ایکنا-(تهران) د ایران په اسلامی جمهوریت کې څه دپاسه څلور زره ښارونو اوښارګیو او کلو کې د قدس دنړیوالې ورځې ولولناک لاریونونه ترسره شول.
د خبر لمبر: 3487201 خپرونې تاریخ : 2023/04/16
ایکنا-(تهران) د ازبکستان په سمرقند کې د افغانستان دحالاتو په اړه دګاونډیو هیوادونو له ناستې وروسته پاکستان ته د افغانستان د طالبانو د حکومت دخارجه وزیر امیر خان متقي سفر ډير مهم ګڼل کیږي او ښائي په دغه سفر کې ځیني مهمې فیصلې وشي.
د خبر لمبر: 3487199 خپرونې تاریخ : 2023/04/16
ایکنا-(تهران) د نړۍ مسلمانانو او درستو پتمنو او آزادي غواړو ملتونو یو خل بیا دلوم القدس په مناسبت د فلسطین،افغانستان ،پاکستان،هندوستان،بحرین، یمن، سوریه، لبنان او نورو ډيرو اسلامی هیوادونو او دغه راز په اروپائي هیوادونو کې په میلیوني لاریونونو کې د قدس شریف تر آزادۍ پورې د فلسطین له آرمان څخه پر دفاع ټینګار و کړ.
د خبر لمبر: 3487188 خپرونې تاریخ : 2023/04/15
ایکنا-(تهران) د افغانستان په باب د ازبکستان په سمرقند کې په غونډې کې ګډونوالو د افغانستان پر اوسني وضعیت او له موجوده واکمنانو څخه د نړیوالې ټولنې د مهمو غوښتنو چې «د ټولګډون حکومت جوړول، افغان ښځو ته د کار او تعلیم د فرصتونو برابرول او د لږکیو د حقونو ضمانت کول» پکې شامل دي، بحثونه وکړل.
د خبر لمبر: 3487185 خپرونې تاریخ : 2023/04/14
ایکنا-(تهران) د افغانستان د ژېړو یا طلائي کارونو (gilding artist) مشهوره هنرمنده میرمن شکیلا عالمی چې د تهرا د قرآن ددیرشم نړیوال نندارتون په نړیوالې څانګې کې ئې خپل آثار نندارې ته وړاندې کړي ، ووئيل،د امام حسین علیه السلام په باب د یوه حدیث تذهیب د ما د مشهورتیا او پرمختګ ټکی دی.
د خبر لمبر: 3487177 خپرونې تاریخ : 2023/04/13
ایکنا-(تهران) د افغانستان یوه مشهور خطاط چې خپل آثار ئې د تهران د قرآن کریم په دیرشم نړیوال نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړي دي ،هنر ئې انسانیّت او معرفت او دنړیوالو غوږونو ته د قرآن د چغې د رسولو آوزار وباله.
د خبر لمبر: 3487176 خپرونې تاریخ : 2023/04/13
ایکنا-(تهران) د افغانستان د شیعه عالمانو د شورا مشر د قدس د نړیوالې ورځې رانزدیکیدا ته په اشارې سره ووئيل، په دغې لوئې ورځې باید د نړۍ مسلمانان د صهیونیسټي رژيم په وړاندې د خپل اعتراض چغه پورته کړي او قدس او اقصی جومات باید داسلامی نړۍ د وحدت او یووالي چورلیز شي.
د خبر لمبر: 3487173 خپرونې تاریخ : 2023/04/12
ایکناـ(تهران) د افغانستان په تیره بیا د پلازمینې کابل ښوونکي او د ښوونځیو مدیران د ایران د معلمانو او مدیرانو له روزنیزو تجربو د ګټه پورته کولو لیواله دي
د خبر لمبر: 3487159 خپرونې تاریخ : 2023/04/09
ایکنا-(تهران) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ مرستیال رامز الاکبروف وايي چې نړۍ پهدې خطرناک پړاو کې افغانان نه شي پرېښودولی.
د خبر لمبر: 3487152 خپرونې تاریخ : 2023/04/08
ایکنا-(تهران)د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت دافغانستان د سرپل ولایت د سلګونو شیعه او سنی ځوانانو په ګډون سره د قرآن عظیم الشان د ختم مراسم په امامزاده یحیی (ع) په زیارت کښې ترسره کیږی.
