قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د آوا خبرونو نه په نقل، د سرپل ولایتی شورا رئیس محمد نور رحمانی وو ویل: پرون ماسپښین نه پس د طالبانو وسله والو ډلو د دې ولایت په مختلفو سېمو باندې برید کړې او په لسګونو کورونو ته یی اور ورکړی.
هغه زیاته کړه: د ځایی وخت ۲ بجې پرون د طالبانو ۲۰۰ وسله واله ډلې د سرپل ایالت په بره سېمو د «بقاوی» او «بلغلی» باندې برید کړی او تراوسه د سرپل په لاره جوزجان کښې هم جنګ شروع دی.
تقریباْ ۲۰ ورځې مخکښې د طالبانو وسله والو ډلو په بلغلی سېمې باندې حمله کړی وه چې د ځایی پولیس مقاومت سره مخامخ شول او تقریباْ ۱۷ تنه د طالبانو نه ژوبل او وو وژلې شو.
رحمانی تاکید وکړو: طالبانو د بلغلی سیمه باندې د قبضه نه پس د داعش ډلې بېرغ په دغه سیمه کښې پورته کړه او د داعش ډلې پروګرامونه یی عملا پیل کړل.
د سرپل د شورا مشر وو ویل: تر اوسه ۲۰ پورې کورونه سوځېدلې او د سیمې وضعیت ښه نه دی.
هغه زیاته کړه: امنیتی او محلی مسؤولان د طالبانو د برید نه مخکښې د هغې د حمله نه خبر وو. خو ولی د مشرتوب نشتوالې او دې خبرې ته پام نه کولو هغې د ۲۵۰۰ نه زیات امنیتی ځواکونو شتون سره د طالبانو مخنیوی ؤ نه شو او اوس د سرپل ایالت د هیواد شمال یو نا امنه سیمه کښې بدله شوی.
رحمانی وویل: په دې سیمه کښې تر اوسه د انسانی نقصان په اړه شمېر نه دې تر لاسه شوی، خو ولی د سیمې حالات ښه نه دې او خلک هم په ویره کښې وخت تېره وی.
د سرپل شورا مشر وویل: په دارنګه حالاتو کښې که د سرپل ولایت ته توجه ور نکړی نو ډېر زر به دا سیمه او د هیواد شمالی سېمې سقوط وکړی.
د سرپل د پولیسو مشر حبیب ګلبهاری تاکید وکړو او وې ویل چې وسله والو طالبانو د دې سیمې په مختلف ځینو باندې حملې کړی.
د سرپل ولایت د افغانستان د مهمه ځینو نه دې دا د نور شمالی ولایتونو دروازه شمېرلې کېږی.
http://www.iqna.ir/fa/inter/News/2852668