ایکنا - د ایران او پاکستان د اسلامي جمهوریت د علمي او کلتوري خبرواترو د ټولنې دویمه غونډه، د دوو ورځو په موده، د ایران د پوهنتوني مسئولانو د یو پلاوي په ګډون په اسلام آباد کښې ترسره شوه او په کښې ویناوالو د دواړو ګاونډي هیوادونو ترمینځ د علمي، لوړو زدکړو، تحقیقات او د دواړو ګاونډیانو ترمینځ د ولسي اړیکې د پياوړتیا غوښتنه وکړه.
د خبر لمبر: 3489475 خپرونې تاریخ : 2024/07/03
ایکنا -په پاکستان کې دیره ایرانیان د ایران له نورو میلیونونو راي ورکونکو سره یو ځای د خپلې خوښې ولسمشر ټاکي او په دې کار ویاړي.
د خبر لمبر: 3489448 خپرونې تاریخ : 2024/06/28
ایکنا - د ولس شهید ابراهیم رئیسي او د مقاومت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان یوازې د ایران مشران نه ؤ بلکې د نړۍ د درستو پتمنو او مقاومتي لورو مشران وو او دوي پخپلو روښانه دریځونو او خلوص سره ښودلې چې د درست اسلامی امت او انسانیّت د ژغورنې لپاره چغې پورته کوي او ظا لمان او جنایتکاران چې په هره بڼه وي رټي ئې او د هغوي په مقابل کې په قدرت سره دریږي.
د خبر لمبر: 3489299 خپرونې تاریخ : 2024/05/29
ایکنا - د پاکستان په اسلام اباد کې د فلسطین په غزې کې د اوربند لپاره دغوښتنې اوله مظلومو فلسطینیانو سره د پیوستون په موخې سره د؛بیرته ستنیدا نزدې ده ؛ په عنوان سره نندارتون ترسره شو.
د خبر لمبر: 3489130 خپرونې تاریخ : 2024/04/29
ایکنا -د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د پاکستان د لاهور په جی سی لاهور پوهنتو کې د استاذانو او محصیلیونو په تول کې پخپلې وینا کې ووئيل، هیڅ شک نشته هغه نفرت چې اوس په په اسلامی نړۍ بلکې د بشریّت په نړۍ کې د صیونیسټانو او امریکایانو په باب رامینځةشوی دی ، له صهیونیسټ رژيمه د پتمنو ملتونو دغچ اخستنې او ددغه ماشوم وژونکي جنایتکار رژيم د له مینځه تلو سبب به شي .
د خبر لمبر: 3489100 خپرونې تاریخ : 2024/04/24
ایکنا- د پاکستان په اسلام اباد کې د قدس د نړیوالې ورځې د درنښت په سمینار کې ویناوالو د اسلامی انسجام لپاره د حضرت امام خمینی دلیدتوګو د پیروئ په اهمیّت په ټينګار سره ووئيل، دقدس نړیواله ورځ د اسرائيلو له ناروا رژيم سره په مخالفت او د فلسطین له آئيډیا په دفاع کې د نړۍ د مسلمانانو د مورچې ا و دریځ د پياوتیا سبب کیږي.
د خبر لمبر: 3488997 خپرونې تاریخ : 2024/04/04
د پاکستان روژتي ملت او په زرګونو اجتماعي فعالانو په اسلام اباد کې په غونډیدا سره د فلسطینیانو په تیره بیا د غزې تړانګې د مظلومو خلکو په ضد د وحشي صهیونیسټي رژیم د نسل وژونکو حملو او جنایتونو په دوام پخپل اعتراض سره د فلسطینیو مظلومو خلکو په تیره بیا د ښځو او ماشومانو بشپړ ملاتړ اعلان کړ.
د خبر لمبر: 3488949 خپرونې تاریخ : 2024/03/27
ایکنا- په پاکستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت کلتوري سلایار مجید مشکي د پاکستان د اسلامی آئيډیالوجئ شورا یا د اسلامی نظریاتي کونسل په دفتر کې په شتون سره ددغې شورا له مشر قبله آیاز سره کتنه وکړه او له نزدې ئې ددغې شورا له فعالیتونو خبر شو.
د خبر لمبر: 3488822 خپرونې تاریخ : 2024/03/04
ایکنا- پاکستان ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر راتلونکی سفر دا ثابتوي چې ترهګر او د پردې تر شا د هغوی ملاتړی به هېڅکله ونکړې شي د دواړو ګاونډیو هېوادونو په ښو اړیکو کې ګډوډي رامنځته کړي.
