ولی امر مسلمین او د حج نړیوال پيغام
ایکنا-(تهران) د اسلامي انقلاب معظم لارښود او د مسلمانانو ولی امر حضرت امام خامنه ای د حج د عظیمې غونډې په مناسبت په پیغام کې ټینګار وکړ وحدت او معنویت په دغه وخت کې له تیر وخت زیات د استکبار او صیهونیزم د دښمنۍ اوکارړنګونې هدف دي .
د خبر لمبر: 3487538 خپرونې تاریخ : 2023/06/27
د سویډ پولیسو په دې باب ځینی نوي غوښتنې او راپورونه ترلاسه کړي دی چې د اسلام ضده بهیر افراطیان ، د ناټو غونډې له ترسره کیدا مخکې ددغه هیواد په پلازمینې سټاکهم کې د قرآني نسخو د سوځولو لپاره د مظاهرې مجوز ولرل شي.
د خبر لمبر: 3487522 خپرونې تاریخ : 2023/06/25
د مسلمانو عالمانو نړیوالې شورا د یوې اعلامیې په صادرولو سره په هندوستان کې د مسلمان لږکي دحقوقو خلاف ورزي او دهغوي ځپل په کلکه محکوم کړل.
د خبر لمبر: 3487504 خپرونې تاریخ : 2023/06/21
د یمن د انصار الله ولسی غورځنګ رهبر په یو لړ خبرو کې ټينګار وکړ، د امریکا ولسمشر همجنس پالنه دودوي او هیواد ئې د فساد او بداخلاقیو بیرغ پورته کړی دی.
د خبر لمبر: 3487499 خپرونې تاریخ : 2023/06/20
د ایکنا خبری آژانس ټول کارکونکي د حضرت امام جواد علیه السلام د شهادت د کلیزې په مناسبت د نړۍ درستو مسلمانانو په تیره بیا تاسو میناوالو ته تسلیت وړاندی کوی .
د خبر لمبر: 3487494 خپرونې تاریخ : 2023/06/19
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر په دې خبرې په ټينګار سره چې له اسلامی هیوادونو سره داړیکو د پراختیا لپاره هیڅ خنډ نه لري، د تهران او ریاض اړیکو له ټینګیدا څخه ئې د اسلامی ملتونو او دحکومتونو خوشالۍ او هرکلی ته اشاره وکړه.
د خبر لمبر: 3487487 خپرونې تاریخ : 2023/06/18
د پاکستان د بلوجستان صوبې د کویټه ښار د سفیر جامع جومات د جمعې امام او د اهل تسنن یو غوره دیني عالم مولوی قاری عبدالرحمان نورزي ټينګار وکړ، دا د اسلامی جمهوریت رسالت دی چې د ایران او نورو اسلامی هیوادونو په عالمانو اومتفکرانو ترمینځ دارتباط له لارې دوي د ایران له اسلامی انقلاب سره آشنا کړي او ددغه غورځنګ لیدتوګې د نورو اسلامی هیوادونو لپاره بیان کړي.
د خبر لمبر: 3487457 خپرونې تاریخ : 2023/06/11
د ایران کاروان نور سږکال له دولسو ولایتونو څخه د قرآن کریم د شلو قاریانو او حافظانو په شتون وسره د وحي ټاټوبی ته لیږل شوی دی څو دبیت الله الحرام او مدینې منورې په زیارتوالو او حاجیانو کې پروګرامونه اجرا کړي.
د خبر لمبر: 3487456 خپرونې تاریخ : 2023/06/11
د تهران د پوهنتون مشر«محمد مقیمي» په یولړ څرګندونو کې وویل: د اسلامي انقلاب پیغام د ټولو ملتونو ترمنځ یووالی دی، خو دښمنان اجازه نه ورکوي چې دغه پیغام په اسلامي نړۍ کې په سمه توګه واورېدل شي.
د خبر لمبر: 3487452 خپرونې تاریخ : 2023/06/10
د بحرین ښاریزو د غبرګولې په نولسمه د آل خلیفه رژیم دپوځیانو له سختو امنیتی تدبیرونو سره سره ،د منامې ښار په لویدیځ کې د ؛الدراز؛سیمې په جامع امام الصادق(ع)جومات کې د جمعې لمونځ ادا کړ او مړه دې وي اسرائيل شعارونه ئې پورته کړل.
د خبر لمبر: 3487451 خپرونې تاریخ : 2023/06/10
د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو څخه د حج فریضې ادا کولو په موخه تر دا مهاله سعودي عربستان ته ۴۳۴۹۸۰ تنه رسیدلي او په مدینه منوره کې یې د نبوی حرم او مسجد البنی زیارت کړی دی.
