اسلامی امت - پاڼه 48

IQNA

بچوې
ایکنا-(تهران) د تیونس یوه خوشنویسه میرمن سهله القماطي  چې  ددغه هیواد دخوشخطۍ د هنرونو له ملی مرکزه رسمي مدرک لري، د قرآن په آسماني کتاب کې ئې ددغه خط د ځانګړنو په دلیل  له نسخ خط سره د  دلچسپۍ خبره کړې.
د خبر لمبر: 3487292   خپرونې تاریخ : 2023/05/06

ایکنا-(تهران) د تهران د جمعې لماڼځه خطیب ووئيل، شیطانانو د روحانیّت د اورګان ورانولو ته مخه کړې ده او په سوشل میډیا کې ځینی بې هنره د ددغه اورګان په خرابولو پسې دي روحانیت د استکبار پالو په سترګو کې ازغی او په مرئ کې هډوکی دی.
د خبر لمبر: 3487289   خپرونې تاریخ : 2023/05/05

ایکنا-(تهران) د فلسطین د سرې میاشتې د ایمر جنسي مرکز مدیر احمد جبریل ووئيل،د صهیونیسټانو په حملو کې ۱۶۶فلسطینی ښاریز ټپیان شوي او  او دغه راز ۱۵۲نور هم د اوښلن ګیسو له امله اغیزمن شوي دي.
د خبر لمبر: 3487288   خپرونې تاریخ : 2023/05/05

ایکنا-(تهران) د اسلامی  ایران ولسمشر ابراهیم ریئسي سورئې ته د خپل سفر په دوهمه ورځ نن ددغه هیواد د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د بلادشام  له عالمانو سره کتنه او خبرې اترې وکړې.
د خبر لمبر: 3487285   خپرونې تاریخ : 2023/05/04

ایکنا-(تهران) دایران داسلامی جمهوریت ولسمشر د سورئې له ولسمشر سره په کتنې کې وویل: په مقاومت او عقلانیت سره ثابته شوه چي ایران او سوریه پرحق دي او هغه هیوادونه چي تر دې وروستیو پورې د سوریې په وړاندې ئې د ایران په دریځ باندې شک درلوده اوس دې نتیجې رسېدلي دي چي د ایران دریځ پرحق دی.
د خبر لمبر: 3487284   خپرونې تاریخ : 2023/05/04

ایکنا-(تهران)   د میرمن حیان سندي علمی بریالیتوبونو وښودله چې  دغه سترمنه میرمن وتوانیدله  په عربستان کې له مسلمانې میرمنې سره اړونده چټي خیالونه او تصورات له چیلنج سره مخ کړي. د بائيو ټيکنالوجۍ  او تشخیص په زمینې کې د هغې څيړنې چې په نړیواله سویه په رسمیّت پيژندل شوي دي ، دهغې د شهرت سبب شوي، هم د یوه ارزان بیهّ درملو د دفاع کونکي  او هم د یوه مسئولیّت منونکي  انسان دوست  کس په توګه.
د خبر لمبر: 3487271   خپرونې تاریخ : 2023/05/02

ایکنا-(تهران) د فلسطین دکورواکه تشکیلاتو او اردن خارجه وزارتونو د ابراهیمي حرم پر دیوالونو  دبیرغونو په لګولو  کې د صهیوینسيټي رژيم د تیریو په محکومیّت سره  د اردن او فلسطین د کورواکه تشکیلاتو خارجه وزارتونو  له دغو اقداماتو سره د  نړیوالې ټولنې د جدي غبرګون غوښته کړې ده.
د خبر لمبر: 3487237   خپرونې تاریخ : 2023/04/25

ایکنا-(تهران)د لبنان د حزب الله ولسی غورځنګ د مرکزي شورا یو مسئول مقام ددې خبرې په کولوسره چې په سیمې کې روان تفاهمونه،د پرَدَیوله لاسوهنې سره دمقابلې لپاره یو ډير مهم فرصت دی،ووئيل؛ د امریکا د سلطې او باؤؤ دوران پاي ته رسیدلی او نوي قواعد  دتثبیتیدا په حال کې دي.
د خبر لمبر: 3487233   خپرونې تاریخ : 2023/04/24

ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي وویل: د دښمن د غوښتنې په اپوټه د محصیلینو ټولنه باید د ایران د ټولنې په ذهن او واقعیت کښې بدلون رامینځته کول او بیا د نړۍ په ذهن او واقعیت کښې د بدلون رامینځته کول په خپلو هڅو او اوږدمهاله افق کښې ورولي.
د خبر لمبر: 3487217   خپرونې تاریخ : 2023/04/19

