ایکنا-(پاره چنار) د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې په پاره چنار سیمې کې په سلګونو موټر سائيکلو سوارو د فلسطین دمقاومتي مبارزانو او د الاقصی په ملاتړ او د وحشي او جنایتکار صهیونیستي رژيم په خلاف ستره ریلي ترسره کړه.
د خبر لمبر: 3488098 خپرونې تاریخ : 2023/10/13
ایکنا-(تهران) د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي او د عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د فلسطین په روانو حالاتواو د صیهونیسټانو د جنایتونو د درولو په اړه ټیلي فوني خبرې کړي دي .
د خبر لمبر: 3488095 خپرونې تاریخ : 2023/10/12
ایکنا-(نیویارک) په د اسې حال کې چې په درستې نړۍ کې د فلسطین دمظلوم ولس په ملاتړ کې په میلیونونو خلکو مظاهرې کړي ، د امریکا د نیویارک واشنګټن پشمول په اروپائي هیوادونو کې هم په لسګونو ښارونو کې دغه شان مظاهرې شوي دي ،
د خبر لمبر: 3488094 خپرونې تاریخ : 2023/10/12
ایکنا-(غزه ) د تلې یا میزان د میاشتې له پنځلمسې نیټې یعني په طوفان الاقصی اوج پسې وحشي او جنایتکارو صهیونیسټي پوځيانو د جنګی الوتکو په بې آمانه بمباریو کې تردې دمه په غزې کې د خدای اوه کورونه (جوماتونه) په کنډوالو بدل شوي دي او د وحشیانو دغیر انساني کړنو ننداره وړاندې کوي.
د خبر لمبر: 3488092 خپرونې تاریخ : 2023/10/11
ایکنا-(غزه) د فلسطین د مقاومتی چورلیز د مبارزانو او د وحشي صهیونیسټي رژيم د څاروي ډوله پوځیانو ترمینخ دطوفان الاقصی عملیاتو په اوج کې نښتې دوام لري او ناکراریو اووحشت څپې په نیواکي ټاټوبو سیوری غوړولی دی او صهیونیسټانو هم دغزې تړانګې په مختلفو سیمو خپلې بې آمانه بمبارۍ جاری ساتلي دي چې د سلګونو عامو خلکو د شهادت او د سلګونو کورونو د ورانیدا سبب شوي دي
د خبر لمبر: 3488091 خپرونې تاریخ : 2023/10/11
ایکنا-(صنعاء) د یمن د انصار الله ولسی غورخنګ رهبر خبرداری ورکړ، که امریکا په فلسطین کې مستقیم دخالت وکړي ، نو مونږ په توغندوی باران او ډرونز حملو سره ځواب ورکولو ته تیار یوو.
د خبر لمبر: 3488086 خپرونې تاریخ : 2023/10/11
ایکنا-(تهران) د اسلامی انقلاب معظم لارښود د فلسطین ي ځوانانو په وروستۍ حماسې کې د صهیونیسټي رژيم نه جبرانیدونکي ناکامئ ته په اشارې سره ټينګاروکړ، وحشی صهیونیسټي رژيم د تلې دمیاشتې له پنځلسمې نیټې څخه وروسته یعني د فلسطین یو ځوانانو له شجاعت ډلې حماسې ورځې وروسته نور د مخکې په څير صهونیستي رژیم نه دی،ددغې سترې بلا عامل د صهونیسټانو خپل کړچار دی ځکه چې کله تاسو وحشيتوب او وحشي خوي له حده زیاتوئ ڼو باید د ؛طوفان ؛ په تمه ووسئ
د خبر لمبر: 3488084 خپرونې تاریخ : 2023/10/10
ایکنا-(غزه) د فلسطین د غزې تړانګې په جنوب کې په واقع خان یونس سیمې باندې د وحشي صهونیسټي رژيم دجنګي الوتکو په حملې کې مسجد الامین په بشپړ ډول په کنډوالې بدل شو.
د خبر لمبر: 3488083 خپرونې تاریخ : 2023/10/10
ایکنا-(غزه) د ملګروملتو دامنیت شورا بیړنۍ ناسته دامریکا او اسرائيلو له ناکامۍ سره یو ځای شوه او د حماس د محکومیّت لپاره هیڅ اجماع نه شوه ترلاسه، همداراز دطوفان الاقصی عملیاتو په دوام کې ،د القسام مبارزان بریالی شول ، د اسرائيلی بندیانو یوه نوي ډله هم غزې تړانګې ته ورسوي.
د خبر لمبر: 3488082 خپرونې تاریخ : 2023/10/10
ایکنا-(نیویارک) امریکا د فلسطین دغزې تړانګې په شاوخوا نیواکي ټاټوبو د فلسطین دمقاومتي چورلیز زد مبارزانو په؛طوفان الاقصی؛نومې بې مخینې عملیاتو پسې چې د صهیونیسټي رژيم کمزورتیا او منزوي کیدا ئې نندارې ته وړاندې کړه،له تل ابیب څخه د ملاتړ او د صهیونیسټانو د تش په نامه روحیې د پیاوړتیا لپاره یو لړلمسؤنکي اقدامات اجرا کړي دي .
