قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د لندن چاپ العرب ورځ پاڼه نه په نقل، ملک فهد د قرآن چاپ او خپرولو ټولنه مدینه منوره سر منشی محمد سالم بن شدید العوفی څرګنده کړه: دا ټولنه چې له تېرو ۳۰ کاله رسی په حاجیانو کښې قرآن وېشې تر اوسه یی ۳۷ ملیونه قرآنونه وېشلی.
هغه زیاته کړه: ملک فهد قرآنی ټولنې تازه په سواحیلی ژبه قرآن ژباړه کړی چې دی سره د قرآنی ټولنې له اړخه د ژباړه شوی ژبو شمېر ۶۳ ته ورسېد.
العوفی ښکاره کړه: تر اوسه ملک فهد قرآنی ټولنه ۶۳ ژبو کښې د قرآن ژباړه چاپ کړی چې ۳۲ ژبی په کښې آسیایی، ۱۵ ژبی اروپایی او ۱۶ ژبی افریقایی دی.
د ملک فهد قرآنی ټولنه سرمنشی ټینګار وکړو: ټولنه غواړې چې قرآن په نورو ژبو کښې هم ژباړه کړی چې په هغې کښې جاپانی او عبری ژبه باندې څېړنه روانه ده.
هغه په آخره کښې ؤ ویل: د ملک فهد ټولنه له اړخه چاپ شوو نسخو شمېر تر ۳۰۰ ملیونه رسېدلې چې په کښې قرآن، قرآنی ژباړی، تفسیرونه، د ترتیل سافټ ویر او علمی کتابونه شامل دی.
http://www.iqna.ir/fa/News/1444765