ایکنا-(تهران) د افغانستان په کابل کې د پاکستان سفارت په یوې اعلامیې کې ووئيل، په ایران کې د پاکستان پخوانی سفیر اصف علي خان درانی د افغانستان په چارو کې د پاکستان د ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی دی.
د خبر لمبر: 3487392 خپرونې تاریخ : 2023/05/25
ایکنا-(تهران) د افغانستان او ایران تر مینځ ۱۳۵۱ کال کې د هغه مهال افغان صدراعظم محمد موسی شفیق او د ایران هغه وخت لومړي وزیر امیر عباس هویدا د اوبو وېش یوه هوکړه لاسلیک کړې، چې له مخې د افغانستان لپاره به د اوبو کفایت په صورت کې ۸۲۰ میلیون متر مکعب اوبه ایران ته پرېښوول کېږي.خو وروستیو کې د افغانستان له لورې ایران ته د اوبو نه ورکړه د دې لامل شوه چې د دواړو هېوادونو چارواکي تخنیکي ستونزه په سیاسي ناندریو بدله کړي.
د خبر لمبر: 3487376 خپرونې تاریخ : 2023/05/22
ایکنا-(تهران) د انګلستان یو مرکز پخپل یوه ځانګړي راپور کې وئيلي دي چې په افغانستان کې په تیره بیا د دغه هیواد په شمال کې د شیعیانو په ضد د داعشیانو حملې زیاتې شوي دي.
د خبر لمبر: 3487374 خپرونې تاریخ : 2023/05/22
ایکنا-(تهران) د افغانستان د طالبانو دحکومت د بهرنيو چارو وزارت وايي، د ايران او افغانستان د ګډ تفاهم له مخې په ایران کې پر ۲۰۰ افغان بندیانو د اعدام سزا نه تطبیق کیږي.
د خبر لمبر: 3487371 خپرونې تاریخ : 2023/05/21
ایکنا-(تهران) د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي له ایرنا سره په خبرو کې ووئیل ، دایران او افغانستان ترمینځ د اوبو مسئله باید په تفاهم سره حل شي او طالبان دې اجازت ورکړي، ایراني مسئولان د کمال خان بند یا ډیم وویني.هغه زیاته کړې ده ،د ایران حقابه یو تاریخي حق دی او د افغانستان حاکمانو او طالبانو په کرتو په دې حق اقرار کړی او وئيلي ئې دي ، که اوبه وې ،نو د ایران حق ورکوي.
د خبر لمبر: 3487364 خپرونې تاریخ : 2023/05/20
ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر دهیرمند دحق آبه په باب دایران او افغانستان دموافقو او تړونونو تاریخي مخینې ته په اشارې سره ټينګار وکړ، غواړو د افغانستان واکمنانو ته ووایم چې زما دغه خبره دې عادی ونه ګڼي ،ډيره جدي ئې وګڼي ،د افغانستان واکوالانو او مسئولانو ته خبرداری ورکړم چې د ایران د سیستان او بلوچستان د سیمې د اوسیدونکو حق دې زرترزره ورکړي.
د خبر لمبر: 3487356 خپرونې تاریخ : 2023/05/18
ایکنا-(تهران) په افغانستان کې څلور میلیونه میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخامخ دي چې د مرګ خطر یې شته. د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې وروسته د افغانستان د اقتصاد بنیاد نړېدلی دی.
د خبر لمبر: 3487334 خپرونې تاریخ : 2023/05/14
ایکنا-(تهران) د افغانستان د ملې مصالحې د شورا مخکنی مشر ایران د افغانستان تاریخي دوست بللی، او په ایران کې ئې د افغان ځوانانو لپاره د تعلیمي خدماتو د وړاندې کېدو مننه کړې ده.
د خبر لمبر: 3487327 خپرونې تاریخ : 2023/05/13
ایکنا-(تهران) په مشهد مقدس کې د جهاد اومقاومت د ادبیاتو ددرنښت په څوارلسمو دستورو کې د فاطمیون بریګیډ یا لښکر د قوماندان شهید علی رضا توسلي د ماندنې د ژوند د روایت ؛خاتون او قوماندان؛نومې کتاب باندې د حضرت ايت الله العظمی سید علی خامنه اي تقریظ خپور شو.
د خبر لمبر: 3487324 خپرونې تاریخ : 2023/05/13
ایکنا-(تهران) د افغانتستان د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني وایي، د افغانتسان نظام باید مختصر او کوچنی نشي او ټول دې په کې شریک کړای شي.