د خبر لمبر: 3488079 خپرونې تاریخ : 2023/10/09
ایکنا-( فلسطین ) ،دطوفان الاقصی نومې عملیاتو په دوام کې د صهیونیسټ میشته ښارګوټو په لور په پرمختګ کې د فلسطین د مقاومتي چورلیز په بریالیو عملیاتو پسې او دغه راز اسرائيلیانو ته د درندوتاوانو په اړولو پسې ، په لسګونو زره فلسطنیانو په الاقصی جومات کې د فتح لمونځ قایم کړ او په قبةالصخره صحن کې ئې انځوریز نندارتون هم نندارې ته وړاندې کړ.
د خبر لمبر: 3488078 خپرونې تاریخ : 2023/10/09
ایکنا-(غزه) د فلسطین د مقاومتي چورلیز دمبارزانو او جنایتکارو صهیونیسټي رژيم د پوځیانو ترمینځ دطوفان الاقصی عملیاتو له امله نښټې هماغه راز دوام لري او په نیواکي ټاټوبو کې ئې د ویرې او وحشت او سربدالۍ څپه ئې راولاړه کړې ده او صهیونیسټان هم دغزې تړانګې په مختلفو سیمو باندې خپلو بې امانه بمباریو ته دوام ورکړی دی چې د یو شمیر جوماتونو په شمول د سلګونو کورونو د ورانیدا او د ماشومانو او ښځو پشمول په سلګونو عام خلک پکې شهیدان او ټپیان شوي دي .
د خبر لمبر: 3488077 خپرونې تاریخ : 2023/10/09
ایکنا-(غزه) د فلسطین د مقاومتي غورځنګ حماس د مبارزانو دد طوفات الاقصی نومې چټکو عملیاتو په دوام ې د مقاومتي چورلیز مبارزان د اسرائیلیانو پوځي مرکز ایزر ته په نفوذ کولو او د صهیونیستي نیواکګرو د یوشمیر عسکرو په نیولو کې بریالی شوي د
د خبر لمبر: 3488075 خپرونې تاریخ : 2023/10/09
ایکنا-(غزه)د فلسطین دغزې تړانګې په شمال کې عسقلان نیواکي ټاټوبی ته د فلسطین داسلامی مقاومتي غورځنګ دمبارزانو په نفوذپسې په نښتو کې ۱۵صهیونیسټان هلاک شوي دي.
د خبر لمبر: 3488073 خپرونې تاریخ : 2023/10/08
ایکنا-( غزه) د فلسطین داسلامی مقاومتی غورځنګ حماس پوځي څانګې عزالدین قسام کنډکونو دیوې ویډیو په خپرولو سره اعلان کړی دی ، چې په طوفان الاقصی جنګ کې ئې له خودکش ډرونز استفاده کړې ده.
د خبر لمبر: 3488072 خپرونې تاریخ : 2023/10/08
ایکنا-(عراق) د وحشي صهیونیستي رژيم په ضد د فلسطین د مقاومتي ډلو پروني عملیات په سیمه ایز اونړیواله سویه د مقاومتي چورلیز د ډلو له پراخ ملاتړ سره مخ شوي دي.
د خبر لمبر: 3488069 خپرونې تاریخ : 2023/10/08
ایکنا-(غزه ) هغه څه چې تر میاشتو میاشتو پورې د وحشي صهیونیسټي پوځ او په تیره بیا د پوله ایزو سیمو د صهیونیسټ میشته ښارګوټو د اوسیدونکو لپاره په یوه سترې خپسکې بدل شوي وو،د ؛طوفان الاقصی ؛نومې ناڅاپی عملیاتو سره په واقعیّت بدل شول.
د خبر لمبر: 3488067 خپرونې تاریخ : 2023/10/07
ایکنا-(غزه ) دحماس غورځنګ د سیاسی دفتر د مشر اسماعیل هنیه په مشرۍ د حماس مقاومتي رهبرانو صهیونیسټ میشټه ښارګوټو ته د مقاومتي مبارزانو په نفوذ او سختو ټکونو پسې د خدای په درګاه کې د شکر سجده وکړه.د غزې تړانګې اوسیدونکو هم په واټونو کې د فلسطین د بیرغ په رپولو سره جشن جوړ کړ.
د خبر لمبر: 3488066 خپرونې تاریخ : 2023/10/07
ایکناـ(لبنان) د لبنان د حزب الله ولسی غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر الله د رسول الله(ص) او دحضرت امام جعفر صادق علیه السلام د نیکمرغه میلاد په مناسبت پخپلې وینا کې ووئيل،له صهیونیسټي رژيم سره د اړیکو عادي کول د فلسطین پریښودل او د دښمن پیاوړي کول دي.
د خبر لمبر: 3488049 خپرونې تاریخ : 2023/10/03
ایکنا-(تهران) د اسلامی وحدت د اوه دیرشم نړیوال کنفرانس کې ګډونوالو د اسلامی وحدت د اونۍ په مناسبت چې له پڼجشنبې ورځې راهسې پیل شوي ، په دې مناسبت په وبینار ویډیوئي کنفرانس کې په ډاګه کړې چې د سوډان د جنوب بیلیدا او د عراق د کرستان سیمې ویشل کیدا د وحشي صهیونیسټانو او استعمار ګرو دسیسې دي، دوي غواړي درسته اسلامی نړۍ ټوټه ټوټه کړي، چې باید اسلامي نړۍ ورته ځيره ووسي.
د خبر لمبر: 3488028 خپرونې تاریخ : 2023/09/30