ایکنا- په ملایشیا کې د جاپاني حلالو خوراکي محصولاتو د غوښتنو له زیاتېدو سره، جاپاني شرکتونو دې مخ پر ودې بازار ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.
د خبر لمبر: 3493164 خپرونې تاریخ : 2026/08/10
ایکنا- په فرانسې کې یوې محکمې، پاریس ته څېرمه د یوه جومات د قرآن کریم د تلاوت په پلمه د شپږو میاشتو لپاره د تړلو پرېکړه تایید کړې ده؛ دغې قضیې د اسلامي عقایدو او عبادتونو پر وړاندې د حکومت د څارنې په اړه نوې اندېښنې راولاړې کړې دي.
د خبر لمبر: 3493163 خپرونې تاریخ : 2026/08/10
ایکنا- د «فلسطین د ملاتړو کاروان» له فرانسې څخه له حرکت وروسته، د دې لپاره چې د غزې په تړانګه کې د صهیونیستي رژیم روان نسلوژنې ته د نړیوالو پام واړوي او له فلسطین سره د پیوستون پیغام ورسوي، د بوسنیا او هرزېګوینا مسلمان مېشت ښار سربرینیتسا ته ورسېد.
د خبر لمبر: 3493117 خپرونې تاریخ : 2026/08/02
ایکنا- د امریکا د کانګرس استازو مجلس پرون ناوخته د جنګ د واکونو قانون (War Powers Act) له مخې د دوهم ځل لپاره یو پرېکړهلیک تصویب کړ چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پابند کوي،څو امریکایي پوځي ځواکونه له ایران سره له روان جنګ وباسي.
د خبر لمبر: 3493071 خپرونې تاریخ : 2026/07/25
ایکنا- د نیویارک مسلمان ښاروال زهران ممداني اعلان کړی چې د اسرائیلي رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د نیویارک ښار د سفر پر مهال د هغه د نیولو قانوني امکان ارزول کیږی.
د خبر لمبر: 3493058 خپرونې تاریخ : 2026/07/21
ایکنا- د ۲۰۲۶نړیوال جام کې د اسپانیا د فټبال ملی ټیم اتلوالي ، د اسلامی هیوادونو د ولسونو او دغه راز د نړئ د پتمنو او د فلسطین او د مظلومانو درستو ملاتړو له پراخ هرکلی سره مخ شوې ده.
د خبر لمبر: 3493054 خپرونې تاریخ : 2026/07/21
ایکنا- د اسټرالیا حکومت د اسلامضده احساساتو (اسلامهراسۍ) پر وړاندې د مبارزې لپاره له وړاندې شویو ۵۴ سپارښتنو څخه ۳۵ سپارښتنې منلې دي. دغه اقدام د اسلامي تنظیمونو له هرکلي سره مخ شوی، خو دغو بنسټونو ټینګار کړی چې د حکومت په پروګرام کې لا هم د مسلمانانو پر ضد د کرکې خپروونکو د حساب ورکولو لپاره کافي حقوقي اقدامات او عملي میکانیزمونه نشته.
د خبر لمبر: 3493048 خپرونې تاریخ : 2026/07/20
ایکنا- د ناروې د فوټبال فیډریشن هڅه کوي چې د نړیوالو فوټبال بنسټونو په دننه کې د خپل نفوذ په کارولو سره، د اسرائیلي رژیم د فوټبال فیدریشن د فیفا له غړیتوبه د ځنډولو او د دغه رژیم د لوبډلو د نړیوالو سیالیو څخه د محرومولو کمپاین پر مخ یوسي.
د خبر لمبر: 3493046 خپرونې تاریخ : 2026/07/19
په انګلستان کې د پوهنتون استاد:
ایکنا- په انګلستان کې یوه پوهنتوني استاد ټینګار کړی چې له اسلامه د ویرونې پروسه یوه سیاسي او توکمپاله پروژه ده چې حقوق ګواښي او د نسلوژنې لامل کېدای شي.
د خبر لمبر: 3493026 خپرونې تاریخ : 2026/07/14
ایکنا- د ایټالیا د بېلابېلو دینونو استازو د دینونو ترمنځ د خبرو اترو لومړنی ملي منشور برابر او تصویب کړ.
د خبر لمبر: 3492968 خپرونې تاریخ : 2026/06/29
ایکنا- د کوزوو د پلازمېنې پریشتینا د «کوچنیو حافظانو» په اکاډمۍ کې درو خویندو په یوه ورځ د قرآن کریم د عمّ سپاره یا جزوه بشپړ حفظ کړ.
