ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپورراکړد افغانستان پخواني ولسمشرحامد کرزي بیګا په یولړ څرګندونو کې ټینګار کړی،د امریکا ولسمشر جوبایډن باید په خپلې پریکړې بیا کتنه وکړي او د افغانستان ټولې پیسې دې د دغه هیواد خلکو ته بیرته وګرځوي .
حامد کرزي په دې خبرې سره چې د افغانستان خلک په خپله د ترهګرۍ قرباني دي وویل د القاعده ترهګرې ډلې مشر اسامه بن لادن د افغانستان خلکو خپل هیواد ته نه و راوستی بلکې خارجي هیوادونو(امریکا، بریتانیا، سعودي عربستان وغیره ) هغه افغانستان ته راوستی و .
هغه د افغانستان له موقته حکومت وغوښتل چې د یوې ملي غونډې یا د لوې جرګې د ترسره کولو زمینه برابره کړي چې خلک د خپل هیواد د راتلونکي په هکله فیصله وکړي .
د امریکا ولسمشر جوبایډن په تیرې جمعې ورځ د یوه حکم په لاسلیک کولو سره د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو نیمايي برخه د سپتمبر د یولسمې نیټې د حملو د وژل شویو کسانو خپلوانو ته د ورکولو حکم ورکړ .
امریکا واک ته د طالبانو له رسیدا وروسته په چټي پلمو سره د افغانستان کابو لس (۱۰) میلیارډه ډالره کنګل کړي دي خو له مودو مودو وروسته یې اوه (۷) میلیارډه ډالر ازاد کړل .
خو بایډن سمدستي وویل له دغو اوو (۷) میلیارډو ډالرو څخه درې نیم میلیارډه ډالره د سپتمبر د میاشتې د یولسمې(۱۱) نیټې د حملو د وژل شویو کسانو خپلوانو ته ورکوي .