IQNA

د جرمنی مسلمان شوې کس لمانځه لپاره سافت ویر جوړ کړو

12:54 - August 23, 2014
د خبر لمبر: 1442078
نړیواله ډله: یو نوی مسلمان شوی جرمنی یو اسلامی سافټ ویر جوړ کړی چې هر نوی مسلمان ته لمونځ کول آسانه وی.


قرآن خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د خبری ویب پاڼه «On Islam» نه په نقل، د جرمنی نوی مسلمان شوی ماتیاس منده په کال ۲۰۰۸ کښې مسلمان شو، دا سافټ ویر چې ډېر ساده او آسان جوړ شوی د نوی مسلمان شوې خلکو لپاره دی چې دینی دنده په ښه ډول پیل کړی.

دا سافت ویر د لمونځ وخت ښودلو سره سره د قبله لور او د لمونځ صحیح قرأت لوستلو کښې مرسته کوی.

هغه وایئ: زما لپاره چې یو نوی مسلمان یم او عربی ژبه سره پېژند ګلوې هم نه لرم نو ما ته دا هر څه یادول سخت وو، نو ځکه می دا جوړ کړو او کوښښ می وکړو چې زما غوندې کوم کسان چې دې دا ستونزې لری د هغوی مرسته کوی.

دا سافت ویر خوځنده عکسونه لرې چې په کښې د لمونځ کولو په وخت د صحیح طریقه ښودنه شوی.

همدارنګه د اسلامی سپېځلې ورځو ښودنه هم کوی او د لمونځ کولو طریقه ښودنه هم کوی، منده اراده لرې چې په راروان وخت کښې د دې سافټ ویر ژبه ۱۵ نه تر ۲۰ پوری زیاتې کړې،  او ورسره ځانګړتیاوې په کښې هم اضافه کړې.

دا سافت ویر تر وسه یواځې د اهل سنت وروڼوو لپاره دی او د ایل انټرنیټې دوکان  کښې موجود دی، خو ولی منده کوښښ کوې چې د دې سافټ ویر اندروید نسخه هم جوړه کړی.

هغه وویل: د دې سافټ ویر لپاره ډېر ښه سوچ لرم خو ړومبی یی د پیسو لپاره لټون کښې یم.

دا د جرمنی نوی مسلمان ټول مسلمانانو ته د لمونځ کولو په هکله وایئ: هیڅ کله د الله نه بی غوره نشی او د هغه نه لری نشی، دا ژوند یو امتحان دی او چې مونږ هر څومره د ښه کارونو لټون کوو نو هم هغه به د قیامت په ورځ زمونږ مخې ته راځې.

http://www.iqna.ir/fa/News/1441225

captcha