iqna

IQNA

بچوې
ایکنا-(پاکستان) دا لومړې ځل ندې چی د سویډن هیواد د بیان د ازادۍ په پلمه د مسلمانانو پرضد دغه ډول سپکونکی او شرمونکی اقدام تکراروی .تیر کال هم په سټاک هوم کې د ترکیې د سفارت په وړاندی دغه غیر انسانی اقدام ترسره شوی وو .
د خبر لمبر: 3487572    خپرونې تاریخ : 2023/07/03

د کینیډا په سلګونو مسلمانانو د کینیډا دلومړي وزیر جاستین تروډو ددفتر په وړاندې مظاهره ووکړه څو  په ښونځیو کې د غیر اخلاقي مفاهیمو په تدریس او د حکومتي ودانیو د پاسه د رنګین کمان (دهمجنس بازانو د ډلې)د بیرغ په  لګولو باندې په اعتراض کې خپله چغه ورسوي.
د خبر لمبر: 3487526    خپرونې تاریخ : 2023/06/25

ایکنا-(تهران)د لویدیځي غاړې په نابلس ښار کې د بیت جن کلي اوسیدونکو په مظاهرو سره ، د صهیونیسټي رژيم  په وسیله په نیواکي ټاټوبو کې د غیر قانوني ښارګوټو د پراختیا په دوام سخت اعتراض وکړ او  راپورونه ښئ چې نیواکګرو او وحشي صهیونیسټي پوځیانو دغه اعتراض کونکي سخت وځپل.
د خبر لمبر: 3487426    خپرونې تاریخ : 2023/06/03

ایکنا-(تهران)د امریکا په لسګونو مشهورو یهودي پادریانو په نیویارک کې د ملګروملتو دمرکز به وړاندې په غونډيدا سره له صهیونیسټي رژيمه د امریکا د ملاتړونودوام په کلکه محکوم کړ.
د خبر لمبر: 3486957    خپرونې تاریخ : 2023/02/26

ایکنا-(تهران) د سویډ حکومتی مامورانوپرون چارشنبې مازدیګرددغه هیواد په پلازمینې سټاکهم کې د قرآن کریم په سپکاوي کې یوه بله دسیسه او مظاهره ناکمه کړه چې چې د قرآن کریم نسخې ته د اور اچول ئې په پروګرام کې وو.
د خبر لمبر: 3486876    خپرونې تاریخ : 2023/02/09

ایکنا-(تهران)د ملایشیا په زرګونو خلکو اوا ددغه هیواد دغیر حکومتي تنظمیونو نمایندګانو په کوالالامپور کې د سویډ د سفارت په وړاندې په غونډيدا سره د قرآن کریم یوه نسخه ددغه هیواد سفیر ته ډالۍ کړه.
د خبر لمبر: 3486817    خپرونې تاریخ : 2023/01/29

ایکنا-(تهران) د ترکیه په زرګونو ښآریزو د یوه سویډ-ډنمارکي افراط پال راسموس پالوډن په سپیر لاس په سویډ کې د قرآن کریم د سپکاوي په غبرګون کې په انقرې کې د سویډ د سفارت په وړاندې غونډه جوړه کړه او په لوړ غږ سره ئې د قرآن تلاؤت وکړ.
د خبر لمبر: 3486800    خپرونې تاریخ : 2023/01/25

ایکنا-(تهران )په پاکستان کې دیره د افغانستان کډوالو کورنیو په افغانستان کې د انجونو د زده کړې او له کاره دمیرمنو په ممانعت باندې په اعتراض کې مظاهره کړې
د خبر لمبر: 3486788    خپرونې تاریخ : 2023/01/23

ایکنا-(تهران) د هندوستان په اوترپردیش صوبې کې د یوه تاریخي جومات په ړنګیدا پسې  ددغه هیواد مسلمانانو او خپلواکه اورګانونو غوسه او غبرګون راپورته شوی دی.
د خبر لمبر: 3486772    خپرونې تاریخ : 2023/01/19

ایکنا-(تهران)د هندوستان په اوتارکنډ  کې دمسلمان میشته سیمې اوسیدونکو د هندي افراط پالو قوانینو باندې په اعتراض کې دخپلو کورونو د رړنګولو  په باب د محکمې په فیصلې اعتراض وکړاو په دغې فیصلې کې ئې د بیا کتنې غوښته وکړه.
د خبر لمبر: 3486690    خپرونې تاریخ : 2023/01/02

