ایکناخبری آژانس د روسیا الیوم له قوله راپور راکړ ، سعودي عربستان د افغانستان د ولس په وړاندې رامینځةکیدونکي احتمالي انساني بحران ته په پام سره چې د ژمي د موسم په رارسیدو سره لازیات ترینګلي کیږي ، په دغه جنګ ځپلی هیواد کې د انساني وضعیّت په باب دخبرواترو لپاهر داسلامی ملګرتیا موسیسې د یوې بیړنۍ غونډې د جوړولو غوښته کړې ده .
الشرق الاوسط ورځپاڼې د عربستان د چارواکو له قوله لیکلي دي ،عربستان له افغان ولس سره د اسلامی پيوستون په اصل دعمل لپاره ، د افغانستان د وروستیو بدلونونو پسې د ا نساني وضعیّت او د انسان دوستۍ دمرستو په مناسبت د ځواب وړاندې کولو سره د مرستې په باب د بحث او مشورو لپاره د اسلامی ملګرتیاموسیسې د خارجه وزیرانو بیړنۍ غونډې ترسره کول ضروري ګڼي .
د ریاض چارواکو په دې اړه وئیلي دي ، چې ددغې غونډې دترسره کیدا په تمه دي چې د پاکستان په کوربتوب سره د دسمبر په اولسمه نیټه وړاندیز شوي ده څو نتیجې ئې د افغانستان له ولس سره د انسان دوستۍ دمرستو د وړاندې کولو لپاره د مناسبو لارو چارو اومیکانزم له ترلاسه کولو سره مرسته وکړي ، او په دې باب پر افغان ولس د انساني بحران د اغیزو د کمولو په خاطر له ملګروملتو ، اړونده اورګانونو او نړیوالې ټولنې سره غږملتیاوې ترسره شي .
د عربستان چارواکو دغه راز وئیلي دي ، په دِې ناستې باید د طالبانو له موقته حکومته وغوښتل شي ، چې د مختفو فرقوپه کنټرولولو سره دې نړیوال قوانینو او مقررات رعایت کړي او انسانی حقوقو و دکار او زده کړې لپاره دمیرمنو حقوقو ته دې د اسلامی شریعت دتعلیماتو په چوکاټ کې داحترام په سترګه وګوري .