهم السلام  دعزادارو او مینه والو په وسیله  د لاسلیک لپاره  کیښودل شوی دی.
د خبر لمبر: 3487976    خپرونې تاریخ : 2023/09/19

 ایکنا-(کربلا) حسینی مقدس آستان د علمی شخصیّتونو اوروحاني څيرو او  د اربعین د زیارتوالو په شتون سره په لاس د قرآن د لیکلو پروګرام  اجرا کړ.
د خبر لمبر: 3487944    خپرونې تاریخ : 2023/09/12

ایکنا-(کربلا) دټيکنالوجۍ او انټرنیټ په پراختیا سره د کربلا زیارتوالو له خپلو دوستانو،خپلوانو او کورنیو سره په تماس نیولو سره دوي په زیارت کې شریکوي څو د حسینی اربعیّن په دستورو کې له ګډونه پاتې زړه بایلونکي کسان خپل امام بزرګوار ته خپل ارادت او د حاجتونو غوښته  ورسوي.
د خبر لمبر: 3487936    خپرونې تاریخ : 2023/09/10

ایکنا-(کربلا) حسینی اربعیّن د کابو پنځلس میلیون کسیز جمعیّت د شتون   یوه ولولناکه تجروبه وه. ډيره په زړه پورې تجروبه ده چې دغه شان خلک نه یوازې له اسلامی هیوادونو ،بلکې له درستې نړۍ عراق ته ورځي چې  دحضرت امام علی اوحضرت امام حسین زیارت ته ورشی او ټول له تاوده هرکلی سره مخ کیږي،هیڅوک دا تپوس هم نه کوي ،چې له کوم ځایه راغلی یې او دلته څه کوې ؟
د خبر لمبر: 3487929    خپرونې تاریخ : 2023/09/09

یوه انګریزه څیړانده وائي:
ایکنا(کربلا)یو انګریز څیړاند په دې اند دی چې که په درستې نړۍ کې د امام حسین (ع) مینه وال  پخپلو کې سره لاسونه ورکړي او او د نړیوال نظم  د وضعیّت دبدلولو لپاره په حقیقي  ځواک بدل شي،نو د حسینی اربعین کلنۍ میلیني لاریون د نړیوال بشپړ بدلون لپاره یوه سریزه کیدلی شي.
د خبر لمبر: 3487928    خپرونې تاریخ : 2023/09/09

ایکنا-(کربلا) د عراق دحیدریون کنډک دموکب دخدماتو عملې  د حسینی اربعیّن بهرنیو زیارتوالو ته  د خداي په آمانۍ په وخت دقرآن کریم د نسخو په ډالۍ کولو سره  دخداي  د آسماني کتاب دعزت ولولناکې صحنې  انځور کړي دي.
د خبر لمبر: 3487927    خپرونې تاریخ : 2023/09/09

ایکنا-(کربلا) د عراق په سوشل میډیا کې  دعراقی موکب جوړونکو خپره شوي تصویرونو څخه یو راپور برابر کړی  چې د اربعین د دستورو په ختمیدا ئې له سترګو اوښکې روانې شوي او په غم او ژړا کې خپل موکبونه ټولوي
د خبر لمبر: 3487926    خپرونې تاریخ : 2023/09/09

ایکنا-(کربلا) بین الحرمیّن ته واریدیدا په وخت یوه عراقی موکب د قرآن کریم ډير لوي او په زړه پورې انځورونه  نندارې ته وړاندې کړل.
د خبر لمبر: 3487921    خپرونې تاریخ : 2023/09/07

ایکنا-(کربلا) د حسینی اربعین د میلیوني لاریون په لاره کې د مسیحیانو موکب هم دحسینی زیارتوالو په خدمت کې د مسلمانانو ترڅنګ په موکب کې خدمتونه کوي.
د خبر لمبر: 3487920    خپرونې تاریخ : 2023/09/07

د اسلامی انقلاب ستر لارښود او محصیلین عزادار
ایکنا-(تهران)حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي د ځوانو محصیلینو عزادارو په مینځ کې په شتون سره له نجفه ترکربلا پورې  او دغه راز د هیواد په ګوټ ګوټ کې د حسینی اربعیّن په لاریون کې د خلکو په تیره بیا د ځوانانو  ولولناک و پرتمین شتون او ګډون ته اشاره وکړه اوځوانانو ته په خطاب کې ئې وفرمائيل؛ هماغه شان چې د اربعین په ولولناک لاریون لاره کې په پیاوړي هوډ سره مو حرکت کړئ، دتوحید دحاکمیّت په لاره کې هم مستحکم او پیاوړي  او له کلک هوډ سره یو ځاي ووسئ او تل حسیني ژوند وکړئ او حسیني پاتې شئ.
د خبر لمبر: 3487919    خپرونې تاریخ : 2023/09/07

