ایکناخبری آژانس د پارس ټو ډې له قوله راپور راکړ، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي نن په یاددښت کې د افغانستان د شتمنیو د بلاک کولو په خاطر په امریکې باندې نیوکه کړې او وئيلي ئې دي ، او په دې اړه ئې د لویدیځو هیوادونو په تیره بیا امریکا له خوا د طالبانو خلاف په بندیزونو باندې په اعتراض سره وویل: دا کار د افغانستان د بانکي سیسټم د فلج کیدو سبب شوی دی او د انسان دوستانه اهدافو مخه نیسي او د افغان ولس مشکلات او ستونزې نوره هم زیاتوي.
د پاکستان خارجه وزیر زیاته کړې، د افغانستان د خلکو د ژوند د ژغورنې او د ابتدايي خدماتو د فعالولو لپاره د طالبانو خلاف د بندیزونو ختمیدل ضروري دي.
قریشي خبرداری وکړ چې د افغانستان د شمنیو بند ساتل او په طالبانو باندې د بندیزونو دوام، له ترهګرۍ او د نشه ایزو توکو له قاچاق سره په مقابله کښې د نړیوالې ټولنې ګډ اهداف کمزورې کوي.