ایکنا – (کابل) د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت چارواکو ویلي چې، په تېر کال کې له بېلابېلو هېوادونو څخه د ۸۰۰ افغانانو جسدونه افغانستان ته راوړل شوي دي.
د خبر لمبر: 3487770 خپرونې تاریخ : 2023/08/10
ایکنا-(ډنمارک) له یوې اونۍ هم په کم وخت کې په ډنمارک کې یوې افراطي ډلې بیا د الهي او آسماني کتاب قرآن کریم سپکاوی کړی او مسلمانان هماغه راز په محکومیّتونو او د خولې په اعتراضونو بسنه کوي.
د خبر لمبر: 3487687 خپرونې تاریخ : 2023/07/26
ایکنا-(ریاض) د اسلامی ملګرتیا موسیسې د ډنمارک له چارواکو وغوښتل څو د دیني نفرت خورونې په باب دې د ملګروملتو پریکړه لیک اجرا کړي.
د خبر لمبر: 3487679 خپرونې تاریخ : 2023/07/24
د عمان مفتی وائي؛
ایکنا –(عمان) د عمان ستر مفتی په یوه ټویت کې په سویډ کې د قرآن کریم د سپکاوي په غبرګون کې ټينګار کړی چې له دغه هیواد سره د اسلامی هیوادونو د اړیکو غوڅول یو دینی فرض دی.
د خبر لمبر: 3487676 خپرونې تاریخ : 2023/07/24
ایکنا-(تهران) په اروپا په تیره بیا په سویډ کې د افراطیانو په لاس د قرآن کریم بیا بیا سپکاويو ، په درستې اسلامی او عربی نړۍ او د نړۍ په نورو سیمو کې د غبرګونو او محکومیّتونو ستره څپه راوالاړه کړې ده چې هماغه راز دوام لري.
د خبر لمبر: 3487675 خپرونې تاریخ : 2023/07/23
ایکنا-(امریکا) دامریکا په نیوجرسي ایالت کې دکارترټ ښار مسلمانان نن مازدیګر د حضرت امام حسین علیه السلام د حماسي پاڅون په یاد اودرنښت کې د عزاداری لاریون ترسره کوي او دغه ولولناک پلی لاریون به مازدیګر له څلورو بجو د شپې تر لسو بجوپورې دوام وکړي.
د خبر لمبر: 3487668 خپرونې تاریخ : 2023/07/22
ایکنا(بروکسل) په بیلجیّم کې عدالت فیصله کړې چې په نوروهیوادونو کې دجوماتونو لپاره د پیسو غونډول یا چنده غونډول قانونی اقدام دی.
د خبر لمبر: 3487664 خپرونې تاریخ : 2023/07/22
ایکنا-(بغداد) د عراق د مختلفو ډلو ټپلو په زرګونو پلویانو په بغداد کې په مظاهرې جوړولو سره د سویډ سفارت ته وارد شول او په هماغو شیبو کې ئې ورته اور واچوه او تور لوګي ئې ترې پورته کړل.
د خبر لمبر: 3487658 خپرونې تاریخ : 2023/07/20
ایکنا-(تهران)د حسینی مقدس آستان منجوَر،په لویدیځ کې د قرآن د سپکاویو په غبرګون کې دمحرم د میاشتې په لومړۍ شپه د قرآن د اوچتولو د دستورو خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3487652 خپرونې تاریخ : 2023/07/19
ایکنا-(قاهره) دمصر د اوقافو وزارت په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ، د خلکو د پراخو غوښتنو په اساس،د درست هیواد په جامع جوماتونو کې او د خداي تعالی د آسماني کتاب د سپکاویو په ځواب کې د قرآني جمعې محفلونه ترسره کیږي.
د خبر لمبر: 3487647 خپرونې تاریخ : 2023/07/18
ایکنا-(سټاکهم) په سویډ کې د قرآن کریم سپکاوي کونکي سلوان مومیکا یوځل بیا په سپين سترګیتوب سره وعده کړې چې دې اونۍ کې به بیا په سټاکهم کې د قرآن کریم یوه نسخه او دعراق بیرغ وسوځوي.