ایکنا-(کربلا) د کربلا په بین الحرمیّن  کې بیګا شپې او نن داربعیڼ په ورځ د لکونو حسینی مینه والو ځوږ او ولوله د بیان وړ نه ده  او د حضرت امام حسین  او حضرت ابوالفضل العباس علیهم السلام  د حرمیّنو د زیارتوالو شمیر  دومره دی چې ځوږ ئې په درستې فضا کې انګارې کوي.
د خبر لمبر: 3487917    خپرونې تاریخ : 2023/09/06

ایکنا-(کربلا)سږکال د حسینی اربعین په ولولناکو دستورو کې  له مختلفو ملیَتونو څخه ګډون کونکو ماشومانو د قرآن مجید  د مختلفو آیتونو تلاؤت وړاندې کړ څو له دغه آسماني او مقدس کتاب سره  خپله بلدتیا نندارې ته وړاندې کړي.
د خبر لمبر: 3487916    خپرونې تاریخ : 2023/09/06

ایکنا-(کربلا) نوي مسلمانه شوي میرمن جودیت وائي ؛په یوې بشپړ مسیحي کورنۍ کې زیږیدلې او لویه شوي یم. کله مو د اسلام په باب لازیات  معلومات ترلاسه کړل، نو دمسحیّت په با  مو پوښتنې هم لازیاتې شوې او هغه شیان چې په مسیحیّت کې  مو د دوي لپاره کوم منطق  نه پیداکاوه ، نو هغه مو په اسلام کې پيدا کړ.
د خبر لمبر: 3487909    خپرونې تاریخ : 2023/09/05

ایکنا-(کشمیر) د کشمیر د هنر حسینی مینه والو پخپلو هنری نظرونو کې  په دغه نندارتون  د عاشورا د پاڅون  او د حسینی اربعیّن  د پلي لاریون  داهمیّت  انځور نندارې ته وړاندې کړي دی.
د خبر لمبر: 3487908    خپرونې تاریخ : 2023/09/05

ایکنا-(کربلا)د ترکیې په استانبول کې هم د اهل بیت علیهم السلام په لکونو مینه وال غونډ شول او د لبیک یاحسین او لبیک یازینب په شعارونو ورکولو سره ئې دغه ولولناکې دستورې ترسره کړې او د حسینی پاڅون له پنځونکي حضرت اباعبدا... الحسین او د هغه وفادارو ملګرو سره ئې خپل بیعّت بیا نوی  کړ.
د خبر لمبر: 3487907    خپرونې تاریخ : 2023/09/05

ایکنا-(کربلا) د نور قرآنی کاروان  له نجف تر کربلاپورې د ۱۴۴۴کال دحسینی اربعیّن  د میلیوني لاریون په لاره کې ،ډير زیات قرآني محفلونه ترسره کړل او په هغو کې ئې د کلام الله مجید  یو شمیر آیتونه تلاؤت کړي دی.
د خبر لمبر: 3487905    خپرونې تاریخ : 2023/09/05

ایکنا-(کربلا)د ۱۴۰۲لمریز کال حسینی اربعین ته د لیږل شوي  د نور  کاروان د وګړو د شتون  په پړاؤ کې  اټکل شوی دی چې د دغه میلیوني لاریون په پلي لاره کې  په درو سوو موکبونو کې  قرآني محفلونه اجرا کړي.
د خبر لمبر: 3487904    خپرونې تاریخ : 2023/09/04

ایکنا-(کربلا) وروستي راپورونه ښئ چې  تر دې دمه د عراق په کربلا کې د حسینی اربعیّن په میلیوني لاریون کې د ګډون لپاره  کابو اتلس میلیون پلي زیارتوال خپله تنده په لاریون کې په ګډون سره ماتوي او ممکنه ده تر اربعیّن ورځ پورې دغه شمیر دوه چنده شي.
د خبر لمبر: 3487903    خپرونې تاریخ : 2023/09/04

ایکنا-(نجف اشرف) دحضرت فاطمةالزهرا سلام الله علیها صحن  په نجف اشرف اشرف کې د حضرت امام علی علیه السلام  په حرم کې واقع  دی او په دغو شپو ورځو کې  د لسګونو زره اربعیني زیارتوالو منونکی دی.
د خبر لمبر: 3487901    خپرونې تاریخ : 2023/09/04