د خبر لمبر: 3487448 خپرونې تاریخ : 2023/06/08
حضرت ابراهیم علیه السلام ،د نبیانو د روزنې روده/3
ایکنا-(تهران) د انسان د روزنې یو ترټولو مهم پلیټ فارم ،کورنۍ ده چې حضرت ابراهیم (ع) پر خپلو بچیانو او مخاطبانو باندې د اغیزشیندنې لپاره ورته توجه کړې ده .
د خبر لمبر: 3487447 خپرونې تاریخ : 2023/06/08
د افغانستان د تبیان کلتوری او علمی مرکز مشر حجةالاسلام حسینی مزاري ووئيل، نن سبا د افغانستان مسلمان ولس د حضرت امام خمینی له لیدتوګو اغیزمنلی دی او هڅه کوي د هغه بزرګوار د تفکر په لاره کې او د اسلامی انقلاب دستر لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي د لارښونو او رهبرۍ له لارې هڅه او حرکت وکړي او دخپلو مبارزو حرکت یوې نتیجې ته ورسوي..
د خبر لمبر: 3487440 خپرونې تاریخ : 2023/06/07
د بنګله دیش دغه لوي عالم روښانه کړې ده ، حضرت امام خمینی د ایران ملت له ظلم او استبداد څخه د ژغورنې او خپلواکۍ لپاراه پاڅون ته وهڅوۀ او دینی احکام ئې د ټولنې په چارو کې وارد او تثبیت کړل. احمد رضا فاروقي دغه راز ووئيل، د حضرت امام خمنیی د نوښت پالې لیدتوګې په برکت په ایران کې د درستو آسماني دینونو پیروکار په سولې ،آرامښت او امنیت کې ژوند کوي.
د خبر لمبر: 3487436 خپرونې تاریخ : 2023/06/06
د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې یوه تکړه دیني عالم او ددینی چارو یو کارپوه حجةالاسلام سید ظفر علی شان نقوي د اسلامی انقلاب د ارواښاد بنسټګر حضرت امام خمینی د رحلت دکلیزې په مناسبت ایکناخبری آژانس سره په خصوصي خبرو کې ووئيل، حضرت امام خمینی د خدای لپاره او د خپل ملت په ایمان او شجاعت باندې په تکیې سره قیام وکړ او پر نورو قدرتونو له اعتماد او لاس اوږدولو پرته ئې د الله اکبر چغه پورته کړه او دنیا ته ئې وښودله چې په ایمان باندې په تکیې سره د طاغوت او فرعون په ضد بریالی کیدلی شي.
د خبر لمبر: 3487435 خپرونې تاریخ : 2023/06/06
د نیجریه دعالمانو د شورا مشر شیخ موسی تفاوا بلیوا ووئيل، له حضرت امام خمیني مخکې، دنړۍ مسلمانان ناامید وو،خو د ایران د اسلامی جمهوریت د بنسټګر په تعالیماتو سره ، مسلمانان پوهه شول چې اسلام د دوی یوازینۍ امید او غوره لاره ده .
د خبر لمبر: 3487418 خپرونې تاریخ : 2023/05/31
ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د ترکیې د ولسمشر په توګه د رجب طیب اردوغان د بیا ټاکل کیدا په باب په مبارکۍ وئیلو سره هیله وښودله چې په نوي پړاؤ کې ، ددواړو هیوادونو سیاسی،اقتصادي ،امنیتی ،کلتوري او تجارتي اړیکې لازیاتې پراخې شي.
د خبر لمبر: 3487417 خپرونې تاریخ : 2023/05/31
ایکنا-(تهران) د ایران او عمان د اړیکو پراختیا د هردواړو هیوادونو ،بلکې د سیمې او اسلامی نړۍ په ګټه ده
د خبر لمبر: 3487412 خپرونې تاریخ : 2023/05/30
ایکنا-(تهران) د افغانستان د شیعه عالمانو د شورا مشر آيت الله صالحي ووئيل، حضرت امام خمیني (ره) په ایران کې د حقیقي اسلام په پیروۍ سره د وحدت د بریا نتیجه ، د نورو ملتونو لپاره د لارې مشال ګڼلو او تل یې په خپلو الفاظو کې دغې موضوع ته اشاره کړې ده.
د خبر لمبر: 3487409 خپرونې تاریخ : 2023/05/29
ایکنا-(تهران) د پاکستان یوه تکړه څيړاند او شناندي عبدالله ګل ووئيل، حضرت امام خمیني د خپلو لیدتوګو په سبب په نړۍکې پیژندل کیږي او هرچرته د هغه په باب خبرې کیږي او نن سبا اسلامی انقلاب د ایران په پولوکې کلابند شوی نه دی.
د خبر لمبر: 3487403 خپرونې تاریخ : 2023/05/28