د خبر لمبر: 3492967 خپرونې تاریخ : 2026/06/29
سردار حسنزاده !
ایکنا - د شهید رهبر د الوداع د جنازې دستورې اود تدفین د مراسمو د قرارګاه قوماندان وویل: د هوا د سختې ګرمۍ له امله به د شهید رهبر پر پاک مړي د جنازې لمونځ د چنګاښد میاشتې د ۱۴ نېټې په سهار د تهران په مصلی کې ادا شي، چې د دغو دستورو نور جزئیات به وروسته اعلان شي. همدارنګه، ټاکل شوې ده چې د شهید رهبر د جنازې دستورې د دوشنبې ورځې، د چنګاښ تر ۱۵ نېټې پورې د ماښام تر وخته پورې پای ته ورسېږي.
د خبر لمبر: 3492966 خپرونې تاریخ : 2026/06/29
ایکنا- د تاسوعا او عاشورا له شپو ورځو سره هممهاله، د اروپا په بېلابېلو ښارونو کېپه لسګونو زره شیعه مسلمانانو او د اهلبیت (ع) مینهوالو د ویر اوماتم تور بیرغونه پورته کړل او د «لبیک یا حسین» په شعارونو سره ئې د کربلا د آزادۍ، عزت او مقاومت پیغام د اروپا په زړه کې خپور کړ.
د خبر لمبر: 3492959 خپرونې تاریخ : 2026/06/27
ایکنا- د انډونیشیاوالو ځوانانو په زړه پورې نوښت، چې د مقاومت د شهیدانو او د ایران د دفاعي لاسته راوړنو په انځورونو سینګار شويو ګاډو کاروان په په سمبولیک بڼه ترسره شو، په ټولنیزو رسنیو او عامه افکارو کې ئې پراخ انعکاس وموند.
د خبر لمبر: 3492896 خپرونې تاریخ : 2026/06/11
ایکنا - د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي چې د ایران او د امریکا ترمینځ د خبرواترو د مینځګړیتوب د بهیر د دوام لپاره تهران ته راغلی دی نن غرمه د ایران د باندنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره کتنه او خبرې وکړې.
د خبر لمبر: 3492876 خپرونې تاریخ : 2026/06/07
ایکنا- د عراق د فوټبال فیډریشن له FIFA څخه غوښتنه کړې چې د فټ بال د نړیوال جام په سیالیو کې دې د عاشورا له شپې سره د همهاله کیدا په خاطر ، د سینیګال په وړاندې د لوبې پر مهال، د تور رنګ قالیو د کارولو اجازت ورکړي.
د خبر لمبر: 3492873 خپرونې تاریخ : 2026/06/07
ایکنا- د «هدی» نومې د نهم نندارتون مشر وویل: «په دغه نندارتون کې له سلو څخه زیات د ایراني ـ اسلامي قالیو او جامو تولیدوونکي او فعالان ګډون کوي او خپل محصولات به لږ تر لږه په ۲۰ سلنه تخفیف سره لیدونکو ته وړاندې کوي.
د خبر لمبر: 3492853 خپرونې تاریخ : 2026/06/01
ایکنا - د امریکا د نیویارک ښاروال زهران ممداني د امریکا او صهیونیستي رژیم لهخوا د ایران پر ضد تپلی جنګ یو ځل بیا په کلکه غندلی او وئیلي ئې دي چې دغه جنګ باید پای ته ورسېږي.
د خبر لمبر: 3492840 خپرونې تاریخ : 2026/05/30
ایکنا- د ایرلینډ د فټ بال ملی لوبډلې روزونکي ټينګار کړی دی چې باید د صهیونیسټي رژيم په وړاندې د فټ بال په جنګ کې باید بریالی شو.
د خبر لمبر: 3492834 خپرونې تاریخ : 2026/05/28
ایکنا- آکسیوس لیکلي چې Donald Trump د عربي نړۍ او د سیمې پر یو شمېر مسلمانو هېوادونو دباونه راوړی، څو که د ایران پر ضد جنگ پای ته د رسېدو هوکړه وشي، نو د «ابراهیم تړون» (له صهیونیستي رژیم سره د اړیکو عادي کول او سازش) سره یوځای شي.
د خبر لمبر: 3492828 خپرونې تاریخ : 2026/05/26