ایکنا-(تهرن) د دوو سترو اسلامی هیودونو ایران او عربستان روغه جوړه د اسلامی نړۍ قدرت او توانمني څرنګه زیاتوي؟،د ډاکټر غیورغالب له خولې ئې آورو (مرکه)
د خبر لمبر: 3487216   خپرونې تاریخ : 2023/04/19

ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د صهیونیسټي رژیم د تیریو په تیره بیا په مسجدالاقصی کښې د روژتي فلسطینیانو خلاف د دغه رژیم د تیرو په غندنې او د فلسطین له مسئلې په ملاتړ کښې د اسلامي هیوادونو یووالی او د نظر اتفاق ضروري او مهم وباله.
د خبر لمبر: 3487211   خپرونې تاریخ : 2023/04/18

ایکنا-(تهران) د قرآن کریم د قرآئت  او له  علومو او دهغو د معارفو څخه د الهام د اخستو ترټولو ښه وخت د روژې مبارکه میاشت  او د قرآن کریم د نزول میاشت ده .
د خبر لمبر: 3487207   خپرونې تاریخ : 2023/04/17

ایکنا-(تهران) د نړۍ مسلمانانو او درستو پتمنو او آزادي غواړو ملتونو یو خل بیا دلوم القدس په مناسبت د فلسطین،افغانستان ،پاکستان،هندوستان،بحرین، یمن، سوریه، لبنان او نورو ډيرو اسلامی هیوادونو او دغه راز په اروپائي هیوادونو کې په میلیوني لاریونونو کې د قدس شریف تر آزادۍ پورې د فلسطین له آرمان څخه پر دفاع ټینګار و کړ.
د خبر لمبر: 3487188   خپرونې تاریخ : 2023/04/15

ایکنا-(تهران)د فلسطین لسګونو زره مسلمانانو په بیت المقدس کې  له سختو امنیتی تاؤتریخوالو سره سره ، دروژې د مبارکې میاشتې د وروستۍ جمعې د سهار لمونځ په الاقصی جومات کې اقامه کړ.
د خبر لمبر: 3487183   خپرونې تاریخ : 2023/04/14

ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت  د پوځ لوي درستیزوالي  د قدس  دنړیوالې ورځې په درشل کې  په یوې اعلامیې کې  د فلسطین تر نیواک لاندې د خلکو د حقوقو او د وحشي ډوله صهیونیسټي رژيم  د جنایتونو او نیواکګرۍ د ختمیدا په ملاتړ کې د نړیوالو اورګانونو او بشری حقوقو د ادارو د قانوني دندو  یادونه وکړه.
د خبر لمبر: 3487180   خپرونې تاریخ : 2023/04/13

ایکنا-(تهران) د افغانستان یوه مشهور خطاط چې خپل آثار ئې د تهران د قرآن کریم په دیرشم نړیوال نندارتون  کې نندارې ته وړاندې کړي دي ،هنر ئې انسانیّت او معرفت او دنړیوالو غوږونو ته د قرآن د چغې د رسولو آوزار وباله.
د خبر لمبر: 3487176   خپرونې تاریخ : 2023/04/13

ایکنا-(تهران) د پوهنتون یوه استاده او څيړانده میرمن شهناز عزیزي د میرمنو په باب د قرآن کریم له زړه،د سټراټژيک سند  په لټولو باندې په ټينګار سره ووئيل، دغه سند یوازې دینی بڼه نه لري، بلکې یو نړیوال سند دی  چې نړیوال  ئې بیلګه ګرځولی شي ، ځکه قرآڼ یو نړیوال کتاب دی.
د خبر لمبر: 3487175   خپرونې تاریخ : 2023/04/12

ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او د بهرني سیاست د کمیسیون ویاند ابوالفضل عمويي ووئيل، هغو حملو چې څو ورځې کیږي د صهیونیسټ رژیم لخوا په الاقصی جومات کښې په اعتکاف کونکو باندې شوي دي او هغو  ظلمونو چې د فلسطین د  خلکو پرضد کیږي د روان کال د قدس ورځې اهمیت ئې دوه چنده کړی دی
د خبر لمبر: 3487167   خپرونې تاریخ : 2023/04/11

ایکنا-(تهران) د نړۍ د کاتولیکانو رهبر پاپ فرانسیس د فلسطین په نیواکي ټاټوبو او قدس شریف کې د تاؤتریخوالو په زیاتیدا جدي انديښنه څرګنده کړه.
د خبر لمبر: 3487162   خپرونې تاریخ : 2023/04/10

ایکنا-(تهران)د تهران د قرآن په نندارتون کې ګډون کونکي د تایلینډ مبلغ  ووئيل، د ایران د قرآڼ نندارتون په جذابو برخو کې له ماشومانو سره اړونده برخې دي چې  هڅه شوې ده ،اسلامی او قرآني مفهومونه دوي ته په ساده ژبه منتقل شي.
د خبر لمبر: 3487158   خپرونې تاریخ : 2023/04/09