د خبر لمبر: 3488638 خپرونې تاریخ : 2024/01/29
ایکنا- د عباسی مقدس آستان د استازو دپلاوی په شتون سره ، دپاکستان به اسلام اباد کې د پنځه سوه انجونو زده کونکو د بلوغت دعمر د جشن دستورې ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3488525 خپرونې تاریخ : 2024/01/06
ایکنا- په پاکستان کې زیاتره لیدل شوي چې په حساسو موقعو کې ترهه ګر او ترهه ګری سر راپورته کوي، آیا دا یوه پلان شوې دسیسه ده او که ناڅاپي دغه شان پیښې رامینځةکیږي.؟ شناندي او کارپوهان خپل بیلابیل نظرونه وړاندې کوي.
د خبر لمبر: 3488418 خپرونې تاریخ : 2023/12/13
ایکنا- د پاکستان د مذهبی چ ارو وزیر انیق احمد پرون په اسلام اباد کې د ا یران له سفیر رضا امیري مقدم سره په کتنې کې ددواړو ګاونډیو هیوادونو ددیني نزدیکت ، کلتوري ، ژبني او جغرافیائي مشترکاتو په یادونې سره ووئیل، د ایران لپاره د پاکستان په خلکو کې یوه خاصه مینه موجوده ده او دغه ولسی ارتباطات په دوو اړخیزو اړیکو کې یوه پیاوړي پشتوانه ده .
د خبر لمبر: 3488414 خپرونې تاریخ : 2023/12/13
ایکنا-( اسلام اباد ) دپاکستان په اسلام اباد کې د ماشومانو او زلمیانو په ولولناکې غونډې کې ویناوالو ووئيل،اسرائيل یو جعلی او جنایتکار او ترهه ګر رژيم دی چې امریکائې بشپړ ملاتړ کوي او مونږ له ترهه ګرو اسرائيلیانو څخه دامریکا بشپړ ملاتړونه په کلکه غندو.
د خبر لمبر: 3488319 خپرونې تاریخ : 2023/11/23
ایکنا-( اسلام اباد ) د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي آصف علی دراني چې په همداوروستیو کې له افغانستان سره پهاړیکو دتاؤتریخوالو دختمولو په موخې سره دوه ځله کابل ته په سفر تللی ؤ ، اوس د طالبانو دحکومت د په رسمیّت پيژندلو لپاره د روسیې او دافغانستان د ګاونډیو هیوادونو په یووخت د ګامونو پورته کولو مدعي شوی دی.
د خبر لمبر: 3488288 خپرونې تاریخ : 2023/11/18
ایکنا-(پاراچنار) د پاکستان له پاراچنار سیمې په رارسیدلي راپور کې وئيل شوي دي ،ځاي حکومت او امنیتی ځواکونه نه غواړي،په سیمې کې امنیت او ثبات ټينګ شي که نو حکومتي او امنیتی ځواکونه هرکله وغواړي،په څو ساعتونو کې هر ډول شخړې او ترینګلتیاوې ختمیدلی شي.
د خبر لمبر: 3488197 خپرونې تاریخ : 2023/10/31
ایکنا-( اسلام اباد ) د پاکستان د جمعیت طلبه اسلام ټولنې مشر شکیل احمد وویل: مونږ له نورو قومونو او دینونو په تیره بیا یهودیانو سره دښمني نه لرو، زمونږ مخالفت له صهیونزم سره دی او د هغه د ناپاک شتون دښمنان یوو.
د خبر لمبر: 3488173 خپرونې تاریخ : 2023/10/26
ایکنا-(کراچئ) د پاکستان د جماعت اسلامي مشر د امريکا ولسمشر ته خبردارى ورکړ چې که په غزه کې د اسراييلو له ملاتړ او د هغوى له جنايتونو لاس وانخلي، د پاکستان خلک به په اسلام اباد کې د واشنګټن سفارت محاصره کړي.
د خبر لمبر: 3488118 خپرونې تاریخ : 2023/10/16
ایکنا-( اسلام اباد ) د پاکستان لومړی وزیر په داسې حال کې له افغانستان سره د ورورولۍ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره ددغه هیواد دحکومت ژمنتیا عنوان کړې چې ددواړو هیوادونو ترمینځ پوله ایزې سترې لارې د څو ترهه ګرو پیښو او دامنیتی ناندریو په دلیل تړل شوې دې .
د خبر لمبر: 3487973 خپرونې تاریخ : 2023/09/18
ایکنا-( اسلام اباد ) د پاکستان د پنجاب صوبې په پنډئ ښار کې د اسلامی او قرآني خوشخطئ په چورلیزتوب سره نندارتون پرون پرانیستل شوی او تر سبا پورې به دوام ومومي.
د خبر لمبر: 3487884 خپرونې تاریخ : 2023/08/31
ایکنا – ( اسلام آباد) پاکستاني رسنۍ خبر ورکوي چې لومړی وزیر شهباز شریف به د دغه هېواد پارلمان د دې اونۍ د چهارشنبې په ورځ منحل کړي.
د خبر لمبر: 3487736 خپرونې تاریخ : 2023/08/05