د خبر لمبر: 3487112 خپرونې تاریخ : 2023/03/30
ایکنا-(تهران) له حسینی مقدس آستان سره اړونده دتبلیغ نړیوالو مرکزونو په ملتیا ددنیا په لسو ه یوادونو کې د قرآن د ختم دستورې روانې دي.
د خبر لمبر: 3487105 خپرونې تاریخ : 2023/03/29
ایکنا-(تهران) په افغانستان کې په تیره بیا په کابل کې وخت په وخت ترهه ګر په داسې حال کې ځان مرګي بریدونه کوي چې دطالبانو حکومت چارواکي وائي په دغه هیواد کې ئې د داعش ترهه ګرې ډلې ریښې وچې کړي دي .
د خبر لمبر: 3487098 خپرونې تاریخ : 2023/03/27
ایکنا-(تهران) د افغانستان کې په بغلان کې یوې ښځینه سوداګرې د خیاطۍ کارخونې په جوړولو سره ۶۰ نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
د خبر لمبر: 3487088 خپرونې تاریخ : 2023/03/25
ایکنا-(تهران) د پاکستان او افغانستان د زیاترو سیمو خلکو د زلزلې له امله د تاوانونو له ویرې له کورونو وتلي او ترساعتونو پورې له کورونو بهر سړکونو او پارکونو کې پآتې شول.
د خبر لمبر: 3487074 خپرونې تاریخ : 2023/03/22
ایکنا-(تهران) د «إن للمتقين مفازاً» په نامې سره د قرآن د تلاؤت د نړیوالو سیالیو شپاړسم پړاؤ نن چارشنبې په مازدیګر د نړۍ د مختلفو قاریانو په شتون سره پيلیږي.
د خبر لمبر: 3487072 خپرونې تاریخ : 2023/03/22
ایکنا-(تهران) د اسلامی انقلاب ستر لارښود پرون د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال په لومړۍ ورځ د ایران په مشهد کښې د امام رضا علیه السلام د زیارتوالو او د مینه والو په سترې غونډې کښې وویل: په سیمه کښې د نظام لاره او سیاست روښانه دی او پوهیږو چې څه کار ترسره کوو.
د خبر لمبر: 3487071 خپرونې تاریخ : 2023/03/22
ایکنا-(تهران)د ترهه ګرو عناصرو په تیره بیا د پاکستانیو طالبانو یا ټي ټي پي ترهه ګرې ډلې په ضد د افغانستان د طالبانو د حکومت پریکنده مبارزه ددغه سفر اصلي ایجنډا او د اسلام اباد یوه اصلي غوښته وه چې په دغه سفرکې د طالبانود حکومت امنیتی او استخباراتي مسئولانو ته رسول شوې ده.
د خبر لمبر: 3487069 خپرونې تاریخ : 2023/03/21
ایکنا-(تهران) د افغانستان پخوانی ولسمشرحامد کرزي د نوروز دنیکمرغه اختر په مناسبت پخپل پیغام کې وویل په افغانستان کښې د پایداره ثبات او د سولې د تامینولو او د ملي اتفاق او د اتحاد د ډیرې پیاوړتیا لپاره چې د هیواد د خلکو ارزو ده د ملي خبرواترو په سمدستي ډول په پیلیدا ټینګار کوم.
د خبر لمبر: 3487066 خپرونې تاریخ : 2023/03/21
ایکنا-(تهران) د افغانستان د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر، په کابل کې د ورغلی متحده عربی اماراتو له پلاوي سره په کتنې کې خپل هیواد تر بل هر وخته ډېر خوندي وباله.
د خبر لمبر: 3487052 خپرونې تاریخ : 2023/03/18
د ۲۰۲۳ کال د سمندري امنیت کمربند تر عنوان لاندې د ایران، چین او روسیې ګډې سمندري مانورې پراخ نړیوال انعکاس موندلی او د نړۍ ټولو رسنیو ورته د وړومبي خبر په توګه کوریج ورکړی دی.
د خبر لمبر: 3487046 خپرونې تاریخ : 2023/03/16