د خبر لمبر: 3487642 خپرونې تاریخ : 2023/07/17
ایکنا-(سویډ) هغه کس چې په سویډ کې ئې د صهیونیسټ رژيم دسفارت په وړاندې د تورات د یوې نسخې د سوځولو فیصله کړې وه ، اعلان کړی چې ددغه کار له ترسره کولو ئې ډډه کړې ده.
د خبر لمبر: 3487641 خپرونې تاریخ : 2023/07/17
د نبیانو روزنیزه روده؛موسی(ع)/۱۳
ایکنا-(تهران) استدلال او دلیل راوړل هغه تر ټولو پیاوړي روزنیزه روده چې الهی پیغمبرانو ئې بنسټ کیښودلی دی.
د خبر لمبر: 3487639 خپرونې تاریخ : 2023/07/17
ایکنا-(تهران) د سویډ اسلامی اتحادئې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د تورات له سوځولو سره د سویډ د حکومت او پولیسو د پخلاکیدا په محکومولو سره وئيلي دي چې مسلمانان د مقدسو کتابونو د سوځولو او د هغو له هر ډول سپکاویو سره مخالف دي او دنفرت یو زیږنده جنایت ئې ګڼي .
د خبر لمبر: 3487632 خپرونې تاریخ : 2023/07/16
ایکنا-(عراق) د عراق په فټپال لیګ لوبو کې د اربیل او زاخو ټیمونو لوبه په چارشنبې ورځې او دقرآن کریم دسپکاویو د محکومیّت په کمپین دوام کې ، په ځانګړي قرآني پروګرام او دغه آسماني کتاب ته په ډير ا حترام سره پيل شوه.
د خبر لمبر: 3487604 خپرونې تاریخ : 2023/07/10
ایکنا-(عمان) دعمان ستر مفتي په یولړ ملنډو وهونکو څرګندونو کې د فرانسې ولسمشر دهغو څرګندونو په خاطر چې د اسلام په ضد ئې مطرح کړې وې ،مسخره کړ.
د خبر لمبر: 3487598 خپرونې تاریخ : 2023/07/09
ایکنا-(ترکیه) مسلمانو عالمانو نړیوالې ټولنې د ترکیې په استانبول کې د قرآن کریم د سپکاویو په محکومیت جنین ښار له فلسطینیانو سره د پیوستون د اعلان په مناسبت یو لړ دستورې جوړې کړې او ددینی مقدساتو د سپکاوي کونکو هیوادونو سره ئې د ډيپلوماټيکو اړیکو دغوڅولو او د اقتصادی بایکاټ په ضرورت ټينګار وکړ.
د خبر لمبر: 3487597 خپرونې تاریخ : 2023/07/09
ایکنا-(سویډ) د سویډ اسلامی ټولنو په سټاکهم کې د قرآن سوځونې او د اسلامی ضده خوځښټونو دزیاتیدا په ضد داعتراضه ناستې په خاطر د غونډیدا بلنه ورکړې.
د خبر لمبر: 3487596 خپرونې تاریخ : 2023/07/08
ایکنا –(تهران )د مسلمانو عالمانو نړیوالې ټولنې دیوې اعلامیې په صادرولو سره ، په سویډ کې د قرآن کریم سپکاوي کونکي موضوع ته د راتلونکي جمعې لمانځه د خطبې د مخصوص کولو غوښته وکړه.
د خبر لمبر: 3487588 خپرونې تاریخ : 2023/07/06
ایکناـ(کراچئ)په سویډ کې د قرآن کریم په سپکاویو باندې غوسه او خپګان سبب شوی دی څو د پاکستان په توئيټر کې ددغه هیواد یعني د سویډ محصولاتو د بایکاټ هشټګ ټرنډ شي.
د خبر لمبر: 3487580 خپرونې تاریخ : 2023/07/05