ایکنا-(تهران)د دسمبر اومه نیټه د ایران د اسلامی جمهوریت  په کال هینداره کې د محصیل په ورځې نومول شوې ده.
د خبر لمبر: 3486566    خپرونې تاریخ : 2022/12/07

ایکنا-(تهران)د تهران د جمعې لمانځه خطیب جوته کړه نن سبا ټول ایمان د ټول کفر په وړاندی دریدلی او امریکا،صیهونیسټ رژیم، فرانسه،انګلستان د خلکو ضد کرکیجې ترهه ګرې ډلې ټپلې،منافقین او سلطنت غواړی ډلې میدان ته راوتلي دي او له اسلام سره کینه لری ځکه چی که دین سره یې کینه نه درلودلئ نو د روحانیت سپکاوې به یې نه کاړه او قران او جومات ته به یې اور نه اچوه.
د خبر لمبر: 3486473    خپرونې تاریخ : 2022/11/18

ایکنا-(تهران) د بحرین دنمایشي پارلیماني انتخاباتو،له صهیونیسټي رژيم سره د اړیکو دعادي کولو په ضد او د سیاسی بندیانو د خوشي کیدا لپاره اعتراضیه مظاهرې ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3486420    خپرونې تاریخ : 2022/11/06

 ایکنا-(تهران) د انګلستان دمسلمانانو شورا ددغه هیواد پر مسئولانو غږکړی له هغو افراطي هندوانوسره چې له مسلمانانو  سره دتاؤتریخوالي په رامینځةکولو پسې دي ،سخت  چلند وکړي.
د خبر لمبر: 3486252    خپرونې تاریخ : 2022/09/21

ایکنا-(تهران)  د افغانستان میرمنو په کابل کښې په مظاهرې  جوړولو سره افغانستان ته د نړۍ د هیوادونو د پام غوښتنه وکړه.
د خبر لمبر: 3485898    خپرونې تاریخ : 2022/06/19

تهران (ایکنا) -د ايران د حکومت وياند د سوئيډن د پوليسو په سرکاري ملاتړ سره د روژې په مبارکه مياشت کښې د دوه مليارډ مسلمانانو ګستاخانه توهين نفرت خپرونه او د بشر د معنوي ژوند په خلاف يو اقدام وبلۀ.
د خبر لمبر: 3485697    خپرونې تاریخ : 2022/04/18

تهران (ایکنا)- په افغاستان کې د طالبانو خارجه وزارت د افغانستان په خاوره د پاکستاني پوځ د بمبارۍ په غبرګون کې د پاکستان سفیر احضار کړی او سرپرست خارجه وزیر امیرخان متقي د پاکستان سفیرته وویل د افغانستان په خاورې د حملو دوام د دواړو لورو اړیکی خرابوی او د بدغواړو او غرضیانو د ناوړې استفادې زمینه برابروی چی بدې پاییلې به ولري .
د خبر لمبر: 3485691    خپرونې تاریخ : 2022/04/17

تهران (ایکنا) – د افغانستان په سلګونو لوبغاړو یا ورزشکارانو هم  د افغانستان د  نور ولس په شان د افغانستان د پیسو په کنګل کولو کې د امریکا دحکومت اقدام یو بې شرمه او غلا کونکی کار وبلۀ.
د خبر لمبر: 3485455    خپرونې تاریخ : 2022/02/23

تهران(ایکنا) – د افغانستان په سلګونو ټولنیزو فعالانو او مدنی خلکو دهغه څه په نسبت چې د طالبانو ډلې د عمومی بخښنې د فرمان په باب د دغې ډ لې دجګړه مارو دبې پامۍ او دپخوانیو قوماندانانو او خلکو  دخپل سرو نیونو او شکنجې باندې په اعتراض کې مظاهره وکړه .
د خبر لمبر: 3485187    خپرونې تاریخ : 2021/12/28

تهران (ایکنا) -د پاکستان دپنجاب صوبې لاهور ښار په زرګونو خلکو پرون  مازدیګر  په مظاهرې حوړلو سره ، له وحشي صهیونیسټي رژيم سره د اړیکو په ټینګولو کې د ځینو عربو هیوادونو  اقدام او  د فلسطین دملت په وړاندې د تیریګر رژيم  جنایتونه په کلکه محکوم کړل .
د خبر لمبر: 3485144    خپرونې تاریخ : 2021/12/20