د خبر لمبر: 3487323 خپرونې تاریخ : 2023/05/12
ایکنا-(تهران) د افغانستان د طالبانو حکومت خارجه وزیر ووئيل، طالبانو هیڅکله نه دي ویلي چې د ښځو زده کړه حرامه ده، مونږ دا خبره نه ده کړې چې د ښځو زده کړه د تل لپاره بنده ده بلکې ویلي مو دي چې تر بلې خبرتیا پورې بندیږي.
د خبر لمبر: 3487309 خپرونې تاریخ : 2023/05/09
ایکنا-(تهران) د نړۍ د اویاؤ ملیّتونو د رهبرانو،قوماندانانو او ځوانانو په شتون سره د فاطمیونود کنډک نړیوال سمینار نن د قم المقدس په امام موسی کاظم(ع) د علمیه مدرسې د غونډو په هال کې ترسره کیږي.
د خبر لمبر: 3487307 خپرونې تاریخ : 2023/05/09
ایکنا-(تهران) د پاکستان او چین خارجه وزیرانو د افغانستان د طالبانو دحکومت له خارجه وزیر سره په اسلام اباد کې په ګډې ناستې کې په دغه هیواد کې د سولې او تعامل د لارې د پرمختګ لپاره سره موافقه وکړه.
د خبر لمبر: 3487300 خپرونې تاریخ : 2023/05/07
ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی شورا مشرپه سیمې کې د ایران او ازبکستان رول ته په اشارې سره ووئيل، سیمې هیوادونه دې د افغانستان له جوړجاړي سره دمرستې لپاره له یوه بل سره ملګرتیا ولرل شی او ټول باؤري یوو چې په افغانستان کې د ملی حکومت په جوړولو کې دې ټول قومونه اوډلې ټپلې رول ولري څوپه دغه هیواد کې امنیت او پراختیا ټينګه شي.
د خبر لمبر: 3487296 خپرونې تاریخ : 2023/05/07
ایکنا-(تهران) د پاکستان.روسیې او د هندوستان خارجه وزیر انوسوبر د شانګهايي د ملګرتیا په کانفرنس کښې په افغانستان کښې د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو غوښتنه وکړه او په طالبانو یې غږ وکړ چې د افغانستان د ټولو خلکو د حقوقو احترام وکړي.
د خبر لمبر: 3487293 خپرونې تاریخ : 2023/05/06
ایکنا-(تهران) د پاکستان په پاراچنار کې په تري منګل هائي سکول کې پرون د شهید کړائ شوو اوو استاذانو د جنازو په دستورو کې ویناوالو ووئيل،پد مظلومواستاذانو وینه به هیڅکله هم صائع نشي او د دجهالت دغه وحشي ډوله تبلیغ کونکي به حتما دخپل انجام سزا وویني
د خبر لمبر: 3487290 خپرونې تاریخ : 2023/05/05
ایکنا-(تهران) دایران داسلامی جمهوریت ولسمشر د سورئې له ولسمشر سره په کتنې کې وویل: په مقاومت او عقلانیت سره ثابته شوه چي ایران او سوریه پرحق دي او هغه هیوادونه چي تر دې وروستیو پورې د سوریې په وړاندې ئې د ایران په دریځ باندې شک درلوده اوس دې نتیجې رسېدلي دي چي د ایران دریځ پرحق دی.
د خبر لمبر: 3487284 خپرونې تاریخ : 2023/05/04
ایکنا-(تهران) د ملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش چې د دوحې دغونډې مشري ئې په غاړه درلوده، دې ته په اشارې سره چې ټاکل شوې ده ، په راتلونکي کې یوه بله غونډه هم ترسره شي ،ووئيل، خپلو م وخو ته د رسیدا لپاره ارتباط نه شو غوڅولی ،ځکه ډیری د لااغیزشیندونکي تعامل غوښته کوي.
د خبر لمبر: 3487278 خپرونې تاریخ : 2023/05/03
ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت سرې میاشتې ټولنې له دې مخکې هم په کرتو د افغانستان له جنګ ځپلو او زلزله ځپلو خلکو سره دمرستې وخت په وخت سترې جوپې دغه هیواد ته لیږدولي او دغه بهیر هماغه راز دوام لري.
د خبر لمبر: 3487273 خپرونې تاریخ : 2023/05/02
ایکنا-(تهران) د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش وویل د هغو محدودیتونو لغو کول چې د کار لپاره د افغانستان د ښځو حقوق محدودوي بشر دوستانه مرستو ته د افغانستان د میلیونونو اړمنو کسانو د لاسرسي لپاره مهم دي.
د خبر لمبر: 3487263 خپرونې تاریخ : 2023/04/30